ژباړه: محمد عزيز پردېس
په اجتماع کې په ښه توګه وينا کول په رښتيا سره هم ستونزمن کار دی. که غواړئ په دې برخه کې يو بریالی شخص شئ، بايد د وينا په تکتيکونو برلاسي شئ او يا هم حد اقل داسې وينا وکړئ چې په يوه ډله کې د راحتۍ احساس وکړئ.
په دې ليکنه کې به تاسو ته ۵ لارښوونې وړاندې شي، چې په عملي کولو يې تاسو د ښې او منظمې وينا په تکتيکونو پوه شئ:
۱- ارام او راحته واوسئ
ځيني کسان چې کله د په اجتماع يا د خلکو په منځ کې د خبرو کولو په اړه اوري، نو وار له مخې وارخطا کېږي او د نا ارامۍ احساس کوي، کله چې ورته د خبرو موقع رسېږي، ژبه يې وچه وچه کېږي، د زړه ضربان يې ډېرېږي، لاسونه يې په لړزېدو پيل کوي او په عمومي ډول تر تاثير لاندې راځي.
ترټولو مهمه خبره دا ده چې هغه مهال، نه له تاسو څخه حساب او کتاب اخېستل کېږي، نه هم د مرګ يا کومې بلې بدې پېښې موضوع وي؛ يوازې تاسو مکلف ياست چې يو څو خبرې په منظم ډول حاضرينو ته وړاندې کوئ. که دوه يا هم ۲۰۰ کسان وي؛ تاسو بايد داسې وينا وکړئ چې پيغام مو ورسېږي او حاضرين ستاسو د وينا څخه ستړي نشي. د وينا پر مهال، لنډې خبرې وکړئ، په خپلو خبرو تمرکز ولرئ او هڅه وکړئ چې پيغام مو په څرګندو الفاظو تر نورو ورسېږي.
۲- د بحث وړ موضوع وپېژنئ
موږ او تاسو معمولا د هغو موضوعاتو په اړه تشويش کوو او وارخطا کېږو؛ چې په اړه يې بشپړ مالومات نلرو. معمولا هغه ويناوال چې د خپلې وينا په محتوا او موضوع له وړاندې خبر وي، نو د وينا پر مهال پرته له ستونزو او په ډاډه زړه دريځ ته حاضرېږي. د دې لپاره چې په خپلې وينا برلاسي واوسئ او په راحتۍ سره خبرې وکړئ، بايد مخکې له مخکې د وينا د موضوع په اړه لازم مالومات ولرئ.
۳- خپل مخاطبين وپېژنئ
ستاسو وينا بايد موقعيت او د حاضرينو ته په کتو توپير ولري. که تاسو د يو لړ کمپنيو مديرانو پر وړاندې وينا کوئ، بايد د مديريت په اړه لازمه مطالعه ولرئ او يا که د پوهنتون د مختلفو پوهنځيو پر وړاندې وينا کوئ؛ بايد وينا مو د هغوی د غوښتنو او طبعيت مطابق برابره وي.
بايد د خپلو مخاطبينو د پوهې کچه درته له وړاندې مالومه وي. مطلب د هغوی د پوهې، چاپېريال او رواني حالت ته په کتو وړاندې کړئ.
۴- برياليتوب مجسم کړئ
ډېری کسان هغه وخت په خپله وينا کې له ماتې سره مخ کېږي چې فکر کوي خبرې يې غلطې او بې مانا دي. د خپلو خبرو د بيان طرز او په موضوعاتو برلاسی مخکې له مخکې خپل ذهن کې مجسم کړئ. هڅه وکړئ چې مخکې له مخکې د وينا متن د يو سپين کاغذ پر مخ د ځان لپاره وليکئ او څو څو ځلې يې تکرار کړئ. يوه ارامه خونه د ځان لپاره وټاکئ، د وينا متن څو ځلې په ډاډه زړه تکرار کړئ او فکر وکړئ چې په اصلي ځای کې ياست او وينا کوئ.
۵- په اصلي پيغام تمرکز وکړئ
د يوې وينا پر مهال په دې تمرکز مه کوئ چې د ګډونوالو شمېر څومره دی، بلکې په دې تمرکز وکړئ چې څنګه خپل پيغام تر نورو ورسوئ. پيغام مو بايد څرګند، د خلکو په ژبه او ساده وي. هڅه بايد وشي چې مخاطبين له مختلفو لارو دې ته اړ کړئ چې ستاسو پيغام واخلي.