ژباړه او زیاتونه: نوراحمد فضلي
بریا ته د رسېدو له پاره باید د ځان په اړه مثبت فکر او لیدل ولرئ. ځان ته د کتلو/ګڼلو طریقه کولای سي چي ستاسي د بریالیتوب یا ماتي لامل وي. ځکه نو ډېره مهمه ده چي د ځان په اړه ډېر ارزښت ته قایل اوسېږئ او له ځان سره په درنښت چلند وکړئ. په نننۍ لیکنه کي زموږ سره پاته سئ چي له هغو ۱۵ منفي عبارتونو مو خبر کړو، چي هیڅکله ئې باید ځان ته تلقی نه کړئ. همدارنګه ستاسي له پاره سپارښتني هم لرو چي مرسته کوي د ځان په اړه مناسب او مثبت فکر ولرئ.
۱.اوس ډېر ناوخته سوی دی ولي ځان په تکلیف کړم؟
د ژوند د تغیرولو له پاره هیڅکله ناوخته نه دئ. حتا هغوی چي ډېره خصاره ئې لیدلې ده، کولای سي چي له ځایه ولاړ سي او د ژوند کنټرول په لاس کي واخلي. خپل عمر ته د یوه ملکیت په حیث وګورئ. هرڅومره چي ستاسي عمر زیات وي، تجربه به مو زیاته وي او هرڅومره چي ستاسي تجربه زیاته وي، ډېره پوهه به ولرئ.
۲. آه، کاش دومره کمبخته نه وای
هرڅومره چي له زیاتو فرصتونو ګټه اخلئ، ښه طالع او چانس به لرئ. که غواړئ چي یو څه لاس ته راوړئ، ولاړ سئ او هغه ترلاسه کړئ. بریالیتوب د حرکت په نتیجه کي منځ ته راځي په چانس سره نه. هغه چي وايي: ته حرکت کړه، زه به برکت کړم. کټ مټ همدا هدف رسوي. او یا الله ج فرمايي: هغه قوم چي خپل حال بدلول نه غواړي ( اراده ئې نلري) زه به هیڅکله د هغو حال بدل نه کړم. نو حرکت وکړه او بریا ته ورسېږه.
۳. هغوی به زما په اړه څه فکر کوي؟
که په دې دام کښي راګېرېږئ چي نور به ستاسي په اړه څه فکر کوي، پرته سټریس او فشاره بله هیڅ ګټه نه در رسوي. هیڅکله خپل واقعي شخصیت د نورو تر تاثیر لاندي راوستلو په هڅه کي مه نابودوئ. ستاسي واقعي دوستان د هغه څه په خاطر چي تاسي یاست تحسینوي؛ نه په دې خاطر چي د څه شي په اړه فکر کوي باید اوسئ. لنډیز دا، چي تل څرګند اوسئ او هیڅکله پر خپلي اصلي څېرې باندي ماسک مه غوړوئ؛ پرېږدئ چي نور مو لکه څنګه چي یاست هماغسي ومني.
۴. زه ډېر احمق یم
هیڅوک هم پر هرڅه نه پوهېږي، تاسي هم داسي مه کوئ چي جامع الکمالات اوسېږئ او پر ټولو موضوعاتو او پوښتنو وپوهېږئ. موږ هر یو ځانو ته خپلي خاصي ځانګړتیاوي لرو. که ځیني وړتیاوي او مهارتونه نلرو، نو دا په دې معنا نه دي چي موږ دي احمق یوو. ددې پر ځای چي خپل ژوند پر خپلو کمزور ټکو بناء کړئ، د خپلو مهارتونو پر پراخولو او هغوی ته پر وده ورکولو تمرکز وکړئ او بیا ترڅو چي شونې وي له هغوی ګټه واخلئ. هغه کار چي ډېر پکښي وړ او ماهر یاست، هغه ډېر ترسره کړئ، په دې سره به مو پر نفس باور زیات سي.
۵. هیڅکله به زما سره څوک مینه ونکړي
تاسي څنګه پوهېدلای سي او یا کولای سي له داسي یو څه خبر واوسئ؟ هیڅکله نه سئ کولای. که په کور کي کښېنئ او دې ته فکر وکړئ چي ولي نور باید ستا عاشقان سي؟ بس یو بد وضعیت به په بدتر هغه واړوئ. بلکي، تاسي باید دباندي ووزئ او له بېلابېلو کسانو سره اړیکي وساتئ، که کرار په کور کي کښېنئ هیڅکله نه سئ کولای چي د خپلي خوښي وړ د ژوند ملګری/ملګري ومومئ. که غواړئ چي له کوم چا سره آشنا سئ، د هغه له پاره تلاش وکړئ.
