د امریکا او لویدیځې نړۍ څو مشهورې څیرې چې د مېرمنو او خاوندانو خیانتونه یې بښلي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ژباړه: بشر دروېش
په اړیکو کې د خیانت بحث تر ډېره د نه بښلو دی، خو په ګډ ژوند کې خیانت بیخي یا نه بښل کیږي، یا په ډېرې سختۍ او استثنایي توګه بښل کیږي.
دلته درته د هغو نړیوالو ستورو په اړه معلومات درکوو، چې په ګډ ژوند کې یې د خپل شریک او شریکې پر خیانت سترګې پټې کړي او دغه خیانتونه یې بښلي دي.
کاردي بي او آفسټ

د دغې جوړې د واده ۴ میاشتې په پوره کیدو وې، چې د خپل خاوند آفسټ د خیانت له اوازې خبره شوه.
هغې د دغو شایعاتو په غبرګون کې پرخپلې ټویټر پاڼې ولیکل: (( دا پېښه ممکن ستاسې په ګډون له هرچا سره وشي. هرڅوک کیدای شي په یو نه یو ډول له داسې پېښې سره مخ شي)).
له دې سره بیا هم دغو دوه ستورو خپل ګډ ژوند ته په عادي ډول دوام ورکړ.
دوی اوس یو زوی هم لري.
بیانسه او جي زي

دا دواړه نامتو امریکايي سندرغاړي دي.
وروسته ترهغې، چې بیانسه د خپل خاوند په خیانت خبره شوه، پرهغه یې د اعتراض په ډول یوه سندره بازار ته وړاندې کړه.
خاوند یې جي زي هم یوه سندره هغې ته وویله، چې په یو ډول بښنه ورنه غوښتل شوې وه.
تردې څه موده وروسته دواړو یوه ګډه سندره وویله او په دې ډول یې وښوده، چې دوی بیرته عادي او خوشاله ګډ ژوند ته ورګرځیدلي دي.
هیلري او بیل کلینټن

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هیلري سره له دې چې پخواني ولسمشر او د ژوند ملګري یې بیل کلینټن څو ځله ورسره خیانت وکړ، خو بیا یې هم هغه وبښه او تراوسه ګډ ژوند ورسره کوي.
د هیلري پلویانو او دوستانو له هغې څخه بیا- بیا وغوښتل څو له بیل څخه جلا شي، خو هغې هرځل دا غوښتنه ردوله.
فرگي او جاش دوهامل

فرګي مشهوره امریکايي سندرغاړې او جاش مشهور اکټر دی.
دې دوه ستورو د ګډ ژوند ۹ میاشتې تېرې کړې وې، چې پر فرګي د خیانت تور پورې شو.
دوی له دې سره بیا هم پر دغه خیانت سترګې پټې او حتا اعتراف وکړ، چې دې پېښې یې لا اړیکه پیاوړې کړې ده.
البته وروسته دغه جوړه سره بېله شوه. دا چې دلیل یې بیا هم خیانت که بل څه و، معلومه نه ده.
کلویي کارداشیان او لمار اودم

کلویي کارداشیان او لمار اودم له اشنایۍ یوه میاشت وروسته واده وکړ.
دا خبر په داسې وخت خپور شو، چې له ډېرو نجونو سره د لمار د اړیکو اوازې په خوله وې.
کلویي هڅه وکړه، چې دا ستونزه په پیل کې حل کړي، خو په دې کار بریالۍ نه شوه.
دوی بالآخره په ۲۰۱۳ کې له یو بله جلا شول.
کریستین استوارت او رابرت پتینسون

تاسې ممکن فکر وکړئ، چې یوازې نارینه په ګډ ژوند کې خیانت کوي، خو داسې نه ده.
د ښځینه خیانت ګرو د بېلګې په توګه به کریستین درپه یاده کړو. دغې نړیوالې څېرې له خپل خاوند رابرت سره په اړیکه کې خیانت وکړ.
هغې له خیانت وروسته له رابرت څخه بښنه وغوښته، چې هغه هم وبښله.
دوی له دې وروسته یو کال ګډ ژوند وکړ، خو بالآخره سره جلا شول.
کورتني کارداشیان او اسکات دیسیک

کورتني کارداشیان هم له هغو نړیوالو څېرو ده، چې خاوند یې خیانت ورسره کړی.
هغه یو ځل متوجه کیږي، چې خاوند یې یوه شمېره پخپل ټلیفون کې د (مېرمنه) په نوم ثبت کړې ده.
کورتني هڅه وکړه، چې د دوو ماشومانو لپاره یې له خاوند سره دا هرڅه وزغمي، خو د زغم جام یې په ۲۰۱۵ کې هغه مهال نسکور او له خاوند څخه یې جلا شوه، کله چې یې د خاوند ځینې لړزونکي عکسونه له نورو ښځو سره ولیدل.
ډیویډ او ویکتوریا بکهام

د راپورونو له مخې ډیویډ په ۲۰۰۴ کې له خپلې مېرمنې ویکټوریا سره خیانت وکړ.
وېل کیږي، چې ډیویډ د خپل ماشوم له روغتیا پالې سره هم اړیکې لرلې.
له دې ټولو تورونو سره دا ښځه او خاوند تراوسه په ګډه د خوشالۍ ژوند کوي.
کریس بروان او کاروچ تران

کاروچ ته له کریس سره د اړیکو پر وخت معلومه شوه، چې هغه له خپلې پخوانۍ نامزادې ریحانا، سره اوس هم اړیکې لري.
هغې ته د دواړو ګډ نوي عکسونه هم ورسیدل، خو بې تفاوته یې وګڼله.
دا جوړه آخر هم سره جلا او کاروچ بیرته ریحانا ته ور وګرځېد.
سیه ‌نا میلر او جود لا

جود د ماشوم له روغتیاپالې سره یي د اړیکو په وسیله له سیه نامیلر سره خیانت وکړ.
دا اړیکې د بښنې غوښتو له وجې تر یوې مودې پاتې وه، خو په ۲۰۰۹ کې پای ته ورسېده.