دښمن لرل دا ګټې لري

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش
په دې مطلب کې له دښمن لرلو هدف زموږ او ستاسې دودیزې دښمنۍ نه دي، چې تمرکز یې پر یو بل وژلو دی.
د بهرنیانو هدف په ژوند کې له دښمن لرلو تر ډېره د سیال، بدخواهانو او ضد بازانو څخه وي.
له دې یادونې وروسته د هغو دښمنانو د لرلو په ګټو درسره وغږیږو، چی بهرنیان یې دښمن او موږ یې سیالان- شریکان، تربوران او ورته نور ګڼو.
اوس به په ژوند کې د همداسې خلکو د لرلو پر ګټو وغږیږو:
د غوسي کنټرول را زده کوي
که په صداقت سره ووایو زموږ دښمنان یا بدخواهان زموږ د غوسې او عصبانیت په کنټرول کې تر هر چا زیاته مرسته راسره کوي.
د دښمنۍ یا سیالۍ یو مهم اصل دا دی، چې ښکېلې خواوې د یو بل د ځپونکو اقداماتو په اړه په دې خاطر هم حوصلې ته مجبوروي څو ځان پیاوړی او نه ماتیدونکی وښیي.
له دښمنۍ څخه یوه ښه ګټه دا انسان ته رسیږي، چې حوصله مند کوي یې او حوصله مند کیدل ښکاره ده چې د انسان د پیاوړتیا سبب کیږی.
د سالم رقابت زمینه برابریږي
په افغانستان کې له بده مرغه د رقابت فضا دومره سالمه نه ده خو په نوره نړۍ کې سیالۍ او دښمنۍ د انسانانو ترمنځ د رقابت فضا پیاوړې کوي.
په بله وینا: دښمنۍ انسانان رقابت او د رقابت په وسیله د پرمختګ لپاره زیاتو خواریو ته هڅوي.
هیله ده زموږ په وطن کې د نا سالمو رقابتونو لړۍ کمرنکه او د دښمنۍ تر حده انرژي مو په سالمو رقابتونو کې مصرف شي.
منفي تبصرې یې تاسې فعاله ساتي
که په ژوند کې مخالف ونه لرئ په هغه ډول به فعاله او بریالي نه یاست لکه په لرلو کې یې چې اوسیدای شئ.
د مخالف او دښمن په موجودیت کې حتمي ده، چې د هغه له منفي نظریو به اندیښمن یاست.
د دې لپاره چې د هغوی لخوا په منفي تبصرو ونه ځپل شئ، همېشه کوشش کوئ چې ښه کار وکړئ، لاسته راوړنې ولرئ او په ژوند او کارونو کې اشتباه درڅخه ونه شي.
ډېر دوستان لرلای شئ
آیا تراوسه مو هڅه کړې چې له دښمن سره مو د هغه د دوست کولو په کچه رویه کړې وي؟
که دا وړتیا ولرئ دا چانس مو پیاوړی کیږي چې زیات دوستان ولرئ.
دا وړتیا باید ځان کې پیدا کړو چې دښمن په دوستانه رویه په خپلو دوستانو بدل کړو.
مثبته روحیه مو پیاوړې کیږي
دښمن لرل په موږ کې مثبته روحیه هم پیاوړې کوي. دلیل یې دا دی چې دښمن به تاسې تخریبوي خو تاسې به تخریب ته د پاملرنې پرځای پرخپلو مثبتو ټکیو تمرکز کوئ.
دښمن لرل په دې توګه ستاسې مثبته روحیه پیاوړې کوي او د لا پرمختګ زمینه درته مساعدوي.
د مینې قدر زیاتوي
د روغ صحت په قدر په ناروغۍ کې خلک پوهیږي. همداسې د مینې او صمیمیت په قدر هغه وخت خلک پوهیدای شي چې د دښمنۍ، بدبینۍ او کرکې تجربه وکړي.
د دښمنۍ په وخت تاسې ته هغه خلک نور هم زیات ګرانیږی، چې مینه درسره لري او په درنه سترګه درته ګوري.