ژباړه: مریم محمدي
دا د انسان غوښتنه ده چې په هرځای کې یې تعریف یا ښه والی یې بیان شي، خو د نورو ښېګنو سربیره دا غوره ګڼي چې د ښکلا یادونه یې په هرځای کې وشي، نو که تاسو هم غواړئ چې د ښایست یادونه مو د هر چا په خوله وي نو په ورځني ژوند کې دا ټکي په پام کې ولرئ:
۱- د مخ پوستکی مو پاک وساتئ
دا په یاد ولرئ هر هغه څه چې پاک او منظمه وي نو طبعی خبره ده چې ښکلا یې به لا ډېره وي، د تازه او ښکلي مخ درلودلو لپاره د پوستکي پاکوالي ته پوره پاملرنه وکړئ، همدارنګه د غوړ پوست لپاره په کار ده چې په تړمو اوبو يې په يوه مناسب پاکوونکي پرېمنځئ.
هغه پاکوونکی چې استفاده ترې کوئ، په ډېر وخت سره يې وکاروئ، يانې مالش يا مساژ ته اړتيا لري، دغه توکی تر يو وخت پورې پر پوست پرېږدئ چې سينګار توکي، غوړ او خيري له پوسته جلا کړي او اسانه پاک شي.
۲- بادام وخورئ
په بادام کې د A ويټامين ترڅنګ د انټي اکسډان شتون د پوست د ګونځو، چرک او زړښت مخنیوی کوي او د پوستکی له خرابوالي ساتي.
۳- ګازرې وخورئ
جلدي دا کتران وايي چې ګازرې له تاسې سره مرسته کوي چې وځلېږئ، پوست مو ښکلی او تازه شي.
دوی وايي د ګازرو یا د زردکو د اوبو په څښلو سره انسان بدن داسي ويټامينونه تر لاسه کوي چې د هغه د پوستکي لپاره ګټور دي او هم داسې ګټور مواد لري چې کولاى شي د پوستکي اړوند ناروغۍ لکه (eczema) چې د ويټامين A د کموالي له امله رامنځ ته کېږي او په دې ناروغۍ کې پوستکي کې سور کیږي، انسان دې ته مجبوره کوي هغه ځاى وموږي، همدا رنګه د پوستکي التهاب او دانې هم د ګازرو د خوراک په وسیله له منځه وړلی شئ.
۴ – له سره مرچ نه ګټه واخلئ
د ښکلا لپاره په خوراک کې مو سره مرچ زيات کړئ، دا د پوستکي په مقاومت کې رول لري او پوستکي خوندي ساتي.
همدارنګه، له سي ويټامينونو استفاده وکړي چې د وجود او پوستکي مقاومت مو لوړ شي. سيويټامين په سره مرچ ، ځمکنيو توتو، کيوي، لیمو مالتو کې په پریمانه اندازه پیدا کیږي.
۵ – غوښه وخورئ
په یاد ولرئ چې غوښه د ګټو ترڅنګ زیان هم لري، خو د مخ د ښکلا یا هم د روغتیا لپاره په اونۍ کې حتمي یو ځل غوښه وخورئ.
تاسو کولای شئ چې له کبانو استفاده وکړئ، په کبانو کې امګا درې غوړي موجود دي چې د زړه د ناروغيو په مخنيوي کې غوره رول لري، خو د دې تر څنګ د پوست په ښکلا او تازه پاتې کېدو کې هم رغنده رول لوبولای شي.
همدا رنګه سره غوښه له معدني موادو لري، چې له دې سره پوست بيا رغېږي او په دې برخه کې غوره رول لري. کېدای شي د سرې غوښې له استفادې سره مو د مخ وېښتان هم کم شي.
۶- شين چای وڅښئ
شين چای ځينې ځانګړي مواد لکه اکسيډان لري او کولای شي، ستاسې له جلدي ښکلا سره مرسته وکړي. د شين چای استفاده مو د پوست له ګونځوالي، چرک او نورو ستونزو ساتي. څېړنې ښيي چې د شين چای استفاده د پوستکي د سرطان خطر هم کموي.
۷- پوره خوب کوئ
پوستکی د شپې له لوري خپل ځان نوی کوي او ترميموي. تر خوب وروسته ستاسې پوست بدلون مومي. د همدې لپاره د شپې له لوري له اوو تر اتو ساعتونو پورې خوب وکړئ چې پوست مو خپلې ترميموونکې چارې سمې سرته ورسوي.
۸- د لمرضد کريم استفاده کړئ
د پوستکي د زړښت د مخنيوي، يو غوره درمل د لمرضد کريمو استفاده ده، خو مېرمنې بايد دا کار په ورځ کې څو ځله وکړي.
هغه مېرمنې چې لمر ته ګرځي بايد د لمر ضدکريم هيڅ له ياده و نه باسي، د دوی لپاره يوازې هر سهار کفايت نه کوي، بلکې بايد بيا بيا يې وکاروي.
دغه راز که مو پوستکی وچ وي، تر حمام کولو وروسته غوره ده چې له يوه مرطوبوونکي کريم څخه کار واخلئ. کولای شئ مرطوبونکي کريم په ټول بدن ووهئ او ځان ډاډه کړئ چې په پوره اندازه جذب شي.
۹- له روحي فشار ځان لرې وساتئ
سټرس يو نه مالومېدونکې ناروغي ده چې ډېری وخت يې عامل هم مالوم نه وي. سټرس ستاسې په بدن کې پر ټولو برخو اغېز پرېباسي او هورمونونه يې لکه ادرنالين، کورټيزول کولای شي، په بدن ژور او بد تاثيرات ولري.
د دې لپاره چې له دې ستونزې په امان شئ، ځينې ذهني تمرينونه وکړئ، مطالعه وکړئ، ځان له اندېښنې په امان کړئ، له دې سره به مو نه يوازې پوست ښکلی شي، بلکې د بدن مختلف سيسټمونه به مو ور سره سالم او روغ پاتې شي.