۶. زه دا کار نه سم کولای
هیڅکله د لوبي تر پیلېدو دمخه خپله ماتې مه منئ. په ژوند کي خپلي درې ستري بریاوي در په یاد کړئ، شاید ستاسي طرز تفکر واړوي. دا بریاوي او لاسته راوړني کېدلای سي چي له پوهنتونه فارغ کېدل، په کار کي ترفېع اخیستل، د وبلاګ یا بل کوم لیکل وي.
آیا هغه درې څیزونه چي تاسي غوښتل، پیدا مو کړل؟ اوس له ځانه وپوښتئ: ما ددې خاصو مواردو د لاسته راوړلو له پاره له کومو مهارتونو استفاده وکړه؟ – اوس ددې هر یوه مورد له پاره یو ځواب ولیکئ. آیا یوڅه تغیر مشاهد کوئ؟ که هو، نو د بریا لار پر تاسي راخلاصه ده.
۷. فکر نه کوم چي – هغه دي زما سره مینه ولري، ولي چي هغه هیڅ کوم پیغام یا ایمېل نه را استوي نه هم کوم زنګ را وهي.
دا ډول لنډمهالي پایلي را ایستل ښيي چي نړۍ ته د خودمحورۍ له زاویې ګورئ. آیا نه پېښېږي چي ستاسي دوست/ د ژوند ملګری/ملګرې په کوم بل کار، صنف او… کي اخته اوسېږي؟ خلګ ډېر کارونه لري چي باید رسېده ګي ورته وکړي، بناً فکر مه کوئ چي ستاسي سره به کوم مشکل لري.
۸. ژوند منصفانه نه دی، ای کاش حالت څه بهتر وای
سمه ده چي ژوند منصفانه یا عادلانه نه دئ ( زه نه غواړم چي داسي ووایم، خو ژوند هیڅکله عادلانه نه دئ). همېشه ستاسي په ژوند کي کښته پورته او لوړي ژوري راځي. دا کارونه/څیزونه ستاسي له ارادې بهر دي؛ نو هغوی ومنئ. خو دا چي د هغوی پر ښو او که پر بدو اړخونو تمرکز کوئ، دا کاملاً په تاسي پوري اړه لري. تاسي کولای سئ چي د هغو بدو څیزونو په خاطر چي ستاسي له ارادې بهر دي، زیات سټریس او فشار لاندي راسئ خو باید پوه سئ چي دا کار ددې سبب نه کېږي چي ستاسي حالت دي بهتر کړي، خو ددې برعکس هغه کاملاً رښتیا دي. مثبتو پېښو ته پاملرنه وکړئ، ولي چي مهمه دا نه ده چي اوس په کوم وضعیت کي یاست، په راتلونکي کي به په وارو وارو تر دې ښه حالت ولرئ.
۹. زه له خپل وجوده (بدن څخه) کرکه لرم
هیله کوم چي داسي څه پر خپله خوله مه راوړئ. فرق نه کوي چي چاغ، ډنګر، جګ یا لنډ اوسېږئ. ستاسي وجود داسي ارزښتمند لوښی دئ چي تاسي په دې نړۍ کي چي هرځای وغواړئ هغه ته رسوي. له خپل وجوده ساتنه وکړئ هغه به هم ستاسي څخه ساتنه وکړي. که په دې باور کي راګېرېږئ، چي ستاسي وجود بې عیبه نه دئ، پرته له دې چي ستاسي وخت او انرژي سلب کړل سي بله کومه ګټه نه لري. په خپل وجود کي په فزیکي ځانګړنو مه پسې کېږئ چي تاسې نه خوښوی، بلکي پر خپلو هغو فزیکي ځانګړنو تمرکز وکړئ چي فکر کوئ ښایسته، جذاب او خوشحالوونکي دي. که غواړئ چي د خپل بدن په اړه د بهترۍ احساس ولرئ، د خپل جذاب اوسېدو ۱۰ دلیلونه مو مشخص کړئ.
