د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې الروانډر لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل د اسټرالیا د کورني کرکټ بیګ باش ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو کې د لوبیدو په موخه اسټرالیا ته رسیدل دی.
د بیګ باش په نوم ۲۰ اوریزه کرکټ لیګ تجارتي سیالۍ د راتلونکې چهار شنبې په ورځ په اسټرالیا کې پیلیږي، چې ورته د کرکټ مشهوره پیاوړي لوبغاړي هم رسیدلي دي.
په دغه سیالیو کې د دویم ځل لپاره افغان لوبغاړي ګډون کوي، چې مجیب الرحمن لا د وړاندې، خو ورپسې محمد نبي عیسی خیل هم تللی دی.
د دریم افغان لوبغاړي راشد خان په یو ویډیوي پیغام کې ویلي دي، چې ډیر ژر به له خپلې لوبډلې سره یو ځای شي.
آډلایډ سټرایکرز، بریسبان هیټ، هوبرټ هریکنز، ملبرن رینګیډز، ملبرن سټارز، پیرت سکارتچرز، سډني سیکسرز او سډني تندرز ګډون کوونکې لوبډلې دي، چې پکې د دویم ځل لپاره محمد نبي عیسی خیل د مبلرن رینیګیډز، راشد خان د آډلایډ سټرایکرز او مجیب الرحمن د لمړي ځل لپاره د بریسبان هیټ لوبډلې سره یو ځای شوی دی.
د ۸ م پړاو لوبې د روانې ډیسمبر میاشتې په ۱۹ مه نېټه د تیر ۷ م پړاو اتلې آډلایډ سټرایکرز او بریسبان هیټ لوبډلې ترمنځ په لمړۍ سیالۍ سره پیل کیږي.
د اسټرالیا د کورني کرکټ غوره لیګ یا بیګ باش ۲۰ اوریزه تجارتي سیالۍ د لمړي ځل لپاره د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ ترسره شوې، چې پکې سډني سیکسرز د لمړي ځل اتلولي خپله کړې وه.
په ټوله کې ۳ ځل پرت سکارچرز، یو ځل بریسبان هیټ، سډني سیکسرز، سډني تندرز او آډلایډ سټرایکرز لوبډلو د اتلولۍ جام ګټلی دی.
دغه سیالۍ به د ۶۱ ورځو دوام وروسته د راتلونکې ۲۰۱۹ م کال فیبرورۍ میاشتې تر ۱۷ مې نیټې پورې دوام وکړي.