د څو تازه میوو ډیرې ګټې

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

ژباړه را ټولونه: مریم محمدي
هر موسم خپله تازه میوه لري، خو هر یوه بېلابېلې ګټې هم لري، که غواړئ چې روغتیا مو ښه وي، نو د تازه میوو خوړل مه هیروئ، نن درته د همدې تازه میوو د ګټو په اړه معلومات درکوو راسره اوسئ:
۱- مالټه
د مالټې چېې همدا موسم دی له ګټو یې هم ځان خبر کړئ، دا میوه یوه اندازه دA – B & C ويتامينونه او همدارنګه زيات معدني مواد لري، په تيره بيا د سي ويتامين په زیاته اندازه لري.
مالټه د کلسيمو، فلسفورس، اوسپني او د سي او ای په څير ويتامينونو او کاني موادو پر درلودلو سره د هډوکو د ودې او د غاښونو د ټينګښت او پياوړتيا له پاره خورا ګټوره ميوه ده.
همدارنګه مالټه د پروتينو او قند پر درلودلو سره يوه ګټوره ځواک بښوونکي مېوه ده، چې د بدن د عمومي پياوړتيا له پاره تري کار اخيستل کيږي.
۲- مڼه
مڼه په نړۍ کې د ډېرو کرنیزو او مصرف شوو مېوو له ډلې ده، چې په زیاته اندازه ویټامین سي، اوسپنه ، برون او نور ګټور مواد لري. دا میوه د انسان هډوکي پیاوړی او غښتلی کوي، همدارنګه د سرطان، لوړ فشار، د شکر ناروغۍ او د زړه ناروغۍ دې پراختیا په مخنيوي کې مرسته کوي.
۳- شفتالو
شفتالو لکه نورې مېوې ځینې مهمې ګټې لري، دا میوه د هاضمې سیستم ته ګټه رسوي او قندي او نشایسته یې موادو په درلودو سره د معدې روغتیا تضمینوي.
شفتالو هغه مېوه ده چې ډېر زیات ویتامین لري، لکه B ۱، B ۲ او C او په ځانګړې توګه ویتامین A په زیاته کچه لري.
دا ویټامینونه په ډېره اندازه د شفتالو په پوټکي کې شتون لري، نو ځکه باید شفتالو له پوټکي سره وخوړل شي.
۴- ام
ام د خوند او رنګ تر څنګ د وېټامین A، C، اوسپنه او د پوتاشیمو اصلي منبع ګڼل کېږي. همدارنګه د ام خوړل د بدن دفاعي قوت پیاوړی کوي، هغه ځکه چې په ام کې په لوړه کچه فایبر موجود دي.
ام بدن ته انرژۍ ورکوي دا چې ام په خپل ترکیب کې په زیاته اندازه فرکتوز لري، نو پر دې اساس د هغه غوړینو او کلکو غذایي موادو په هضم کې هم ډېره مرسته کوي، کوم چې د فایبر د نه شتون له امله په معده او هاضمي سیستم کې د ډېرو خطرناکو ناروغیو د رامنځته کېدو لامل ګرځي.
۵- انار
انار په زیاته پیمانه اندازه ویټامین C ، B۱، B۲، او B۶ لري، همدارنګه پوټاشیم او مګنیزیوم هم لري، چې د وینې په پاکوالي کې ډېره ونډه لري.
انار د ځیګر درد لرې کوي، زوکام او ریزش لپاره ښه درمل دي، همدارنګه انار په طبیعي توګه یخ دی، نو د تودوخې له امله د رامنځته شویو ناروغیو په درملنه کې مهم رول لوبوي.
۶- امروت
امروت هغه مېوه چې له ښکلي خوند سره سره د ويټامینونو او معدني موادو بډایه سرچینه هم بلل کېږي.
د امروتو خوړل په اوړي کې د دې لپاره ګټور دي چې هم د بدن د اړتیا وړ مواد پوره کوي او هم د زیاتې تندې مخه نیسي.