۱۰. زه ډېر خجل یم؛ ای کاش چي ځمکه چاودلې او زه په ننوتلی وای
زه په پوره ډاډ درته وایم، ټول هغه کسان چي دا مقاله لولي، لږترلږه یو ځل ئې پر خپلو جامو غذا توی کړې ده، د غذا لوښي ئې مات کړي دي، پر لاره د تګ پر مهال ئې نوک خوړلی دئ او یا په ټینګه د یوه دېوال سره جنګېدلی دئ؛ نو تاسي یوازيني کس نه یاست چي داسي درسره سوي دي. که د یوې ډلي پر وړاندي درڅخه کومه سهوه او غلطي وسوه او مخ مو سور سو، ژوره ساه واخلئ او ځان ته ووایاست: لویه تېروتنه مي نه ده کړې. ددې له پاره چي حالات تغیر کړئ، له خپلو تجربو یوه خندوونکې لحظه ئې بیان کړئ څو وښیاست چي داسي څیزونه ستاسي له پاره هومره اهمیت نلري.
۱۱. زه ولي د هغه په سطحه نه یم
د سطحې په نوم هیڅ شی شتون نلري چي په هغه کي اوسئ یا ونه اوسئ. بناً که ستاسي په نظر کوم څوک درته جذاب مالومېږي، د ځان سره داسي فکر مه کوئ او له هغه سره خبري مه کوئ.
۱۲. فکر نه کوم چي – زما پر ځای دي غوره کړل سي
رخه یا حسادت یو مخرب احساس دئ چي تاسي ته ډېر زیان رسوي او هیڅ کومه ګټه نه لري. که ستاسي له همکارانو مو یوه ارتقا وکړه، د هغه ښه ملاتړی و اوسئ. هغه هم ستاسي په اندازه د همدې پرمختګ وړ اوسېدلی دئ ( حتا که داسي وي هم نه، هیڅ دلیل شتون نه لري چي د هغه سره حسادت او رخه وکړئ؛ دا ستاسي د همکار ګناه نه ده چي ستاسي پر ځای انتخاب سوی دئ). د داسي پېښي سره د مخامخ کېدو پر مهال، ښه خبره دا ده چي خپل منفي احساسات مو په مثبت هغو تبدیل کړئ. آیا فکر کوئ چي ارتقا ستاسي حق دئ؟ په اړه ئې مه ږغېږئ، ثابته ئې کړئ.
۱۳. دا کار له حد زیات ستونزمن دی
پوهېږئ چي کوم کارونه په رښتیا ستونزمن او سخت دي؟
• دا چي ۱۷۷ کیلومتره (۵۷ ساعتونه) په اوقیانوس سمندر کي لامبو ووهئ.
• دوې میاشتي په یوه یخ نیولي موټر کي په منفی ۳۰ سانتی ګراد درجو کي ژوندي پاته سئ.
هو، نور نه سئ ویلای چي کوم څه: له حد زیات ستونزمن دي. که پر کوم څیز باور ولرئ، کولای سئ هغه په لاس راوړئ.
۱۴. زه پر نورو باندي باور نه سم کولای، ولي چي له حد زیات خوږ کړل سوی یم
د باور کولو په اړه حیرانوونکی ټکی دا دئ، چي هرڅومره پر نورو کم باور کوئ، هغوی هم پر تاسي باندي د باور کولو کمه علاقه لري. آیا ټول کسان د باور کولو وړ دي؟ هیڅکله نه، خو دا د پر ټولو باور نه کولو له پاره دلیل نه دئ. دا چي په تېر کي یوه یا دوو کسانو ستاسي سره خیانت کړی دئ، معنا ئې دا نه ده چي پر هیڅ کس باور ونلرئ، بلخوا معنا ئې دا ده چي تاسي لا تر اوسه خپل مناسب کس نه دئ پیداکړی.
۱۵. زه به هم تسلیم سم
ژوند د یوې ویډیويي لوبي په شان دئ؛ مهمه نه ده چي څو ځلي مو ماتې خوړلې ده، تاسي کولای سئ چي د (ادامې) بټن تر هر وخته چي اړتیا لرئ کښېکاږئ. تر هغو چي مو لوبه نه وي پرېښې، ماتې مو نه ده خوړلې؛ هیڅکله لوبه مه پرېږدئ.