بشر دروېش
بدر منیر داسې نوم دی، چې پښتانه به یې نسلونه ـ نسلونه پېژني او د خپل یوه اتل په سترګه به ورته ګوري.
البته پښتانه په عام ډول سېنما او خاصتاً هغو فلمونو ته چې د دوی په نظر کولتوري پولو ته یې پکې پوره درناوی نه وي شوی، په ښه سترګه نه ګوري.
مرحوم بدرمنیر به هم داسې فلمونه لرل، چې ورته نیوکې به پرې وې، خو اوس چې هغه وفات شوی غوره ده څو پر کارنامو او پښتو ته پر خدمتونو یې بحث وشي.
ریکشه چلوونکی هیرو
بدرمنیر د پښتونخوا د سیمې اوسیدونکی او تر فلمي ادا کارۍ مخکې ریکشه چلوونکی و. هغه په ۱۹۶۰ کې د فلم جوړولو د یوه مرکز کارکوونکي په ریکشه کې وړل ـ راوړل، چې د فلم جوړونکو پام ور واوښت.
هغو لومړی له ځان سره په دفتر کې دنده ورکړه . په دغه دفتر کې بل وتلي فلمي ستوري نعمت سرحدي هم دنده لرله.
د وخت په تېریدو سره کله، چې لومړنی پښتو فلم (یوسف خان او شیربانو) جوړیده، بدرمنیر یې د مرکزي هیرو او نعمت سرحدي یې د بدماش په توګه رول ولوبوه.
له دې کبله بدرمنیر د پښتو فلم لومړنی نوم هم ګڼل کیږي.
د بدر منیر فلمي خدمتونه
بدر منیر پښتو سېنما ته څه باندې ۴۰ کاله خدمت وکړ. هغه په دې موده کې څه باندې ۷ سوه فلمونه جوړ کړل، چې تر ۴۰۰ زیات یې په پښتو ژبه وو.
له بدر منیر سره په فلمونو کې تر ټولو زیاته ملتیا یاسمین خان کوله.
پرهغې سربېره ثریا، شهناز، مسرت شاهین، بابره شاهین او یو شمېر ښځینه لوبغاړې د بدر منیر فلمي جوړې وې.
د دوی ترڅنګ بدر منیر له آصف خان او نعمت سرحدي سره هم په ګڼو فلمونو کې ګډ کار کړی. البته د زیاتو دغو فلمونو مرکزي رول بدر منیر لوبولی.
مشهور فلمونه
خان، دهقان، اوربل، آدم خان او شیرینۍ ، علاقه غیر، عجب خان افریدی ، ناوې د یوې شپې، د ځنګل بادشاه ، سلطان، د خیبر زلمي او ګڼ نور د بدرمنیر مشهور فلمونه دي.
بدر منیر سره له دې چې اوس په دې نړۍ کې نشته، خو لا یې هم فلمونه مینه وال لري.
د ده د ځلیدو او فلمي راج ټولو نه بهترینه دوره له ۱۹۷۰ څخه تر ۱۹۹۰ پورې کلونه وو.
بدر منیر خپل وروستی فلم په ۲۰۰۵ کې د (زما پاګل جانانه) په نوم جوړ کړ.
زوکړه او مړینه
بدرمنیر د سوات اوسیدونکی و. د هغه د زوکړې کره وخت نه دی معلوم، خو په ۲۰۰۸ کې د مړینې پر وخت شاوخوا ۷۰ کلن و.
د بدر منیرکورنۍ مذهبي وه او له دې کبله یې په لومړیو وختونو کې د ده د فلم جوړونې د چارو ممانعت کاوه.
بدرمنیر د ژوند په وروستیو کې ناروغیو سخت وکړاوه.
نه تکراریدونکی هیرو
د بدرمنیر نیږدې ملګری او مشهور فلمي ادا کار آصف خان وایي، چې بدر منیر په پېړيو ـ پېړیو یو نه تکراریدونکی فلمي اتل و.
د هغه په وینا بدر منیر خورا دروېش صفته، ساده او ډېر پياوړی ادا کار و.
د آصف خان په وینا بدر منیر په طبیعي ډول فلم جوړونې ته پيدا شوی و.