ژباړه: بشر دروېش
ژوند نه شکایت یو عام دود ګرځیدلی، خو دې ته څوک فکر نه کوي چې که جدي اراده ولري کولای شي خپل ژوند په اسانۍ سره بدل کړي.
دلته به د دې کار ځينې لارې چارې ولولئ.
خپله لېوالتیا کشف کړئ
د ډېرو خلکو ستونزه دا ده، چې د خپلې خوښې یا لېوالتیا په کشفولو یې فکر نه دی کړی.
دوی داسې محیط، د ژوند بڼه او بوختیاوې لري، چې زړه یې نه ورسره لګییږي.
له همدې کبله دوی چې سهار له خوبه پاڅیږي، ژوند ته یې چندان خاصه هیله نه وي. یا ستړي ستومانه وي نه پوهیږي څه وکړي او په کوم ډول ځان خوشاله وساتي.
لومړی ګام واخلئ!
لومړی ګام دا دی، چې د خوښې وړ فعالیت یا ذوق مو باید کشف کړی وي او د پوره کولو لپاره یې لاس په کار شئ.
مثلاً: تاسې به پوه شوي یاست، چې کومه لوبه، هنر، زده کړې یا بل څه مو خوښیږي.
د هماغې برخې لپاره لاس په کارشئ، ورشئ د زده کړې یا ترسره کولو لپاره یې اقدام وکړئ.
پروګرامونه مو ولیکئ
د وخت د کمښت او سرګردانیو له کبله نننی انسان هرڅه په حافظه کې نه شي ساتلی. غوره ده چې ټول پروګرامونه مو ولیکئ او له مخې یې ګام په ګام مخته لاړشئ.
لیکل هم تاسې با مسولیته کوي او هم روحیه درکوي، چې مهم څوک یاست او دومره زیات کارونه مو مخکې دي.
له یوه نوي کس سره وغږیږئ
که هر نوي کار ته مو مخه کړه، حتمي ده چې نوی ملګری یا د کاري یا زده کړې محیط دوست پيدا کوئ.
خبرې ورسره وکړئ، د هغوی په ارادو او غوښتنو پوه شئ، خپلې ورته ووایئ، مشوره ورسره وکړئ څو روحیه واخلئ او لا خپل هدف ته وهڅیږئ.
پریکړه وکړئ
پریکړه ستونزمن کار وي، خاصتاً په مهمو برخو کې. نن که غواړئ چې بدل شئ باید هغه مهمې پریکړې وکړئ، چې درته سختې ښکاري.
که ټولې نه شئ یوه پریکړه خو داسې وکړئ، چې قاطعانه وي او ستاسې په ژوند کې د مثبت بدلون سبب کیږي.
ظاهري بدلونونه راولئ
ظاهري بدلونونه د باطني بدلونونو زمینه سازي کولای شي. مثلا: کیدای شي د خوراک څښاک، پوښاک، اتاق، کاري محیط یا نورو ځينو شیانو سره مو ستړي شوي اوسئ.
حتمي نه ده، چې هرڅه یو دم بدل کړئ، خو د خپل وس په اندازه ظاهري بدلونونه درته رامنځته کړئ.
ذهنیت مو بدل کړئ
د ځان، خپلو ستونزمنو موخو د پوره کیدو او ورته نورو مسئلو په اړه خپل منفي ذهنیت په مثبت بدل او داسې یې عیار کړئ، چې د موخو د پوره کیدو پیلامه مو شي، نه چې خنډ او مزاحمت وي.
بد عادتونه مو پریږدئ
هرڅوک تر هرچا ځان ډېرښه پېژني، له هغې ډلې خپل بد عادتونه.
که غواړئ په یوه ورځ کې بدل شئ، په همدې ورځ له خپلو بدو عادتونو سره د مخه ښې جدي اراده وکړئ.
دا کار هم ممکن درته ستونزمن ښکاره شي،خو ډاډه اوسئ، چې نا ممکن نه دی .