ژباړه: عزيز پردېس
۱- عمل او وينا يې تل برابره وي.
۲- خپل موټر د هغه چا لپاره چې غواړي د سړک نه تېر شي، کاملاً دروي.
۳- چاسره چې ژمنه وکړي، نو هرو مرو يې پوره کوي، حتا ځيني وختونه د شپې لخوا د خپلې ژمنې د پوره کولو په اړه سوچ کوي او چاره ورته سنجوي.
۴- په خپل وجود کې د حسادت او بغض د لمنځه وړلو لپاره د ورځې پنځه دقيقې پلان جوړونه کوي.
۵- ډېر ډېر ډېر… انصاف لري.
۶- هېڅکله د چا په حق کې خيانت نه کوي.
۷- د ورځې په اوږدو کې ۱۰ دقيقې د خپل ځان د پېژندې لپاره برنامه جوړونه کوي.
۸- که د پنځو دقيقو لپاره هم يو جلسې ته ناوخته رسېږي، نو د جلسې کوربه ته احوال ورکوي.
۹- کله چې د هغه شا او خوا کسان د هغه کړنو ستاينه وکړي نو دی د سکون او ارامتيا احساس کوي.
۱۰- پر يو ګل باندې پروت شبنم ته د کتلو لپاره وخت ځانګړی کوي.
۱۱- فکري ثبات لري او په هېڅ ډول شرايطو کې خپل ثبات له لاسه نه ورکوي.
۱۲- انسانان په ښو او بدو برخو نه وېشي، بلکې د هغوی نيمګړتياوې او ښېګڼې تفکيک کوي.
۱۳- د هغه فکري مخالفين، د هغه اخلاق ستايي.
۱۴- د خبرو په پرتله په خپلو کړنو خلک تر اغېز لاندې راولي.
۱۵- د دې خبرې د ويلو ظرفيت او مېړانه لري: د فلاني افکار زما د افکارو سره توپير لري، خو طبيعتا مودبه شخص دی.
۱۶- د دې جملې د ويلو ظرفيت او مېړانه لري: د فلاني افکار زما د افکارو سره توپير لري، خو تر اوسه مې نه دی ليدلی چې بدې خبرې او تخريب دې وکړي.
۱۷- د دې جملې د ويلو ظرفيت او مېړانه لري: د فلاني مفکوره زما د مفکورې سره ډېر توپير لري، خو تر اوسه مې په دې نه دی ليدلی چې د قدرت او شهرت لپاره چاپړوسي وکړي.
۱۸- په خپل نفس اعتماد لري، نو ځکه په دقت او رښتينې ډول خبرې کوي.
۱۹- په خپل نفس ډېر اعتماد لري، نو ځکه دی اړ نه دی چې پر چا تور ولږوي.
۲۰- په خپل نفس ډېر اعتماد لري، نو ځکه د يوې څخه زياتې دندې نه لري.
۲۱- په خپل نفس اعتماد لري، نو ځکه د خپل وجدان سره قضاوت کوي، نه د خلکو په خبرو.
۲۲- په خپل نفس اعتماد لري، نو ځکه د اوږدې مودې لپاره په يوه دنده کې نه پاتې کېږي.
۲۳- په خپل نفس اعتماد لري، نو ځکه درغلي نه کوي، غبن نه کوي او د خپل ژوند لپاره معيار ټاکي.
۲۴- په خپل نفس اعتماد لري، نو ځکه د مادياتو په اړه ډېر فکر او تشويش نه کوي.
۲۵- په خپل نفس اعتماد لري، نو ځکه د مالي اړخ څخه دومره اندېښنه نه کوي.
۲۶- په خپل نفس اعتماد لري، نو ځکه دې ته اړ نه دی چې د خپل د ژوند کړۍ راتنګه کړي او خپل ملګري له لاسه ورکړي.
۲۷- په خپل نفس اعتماد لري، نو ځکه په مينې سره ژوند کوي او نورو ته هم مينه ډالۍ کوي.
۲۸- دروغ نه وايي، ځکه د رښتيا ويلو ګټه يې ليدلې وي.
۲۹- د با شخصيته کس ټول ژوند، خوله تويونه او ستونزې ګالل دي.
۳۰- د با شخصيته انسان ژوند د بې نيازۍ او نه غوښتنې يوه بېلګه ده.