د سپږو په اړه دروغ او ريښتیا – هغه څه چې خلک یې په اړه له خبرو شرمیږي

رنګین تجريدي ډیزاین

سپږې هغه څه چې خلک یې په اړه ډیرې خبرې نه کوې خو له افغانستان نیولې تر پرمختللې اروپا او امریکا پورې د خلکو په سرونو کې وخت ناوخت سپږې کیږي، او په پرمختللې نړۍ کې ورسره د یوې جلدي ناروغۍ په توګه چلند کیږي.
په افغانستان کې چې خلک په کې سره په ډیر نژدې تماس کې اوسیږي او د درملنې امکانات کم دي، په خلکو ځانګړو توګه ماشومانو کې په ډیره اسانۍ سپږې له یوه بل ته خپریدلی شي. د سپږو په اړه ځینې ناسم باورونه ددې سبب شوي چې د سپږو د مخنیوي پر ځای تر ډیره خلک دا خبره پټه وساتي. دلته په سرونو کې د سپږو د پیدا کیدو او له یو سره څخه بل ته یې د انتقال په اړه ځینې ټکي درسره شریکوو .
1- سپږې یوه جلدي ستونزه ده. سپږې له یو کس څخه بل ته د تماس له لارې په ځانګړې توګه کله چې سر له سر سره په مستقیم تماس کې شي انتقالیږي. همدارنګه د ويښتو د ګمنځې او بورس شریکول هم له یو کس څخه بل ته د سپږو د انتقال سبب کیږي. تقریبا په سلو کې تر نوي زیات د سپږو انتقال له سر په سر تماس څخه رامنځ ته کیږي. ماشومانو ته په ښوونځیو او د لوبو په ځایونو کې کله یې چې سر د نورو ماشومانو د سر سره په تماس کې شي سپږې ورته انتقالیږي .
په غټانو کې د سپږو په اړه یوې وروستۍ څیړنې ښودلې چې د سیلفي عکس اخیستو د رواج په پراخیدو کله چې خلک د سیلفي عکس اخیستو لپاره د یو بل سره سره نژدې کوي له یو کس څخه بل ته یې د سپږو د انتقال چانس زیات کړی. څیړنې وايي که سر له سر سره په مستقیم تماس کې رانه شي، په نورو لارو له یو کس څخه بل ته د سپږو انتقال ستونزمن او تر ډیره ناممکن دی.
2- بیشکه چې د سر او ويښتانو پاک ساتل مهم څه دي، خو دا کاملا ناسم باور دی چې د نظافت کمی او زر زر ويښته نه وینځل د سپږو د پیدا کیدو سبب کیږي. د سر سپږې په نظافت پورې هیڅ اړه نه لري. په اصل کې سپږې ډیرې په دې کیسه کې نه دي چې هغه ويښته چې دوی په کې ځای نیولی پاک دي او که ناپاک. نو که یو څوک سپږې ولرې دا په دې مانا نه ده چې نظافت یې نه دی مراعت کړی یا یې کور چټل دی. بلکې ددې معنی دا ده چې له کوم چا سره چې سپږې یې لرې په نژدې تماس کې راغلی او سپږې ورغلي دي.
3- د سر سپږې خطرناکې نه دی، ناروغۍ نه انتقالوي.
4- سپږې د بې وزلې او بډاۍ، نجلۍ او هلک، ښځې او سړي، پاک او ناپاک ترمنځ تبعیض او توپیر نه کوي، بلکې هر چاته ورتلی شي، سر او ويښتان یې که پاک وي که خیرن ځای په کې نیول شي او که یې چاره ونه کړې نو دوام په کې کوي.
5- سپږې که چاته یو ځل ورشي، نو په عادي شامپو، سابون او بیا بیا ويښتو وینځلو یا د ويښتو په کمولو له منځه نه ځي.
6- سپږې ټوپ نه شي وهلی او نه الوتلی شي، بلکې له یو سره څخه بل ته په خاپوړو ځی او یا د ويښتو د بورس او خولۍ د شریکولو له کبله له یو څخه بل ته ځي.
7- سپږې یوازې د انسان په کوپړۍ کې اوسیدلی شي، او وینه څښونکې حشره ده. که انساني کوپړۍ نه لرې کړی شي، له انسان لرې تر ۲۴ ساعتونو زیاته ژوندی نه شي پاتې کیدلی، مرې او له منځه ځي. نو ځکه سپږې چاته له کورنو او د کور له وسایلو نه ورځي، او نه سپږې د کور په وسایلو او دیوالونو کې ځای نیولی شي. بلکې سر له سر سره تماس د سپږو د انتقال سبب کیږي. او یا داسې یو څه لکه ګومنځ چې په یو سر کې له کارولو سمدستي وروسته بل سر کې وکارول شي انتقالیږي.
8- سپږې یوازې د انساني کوپړۍ په وینه ژوندی پاتې کیدلی شي، او د ورځې له درې تر څلور ځلې په کوپړۍ له خولې لګولو نه وینه څښي. که دا زمینه ورته برابره نه شي مري.
9- سپږې د کورنۍ په څیر عمل کوي. په ويښتو کې پر سپږو سربیره د سپږو هګۍ هم ځای نیسي چې وروسته په سپږو بدلیږي. په سپږو کې ښځه او نر هم شته او د انسان په کوپړۍ کې هګۍ کوي.
10- یوه سپږه تر ۳۵ ورځو پورې عمر کولی شي خو په دې موده کې په کافي اندازه نورې سپږې او هګۍ تولیدوي چې په دې توګه په سر کې د سپږو د ژوند دوام ساتي.
11- یوازې پنځوس فیصده خلک که سپږې ولري په سر کې د خارښت احساس کوي. سره یوازې د سپږو د خولې لګولو له کبله خارښت کوي. په ويښتو کې د سپږو حرکت تر ډیر نه احساسیږي. باید سپږې په سر کې درې څلور اونۍ تیرې کړي څو په ويښتو کې د خارښ احساس وکړئ.
12- که ماشومان مو ښوونځي یا وړکتون ته ځي، وخت په وخت یې سرونه وګورئ. ایا ماشوم مو سپږې لري کنه؟ په دې د پوهیدو لپاره بهترینه لاره په ځیر او غور د ماشوم د سر د ويښتو پلټل دي. که د چا ويښته سپږې ولري، تاسو یې ويښتو کې په اسانۍ سپږې یا د سپږو هګۍ موندلی شئ.
13- درملنه
ښه لاره یې داده چې جلدي ډاکتر ته ولاړ شئ، هغه به درته کومه طبي شامپو، کریم یا صابون ولیکي چې د سپږو په له منځه وړلو کې مرسته درسره کوي. همدارنګه په ګڼو هېوادونو تاسو په مستقیمه توګه له دواخانو څخه سپږو ضد ځانګړې شامپوګانې، لوشنونه، یا نور درمل اخیستل شئ چې په کارولو یې د سر سپږې په څو ورځو کې په اسانۍ له منځه ځي.
هغه درمل چې د سپږو لپاره یې کاروئ باید مطمینه یې کړئ چې د ماشومانو لپاره کارول یې مصون دي. ددې لپاره باید په درملو د خوندیتوب لیکل شوې شرح ولولئ او معلومه کړئ چې ستاسو د ماشوم سن ته کارول کیدای شي او کنه.
ښه ده چې تر یو کلنۍ څخه د کم عمره ماشومانو له ویښتو سپږې په لاس پاکې کړئ.
که د کورنۍ په یو غړي کې مو سپږې ولیده ښه داده چې د ټولې کورنۍ د غړیو سرونه وپلټل شي او درمل ورته وکارول شي.