څېړنه: ښځو ته حق ورکول د نارینه عمر اوږدوي

رنګین تجريدي ډیزاین

ژباړه: بشر دروېش
ښځو ته د ټولو، حتا لازمو او عمومي حقونو په ورکړه کې افغاني ټولنه يه بخیلۍ تورنه ده.
د دې کار لپاره ځینې مختلف دلایل تراشي. څوک د ښځینه وو د تلف شوو حقونو ورکړه له رواجه بغاوت ګڼي، څوک ورته د اسلام په نوم توجیهات لټوي او څوک نور ډول دریځونه لري.
نوی تکتیک
اوس یوه نوې څېړنه شوې، چې کولای شي د یوه نوي او هڅونکي تکتیک په توګه زموږ سخت دریځه افغانان هم تر یوه حده د ښځو د حقونو ورکړې ته مجبور کړي.
دا څېړنه نړیوال روغتیایي سازمان کړې او پکې ټینګار شوی چې ښځینه وو ته د حقونو ورکړه د نارینه وو پر روغتیا مثبتې اغېزې لري.
پر عمر اغېزې
د نړیوال روغتیایي سازمان د څېړنې له مخې په عمومي ډول د نارینه وو د عمر متوسطه سطحه د ښځینه وو د عمر په پرتله کمه ده.
یاد شوی سازمان وایي په هغو هېوادونو کې د نارینه وو عمر زیات دی، چې ښځو ته یې زیات حقونه ورکړي دي.
د څېړنې دلایل
د ښځینه حقونو د تامین او د نارینه وو له عمر او روغتیا سره یې د تړاو په اړه په یاده څېړنه کې مختلف دلایل یاد شوي.
یو عمده دلیل دا ښودل شوی، چې ښځینه وو ته د زیاتو حقونو ورکول دوی ته د صلاحیتونو ترڅنګ مسولیتونه هم زیاتوي.
نړیوال روغتیایي سازمان ټینګار کوي، چې دغه وضعیت په طبیعي ډول د نارینه وو مسولیتونه کموي او په دې توګه یې پر روغتیا او روان مثبتې اغېزې کیږي.
د دغو مثبتو اغېزو له مخې اټکل شوی، چې د نارینه وو عمر او روغتیا د بهترۍ خوا ته ځي. یانې عمر زیاتیږي او په څنګ کې یې صحت له ښه وضعیته برخمنیږي.
مستنده څېړنه
نړیوال روغتیایي سازمان وایي چې دا څېړنه یې مستنده او عملي ده.
یاده اداره زیاتوي: په هغو هېوادونو کې چې د ښځو حقونه له نارینه وو سره برابر دي، نه یوازې د مړینې کچه پکې کمه ده؛ بلکې د زړه د ناروغیو فیصدي هم د نورو هېوادونو په پرتله ټیټه ده.
د څېړنې پربنسټ په دغو هېوادونو کې چې عمدتا لویدیځ هېوادونه دي، د زړه ناروغیو موجوده فیصدي هم تر ډېره د الکولو او سګریټو د څښاک له کبله رامنځته شوې ده.

دا څیړنه عمداتاً په لویدیځو هیوادونو کې ترسره شوې

د عمر پرتلنه
په یاده څېړنه کې د بېلګې په توګه د سویس او ترکمنستان هېوادونه یاد شوي.
نړیوال روغتیایي سازمان وایي په ۲۰۱۶ کې د سویس د نارینه وو متوسط عمر ۸۱.۲ کاله او د ترکمنستان او روسیې د نارینه وو متوسط عمر ۷۰ کاله اټکل شوی دی.
په څېړنه کې ټینګار شوی، چې د عمرونو د وړاندوینې په دغه موضوع کې جنسیتي حقونه خاص رول لري.
یاد شوی سازمان وایي په سویس او نورو هغو هېوادونو کې چې د نارینه وو عمرونه او صحت یې اوږده او پیاوړي اټکل شوي، ښځینه وو ته له نارینه وو سره برابر حقونه ورکړل شوي.