ژباړه: بشر دروېش
یو خو الهي فیصلې دي، چې روغ انسان په هر ډول شرایطو کې ناروغولی او ناروغ انسان په هر ډول شرایطو کې روغولای شي.
د دې ترڅنګ د طب له نظره ځينې داسې لارې چارې هم شته، چې تر ډېره حده یا په بشپړه توګه پر ناروغیو د انسانانو د مخنیوي په توګه وړاندیز شوي دي.
دلته به درسره پر همدې ټکیو معلومات شریک کړو.
د ویټامین سي زیات استعمال
هغه خواړه، چې ویټامین سي لري او انسان یې په لوړه کچه وکاروي، کولای شي پر ناروغیو زموږ د مخنیوي لپاره موثر تمام شي.
که غواړئ لږ ناروغان شئ، یا هیڅ ناروغان نه شئ، په دې برخه کې د انساني مسولیت د ادا کولو په برخه کې ویټامین سي زیات استعمال کړئ.
کافي خوب
کافي خوب لرل هم په همېشني ډول د ناروغیو د مخنیوي لپاره مهم او اړین ګڼل شوی.
روغتیا پوهان ټینګار کوي، چې د انسان خوب باید په شپه او ورځ کې له اتو څخه تر لسو ساعتونو باید وي.
تاسې هم باید خپل کافي خوب ته پوره متوجه اوسئ او له کم خوبۍ ځان وژغورئ.
ذهني او رواني باورونه
داسې خلک به مو زیات لیدلي وي، چې له ناروغیوډېره وېره ښيي او هم پرې زیات اخته کیږي.
ذهني او رواني باورونه د نورو وړاندوینو ترڅنګ پر ناروغیو د اخته کیدو په برخه کې هم مهمه ونډه لري.
که غواړئ لږ ناروغ شئ، یا هیڅ ناروغ نه شئ، غوره ده چې د ناروغیدو په اړه فکر و اندیښنه ونه کړئ.
ارواپوهان باور لري، چې که هرڅومره د یوې مسئلې په اړه فکر و اندیښنه وکړئ، همغومره ورباندې اخته کیږئ.
تاسې که غواړئ ناروغان نه شئ، هڅه وکړئ چې د ناروغیدو په اړه سوچ ونه کړئ.
د خپګان کنټرول
خپګان او اندیښنه په عام ډول د ناروغیدو یو سبب کیږي. دلیل یې دا دی چې خپګان ستاسې د وجود دفاعي سیستم کمزوری کوي او دا خپله د ناروغیدو سبب ګرځي.
د دې لپاره چې وجود مو خپل دفاعي سیستم ونه بایلي، یا یې دا سیستم کمزوری نه شي، غوره ده چې خپګان ونه کړئ او یا یې ترممکنه حده سطحه راکمه کړئ.
نظافت ته پاملرنه
کله چې له باندې څخه کور ته ورګرځئ، ښه ده چې لاسونه په اوبو او صابون پرېمنیځئ. په دې حتماً پوهیږئ چې د باندې به میکروبونه تاسې ته رسیدلي وي او د ناروغولو کوشش به مو کوي.
نظافت ته پاملرنه د دې ترڅنګ چې ستاسې شخصیت ښکلی کوي او سلیقه مو ښه ښيي، د ناروغیو په مخنیوي کې هم مرسته درسره کوي.
ورزش کول
ورزش کول د وجود د دفاعي سیستم د پياوړتیا او له ناروغیو څخه په ساتلو کې مهم رول لري.
هڅه وکړئ، چې په منظم ډول ورزش ولرئ او په دې ډول د خپل وجود مختلف سیستمونه فعال او خوندي وساتئ.
ورزش که هرڅومره بوخت یاست، مه هېروئ. لږ ترلږه په اونۍ کې درې ځله حتماً ورزش وکړئ.
له لیرې تګه ځان ساتل
کوشش وکړئ، چې کار ځای او د سفر ځایونو مو ډېر لیرې نه وي. په داسې ځای کې درته دنده وګورئ، چې کورته مو نیږدې وي او د ډېر مزل یا راشه درشې اړتیا پیدا نه شي.
د دې دلیل دا دی، چې اوږدې لارې له زیاتو میکروبونو سره تاسې مخ کوي.
کافي استراحت
کار سمه ده، چې یوه اړتیا، مسولیت او ګټور شی دی، خو ستاسې روغتیا هرڅه نه زیات مهم دی.
دومره کار مه کوئ، چې بې استراحته او نارامه مو کړي.
غوره ده چې د استراحت لپاره لازم وخت جلا او ګټه ترې واخلئ.