دا میوه د ويټامین B۱، B۲ C اوA لرونکي دي، دغه راز د معدني موادو لکه فاسفر، سوډیم، کلسیم، مګنيزیم، ګوګرد، پوتاشیم، مس، اوسپنه، منګنیز او نور تر ټولو ښه زېرمه بلل کېږي.
د امروتو د ونې پوستکی د قبض لپاره ګټور دی، که د امروتو د ونې پوستکی و اېشول شي، د بډوډو، مثانې ډبرې له منځه وړي او ادرار زیاتوي.
۷- انګور
په انګور کې د نورو ډیرو ګټو سربیره ویټامین A ، C ، کلسیم، اوسپنه او پوتاشیم شتون لري کوم چې انساني روغتیا لپاره بې شمیرې ګټې لري.
د انګور له استعمال سره د ساه بندۍ ناروغي له منځه ځي چې له دې سربیره د هډوکو په پیاوړي کولو کې هم خاص ارزښت او اهمیت لري او کولی شي د انسان هډوکي پیاوړي او غښتلي کړي.
همدا راز په انګورو کې شته اوسپنه، مس او مګنیزیم انسان کې د وینې له کمښت څخه ژغوري او په بدن کې د وینې کمښت پوره کولو کې ډیر ګټور دی چې له دې سربیره د هاضمې سیستم په پیاوړي کولو کې هم خاص اثر لري.
څیړنو ثابته کړې چې د انګورو اوبه ورځنی استعمال په انسان کې د سینې سرطان مخه نیسي چې له دې سربیره د سرطان نورو ډیرو ډولونو څخه هم مخنیوی کوي.
۸- توت
قبض ختموي د بدن ګرمي باسي په بدن کی مختلفي مکروبي ناروغي له منځه وړي او معدې ته بي حسابه ګټه رسوي.
همدارنګه توت دالتهاب او ادرار دبندش د له منځه وړلو لپاره ګټور دی. د توت د شکر مریضانو لپاره ضرر نلري کیدای شي دوی وچ توت د چای سره استعمال کړي.
دا میوه دوینی کلسټرول ضد دي د د زړه حملې مخنیوی کوي، د انتی اکسیدانت په درلودلو سره د سرطان ضد دی.
توت هم د ویټامین B په لرلو سره د عصابانیت او خپګان د له منځه وړلو لپاره ګټور دی.
۸- انځر
انځر بدن ته وده ورکوي صفا وینه پیدا کوي او لوږه ختموي، څېړنو ښودلې چې انځر د غذایي فیبر تر ټولو غوره سرچینه ده او دغه راز په زیاته کچه پوتاشیم، مګنیزیم، کلیسم، فاسفورس او د A,B,C ويټامینونه لري.
د انځر خوړل قبضیت چې د ناروغیو مور ګڼل کېږي، له منځه وړي او د عضلاتو د ضعف مخه نیسي. هغه کسان چې د ورځې ۳ دانې انځر خوري، د هغو کسانو په پرتله به یې عضلې قوي او پیاوړې وي چې هېڅ انځر نه خوري.
۹- کیله
کیله هم لوږه ختموي قبض لرې کوي او دایمي زکام ختموي، دغه راز د کیلې خوراک د زړه د حملې او سرطان مخنیوی هم کوي .
روغتیاپالان وایي که څوک د معدې په رنځ اخته وي او معده یې جوش کوي یا یې هم معده زخم ولري نو په ورځنۍ توګه دې یوه دانه کیله خوري ځکه کیلې د انتي اسید ځانګړتیاوو د لرلو له امله د معدې په ساتنه کي اغیزمن رول لري او د هغې د تخریش څخه مخنیوی کوي.
کیله په خپل ځان کې ویټامین c ویټامین b ویټامین A ویټامین B ۶ ویټامین B ۱۲ او د پوتاشیم په درلودلو سره یو له هغو ګټورو میوو څخه شمیرل کیږي چې ګڼې روغتیایي ګټې لري.