ژباړه: مریم محمدي
د څیړنو له مخې په پرمختللو هېوادونو کې روغتیا ته پاملرنه د خلکو د ژوند یو مهمه اصل ګرځیدلی، خو بیا هم په میلیونهاوو کسان له روغتیایي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د انسانانو په ژوند کې د ځینو ناوړه عادتونو شتون د خرابې روغتیا له لاملونه شمېرل کیږي، د دې خبرې په اوریدو سره به له تاسو سره دا پوښتنه پیدا شوي وي چې دا کوم عادتونه دي چې روغتیا ته تاوان رسوي؟ راځئ د دې پوښتنې ځواب په دې متن کې مطالعه کړئ:
۱- مثبت فکر نه کول
یوشمېر شوې څیړنې ښیي چې مثبت فکر کول کېدی شي د ښې روغتیا لپاره لومړی ګام اوسي. انسان پیدا شوی د همدې لپاره دی چې د الله تعالی په موجوداتو کې فکر وکړي او خپل خالق تعالی په ښه توګه وپيژني.
الله تعالی په ډیرو مواردو کې انسان فکر کولو ته را بللی، او په همدې وجه کله چې انسان فکر کوي دماغ وده کوي، او کله چې دماغ ته خپله ورسپارل شوی کار ونه کړي، طبیعي خبره ده چې د وخت په تیریدو سره به کار پریږدي، چې دا هم روعتیا ته ډېر تاوان رسوي.
۲ – ډېر خوراک کول
نبي کریم (صلی الله علیه وسلم ) خپل امت ته په دې خبره ټینګار کړی چې په خوراک کې اعتدال وکړئ.
طبي څیړنو هم موندلې چې په خوراک کې اعتدال ساتل د ډېرو مرضونو څخه انسان ژغوري، همدارنګه زیات خوارک د وینې شریانونو د سختېدو یا کلکیدو لامل هم کیږي چې مخامخ د مغز پر فعالیت اغېز کوي، نو راځئ د ښې روغتیا لپاره د ډېر خوراک عادت پریږدئ.
۳- سهارنۍ مه پریږدئ
ډاکتران وايي چې د سهارنۍ خوړل مه هېروئ ځکه چې په دې وخت کې مغزو ته ښه او کافي خواړه ورسیږي.
روغتیا پالان وايي څوک چې د سهار ناشته نه کوي، د هغه په بدن کې د شوګر (خوږې) کچه کمیږي، چې له کبله یې د دماغ ځینو برخو ته کافي غذا نه رسیږي، او په دې توګه دغه دماغي برخې د وخت په تېریدو سره له کاره غورځي. د ښې روغتیا لپاره د سهار ناشته کول خپل عادت وګرځوئ.
۳- خواږه خواړه مه خورئ
د خوږو یا قندي خوړو خوړل هم د انسان بدن ته زیان رسوي. ځکه د ډېر قند په ترلاسه کولو سره په بدن کې د پروتین د جذبولو چاره کمزورې کیږي چې په دې کار سره مغز اغېزمنوي.
څیړنو موندلې، د خوږو شیانو خوړل په یو شمیر خلکو کې د چاقیدو تر څنګ، په جګر کې وازږې یا شحمیات پیدا کوي، د زړه د ناروغي سبب کیږي، د وینې غوړ پیدا کوي، د زړه رګونه بندوي، د شکرې ناوغۍ لامل کیږي، د ویني فشار لوړوي، دې ته ورته بې شمیره ناروغۍ دي، چې د خوږو خوړو د ډیر خوراک نه انسان ته پیدا کیږي.
۴- پوره خوب وکړئ
لږ خوب کول د مغز د استراحت په وړاندې یو ستر خنډ بلل کیږي، باید په ۲۴ ساعتونو کې اووه ساعته خوب وشي.
پوره خوب دماغ ته ارامتیا ور بخښي، ډاکټران خبرداری ورکوي، که خوب ته سم او جدي پام ونه کړو، تاوان او بيه به يې بيا زموږ بدنونه پرې کوي. څېړني ښيي چې کم خوب د زړه او شکرې ناروغۍ پیدا کوي او د سرطان سبب هم ګرځي.
۵ – استراحت وکړئ
له ورځنیو بوختیاوو سره سره بیا هم هڅه وکړئ چې د استراحت لپاره ځان ته وخت ورکړئ، همدانګه هېڅکله له خپل توان څخه زیات، له خپل بدن څخه کار مه اخلئ، ځکه کوم کار، چې په ستړیا سره ترسره شي، پایله به ونه لري.
کله چې انسان ناروغه وي، نو ښه خبره دا ده چې استراحت وکړي، د زیاتي مطالعې، درس ویلو او تکلیف ورکوونکو کارونو څخه ځان وژغورئ.
۶- له خلکو سره ښې اړیکي وساتئ
په ټولنه کې له وګړو سره ګډ اوسېدل او د هغوی په اړه ښه فکر او بحث کول، د ورځني ژوند د پرمختګ تر څنګ په روغتیا هم ښه اغیزه لري. که چیرې داسې عادت لرئ چې له ځان پرته مو بل څوک نه خوښیږي یا هم له نورو سره د خبرو کولو نه خوند نه اخلئ، نو د ښې روغتیا لپاره دا عادت زر تر زره پریږدئ.
۷- نشه یي مواد مه کاروئ
وايي سالم عقل په سالم جسم کي وي، که چیرې بدن ناروغه وي، دماغ به حتما ورسره متضرر کیږي.
نشه کول د مرضونو مور ده، هغه کسان چې سکرټ څښي د سرطان، د سږي ناروغۍ، د معدې او زیاتي نوري ناروغیو اخته کیږي. نو د نشه یي موادو کارولو له امله خپله روغتیا له لاسه مه ورکوئ.