انسټګرام او د نړۍ سیاسي مشران؛ کوم یو پکې ډېر پلویان لري؟

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

انسټګرام ټولنیزه شبکه ورځ تربلې مخ په پراختیا ده. دا شبکه په لومړیو کې یوازې یوه ذوقي شبکه وه، خو اوس لیدل کیږي چې د زیاتو نورو داسې تفریحي شبکو په شان سیاسي کیدونکې ده.
په تازه ګام کې د امریکا د رسنیزو څېړنو یوې ادارې په دغه شبکه کې د نړۍ د محبوبو مشرانو په اړه څېړنه کړې، چې دلته یې پایلې خپروو.
مودي مخکښ دی
د دغې څېړنې له مخې د هندوستان صدراعظم نریندرا مودي په انسټګرام کې د نړۍ په کچه په انسټګرام کې ترټولو محبوب سیاستوال دی.
نوموړی په دغه ټولنیزه شبکه کې ۱۴ میلونه او ۸۰۰ زره څارونکي یا فالور لري.

تر مودي وروسته د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو په انسټګرام کې د نړۍ تر ټولو محبوب سیاستوال ګڼل شوی.
ویل شوي، چې هغه په دغه شبکه کې ۱۲ میلونه او ۲۰۰ زره څارونکي یا پلویان لري.
ټرمپ کوم مقام لري؟
په یاده څېړنه کې راغلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په انسټګرام ټولنیزه شبکه کې د سیاسي مشرانو په کچه درېیم محبوب سیاستوال دی.
ډونالډ ټرمپ په یاده شبکه کې ۱۰ میلونه څارونکي یا مینه وال لري.

له ټرمپ څخه وروسته مقام د نړۍ د کاتولیکانو د مشر پاپ فرانسیس دی.
پاپ په انسټګرام کې ۵ میلونه او ۷۰۰ زره پلویان لري.
له هغه وروسته د اردن ملکه رانیا عبدالله ۴ میلونه پلویان په انسټګرام کې لري.
ترټولو محبوب پوسټ
په انسټګرام کې د شهزاده هري او مګان مارکل د واده عکس تراوسه ترټولو محبوب پوسټ ګڼل شوی.
دغه عکس ۵۷۰ زره لایکونه او شیره اخیستي.

د سیاسي مشرانو پوسټونه
د ټرمپ پيغامونو په تېرو ۱۲ میاشتو کې تر ۲۱۸میلونو پورې لوستونکي، لایک کوونکي او شیرکوونکي لرل.
ویل شوي، چې د ټرمپ د انسټګرامي پوسټونو کتونکي او خوښونکي د نریندرا مودي د پوسټونو د لوستونکو او خوښونکو په پرتله درې برابره زیات دي.
مودي تېرکال په خپل انسټګرام کې ۸۰ عکسونه او ویډیوګانې شیرکړي، چې ۶۹ میلونه کسانو لیدلي او خوښ کړي دي.
اردوغان کوم مقام لري؟
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، چې د نړۍ او په خاصه توګه د اسلامي هېوادونو په کچه له ترټولو محبوبو سیاستوالو څخه ګڼل کیږي، په انسټګرام کې تر یادو شویو کسانو وروسته مطرح او محبوب سیاستوال دی.

نوموړي تراوسه په انسټګرام کې د څه باندې ۴ سوه زره کسانو پام ځانته اړولی دی.