په افغاني ټولنه کې د هرې ورځې په تیریدو په ټولنیزو رسنیو کې د نجونو ونډه زیاتیږي. دا یو ښه خبر دی. افغانې نجونې چې پخوا یې چا غږ نه اوریده اوس کولی شي، د خپل ځان او ټولنې په اړه په ټولنیزو رسنیو کې خپل لیدلوری تر نورو ورسوي.
خو افغانستان ټولنه لا هم د ښځو د ټولنیز، کلتوري او سیاسي فعالیتونه لپاره هومره خوندي نه ده. نجونې لا هم دلته زیانمنونکې دي او په بیلابیلو بڼو ځورول کیږي. ټولنیزې رسنۍ هم له دې ځورونې پاکې نه دي.
د یوې افغانې نجلۍ په توګه چې ټولنیزې رسنۍ کاروي. نورو نجونو ته څو سپارښتنې لرم، چې په ټولنیزو رسنیو کې د دوی د خوندي او مناسب فعالیت لپاره ضروري دي.
1- ښه داده چې نجونې د ټولنیزو رسنیو د کارولو پر مهال تر هر څه د مخه خپله د خپل شخصیت، کورنۍ او خپلې ټولنې د درنښت پام وساتي. کله هم چې څه په ټولنیزو رسنیو کې پوسټ کوي، نو باید دا یې ذهن کې وي. له بده مرغه وړه تیروتنه په دې ټولنه کې د یوې نجلۍ په ژوند او راتلونکې منفي اغیزې کولی شي او له ستونزو سره یې مخ کولی شي.
2- که نجونې له تندو او انتقادي ليکنو تر يو وخته ډډه وکړي ښه به وي، ځکه چې افغانان لا تر دې دمه د ټولنیزو رسنیو د کارولو له کلتور سره پوره اشنا نه دي نو زياتره وخت ترې خبره سپکو سپورو، بدوردو او ناسمو تبصرو ته وځي، چې دا د نجونو روحیه کمزورې کوي. البته دا په دې معنی نه ده چې خپلې خبرې دې نه شریکوي، بلکې په جنجالي مسلو او لانجمنو خلکو سره په بحثونو کې له ښکیلیدو ډه ډه وکړئ. دا چاره په انلاین ټولنیزه نړۍ کې ستاسو له خوندیتوب سره مرسته کولی شي.
3- د سياسي ليکنو پر ځاى که د ښځو حقوقي ستونزې، برياوې او د دوى د ژوند د تصوير په اړه په هنري ډول يا يې د خاطرو په شکل لیکنې وکړئ ښه به وي. هم به له ډیرو جنجالونو او بحثونو خوندې وئ، هم به مو نورو نجونو ته کار کړی وي.
4- له چا سره په پوسټونو اوکمينټونو کې ځان مه مواجه کوئ، ځکه یو شمیر افغان نارینه ډیر جعلي او مستعار اکاونټونه لري او هر څه ليکي. تاسو خپله خبره ولیکئ او نور ډیرو تودو بحثونو ته مه ورځئ.
5- نجونې دې هڅه وکړي چې په فيسبوک کې سره وپيژني او د پيژندنې وروسته د بيلا بيلو سيمو او مسلکونو نجونې کولى شي خپل منځي فيسبوکي ګروپونه جوړ کړي او خپلو کې په جوړ شوي ګروپ کې نظريات، وړانديزونه او حتى نيوکې سره شريکي کړي. په فيسبوکي ګروپونو کې بيا د ژوند په ټولو اړخونو ازادانه بحثونه کولى شي.
6- يوه سپارښتنه مې رسنيو کارکونکو نجونو ته دا هم ده چې دوى دې ولسي پوهې/فولکور په اړه ډير څه وليکي ځکه په دې برخه کې چې نجونې څومره موثر کار کولى شي هلکان يې نه شي کولى.
7- باید چې نجونې په انلاین رسنیو کې (فسیبوک ، ای مو ، واټس اپ ، ….)کې خپل انځورونه نورو ته ونه لیږي ، شاید چې په څو ثانیو کې د هرچا لاس ته ورسيږي. هیڅکله ټولنیزو رسنیو کې هغه عکسونه هیچا ته مه استوئ چې غواړئ نورو سره شریک نه شي. ان که پر یو چا باور هم لرئ، خو د عکس باور پرې مه کوئ.
8- په ټولنیزو رسنیو کې پر نورو بېځایه باور مه کوﺉ ، هغوي ته د خپل ژوند رازونه مه وایئ او خپل پټ معلومات نورو ته مه ورکوﺉ!. ځینې نجونې د نورو په مرسته ځان ته فیسبوک اکاونټونه جوړوي او یا چې کله ستونزه په کې راشي، د خپل ټول اکاونټ معلومات ( پاسورډ او نور…) یو داسې چاته ورکوي چې ظاهرا باور پرې لري. خو د خپل اکاونټ باور پر هیچا مه کوئ، او هیچا ته یې پاسورډ مه ورکوئ. ستاسو په اکاونټ کې ښايي یو داسې معلومات وي چې تاسو یې چا سره شریکول نه غواړئ. نو ښه ده چې اکاونټ مو بند شي، خو په دې برخه کې له چا داسې مرسته مه غواړئ، چې ورته خپل پاسورډ یا نور معلومات ورکړئ.
9- هڅه وکړئ په خپلو ټولنیزو رسنیو کې له داسې خلکو سره ملګرې شئ چې تاسو یې پیژنئ، د هر چا په ځانګړې توګه د ناڅرګندو او ناپیژانو کسانو د ملګرتیا بلنې مه منئ.
10- د یو ملګرې یا هم یو چا سره د مسجونو وروسته خپل مسجونه ټول ډیلټ کړﺉ او هیڅ وخت یو چاته ناسم مسجونه مه لیږﺉ او مه ناسمو مسجونو ته ځواب ورکوﺉ . یاد لرئ چې ستاسو بې ځایه اعتماد هره کله تاسو له ستونزې سره مخ کولی شي. که یو چا سره مخامخ یوه خبره وکړئ ښايي تیره او هیره شي، خو لیکلي پیغامونه مو ساتل کیږي. نو ښه ده چې د هر پیغام د لیکلو او استولو مخکې دې ټکي ته متوجې اوسئ.
11- منفي افکارو او ناسمو موضوعاتو باندې هيڅ وخت نظر مه ورکوﺉ
12- هغوي چې ستاسې د شخصي ژوند په اړه او همدا شان نامناسب مسجونه درته لیږي تل ورته د ورور په نامه خطاب وکړﺉ که په دې کار اصلاح نه شو نو د ملګرو له لیست يې وباسئ …..
13- یاد لرئ، ټولنیزې رسنۍ، د نجونو لپاره د هغوی د نظریاتو او ټولنیزو فعالیتونو د شریکولو ځای دی. هلکان ډیر کله هڅه کوي، چې دا رسنۍ د نجونو سره د اړیکو د ټینګولو لپاره وکاروئ، خو نجونې باید دا زمینه برابره نه کړي. انلاین رسنۍ د ژوند د شریک د موندلو لپاره مناسب ځای نه دی.