د ژوند په اړه څو زرینې خبرې

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ژباړه: محمد عزيز پردېس
۱- که تاسو فکر کوئ چې يوه ورځ به راشي، چې ټولې ستونزې حل شي؛ نو تاسو تېروتي ياست، له اوسني ژوند څخه خوند اخېستل او پرې تمرکز کول مو عادت وګرځوئ.
۲- په ټکنالوژۍ له اندازې ډېر اعتماد کول تېروتنه ده. د خپل هر مهم اسناد يوه کاپي له ځان سره وساتئ.
۳- اجازه ورکړئ چې اعمال مو د ارزښتونو وياندويي وکړي.
۴- خوښ ژوند کول ځان غوښتنه نه، بلکې د هر انسان غوښتنه او حق دی.
۵- ډېرې پيسې او شهرت ستاسو د نېکمرغۍ اصلي سببونه نه دي.
۶- ستاسو خوښ پاتې کېدل، ستاسو خپله دنده ده؛ نه د بل چا.
۷- تاسو د دې مسوليت نه لرئ چې نور دې تاسو سره څنګه چلند وکړي، بلکې تاسو د خپلو غبرګونونو مسول ياست.
۸- هرکله چې خپله مو د خپل ژوند په اړه پرېکړه ونکړئ، نور به خپل افکار او باورونه پر تاسو تحميل کړي او ستاسو پرځای به پرېکړه وکړي.
۹- د دې نړۍ ترخه حقايق: د عدالت په نامه څه په دې نړۍ کې شتون نلري – ژوند منصفانه نه دی – ښه خلک به تل بريالي نشي.
۱۰- خوښ پاتې کېدل د ژوند غوښتنه ده، خوښ پاتې شئ چې ژوند وکړای شئ.
۱۱- خپله دروني ( عاطفي او شخصيتي ) خلاء په هر څه سره مه ډکوئ.
۱۲- ستاسو شغلي عنوان ستاسو رښتينی استازيتوب نه کوي، ستاسو شخصيت ستاسو ترټولو غوره پېژندنه ده.