ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش
د بنګله دېش پخوانۍ صدراعظمه خالده ضیا، چې د سلګونه زره ډالرو د اختلاس په تور په ۷ کاله زندان محکومه شوې، د ځان په اړه یې د محکمې پریکړه رد کړې ده.
پرآغلې ضیا حکم شوی، چې د جریمې په بڼه به ۱۲۰ زره امریکایي ډالره هم لنډوي.
هغې دا پریکړه غیرقانوني او غیرعادلانه ګڼلې ده.
د خالدې په دې غبرګون د بنګله دېش قضایي سیستم له سختې ننګونې او ازمېښت سره مخ شوی دی.
خالده او د قدرت جګړه
پرخالدې تور دی، چې د خپل خاوند( پخواني ولسمشر مرحوم ضیا الرحمان) له خیریه بنسټ څخه یې سلګونه زره ډالره پټ کړي.
فرسټ پوسټ ورځپاڼې د خالده ضیا د مدافع وکیل قیصر کمال په حواله ویلي، چې هغه د سترې محکمې پریکړه د ځان په اړه یوه سیاسي توطیه ګڼي.
مدافع وکیل ویلي، چې خپلې موکلې ته عدالت او په اړه یې پرشوې پریکړې بیا کتنه غواړي.
نور تورونه
خالده ضیا په یوه بله قضیه کې هم په فساد تورنه ده. محکمې هغه تورنه کړې، چې د یتیمو ماشومانو د یوه بل مرستندوی سازمان له بانکي اکونټ څخه یې ۲۵۲ زره امریکایي ډالره غلا کړي.
محکمې په دغه قضیه کې آغلې ضیا ته ۵ کاله بند اورولی.
په دې قضیه کې له مېرمن ضیا سره د دې ۳ نور همکاران هم ښکېل ګڼل شوي او همدومره د بند مودې سزا ورته اورول شوې ده.
سیاسي اړخونه
خالده ضیا په داسې حال کې په بند محکومه شوې، چې په دغه هېواد کې سراسري ټاکنې نیږدې دي.
د خالدې پلویان وایي د هغې په محکمه کې سیاسي اغراض موجود دي.
دوی ادعا لري، چې حکومت د خالدې ضیا د خوښې نوماند د ناکامولو لپاره د هغې پرضد د اختلاس دوسیه جوړه کړې. خو محکمه او حکومت د سیاسي غرضونو ادعاوې ردوي.
له بې حسۍ شکایت
خالده ضیا محکمې ته د محاکمې په ورځ یې په دې دلیل نه وه تللې، چې په خبره یې لاسونه او پښې یې بې حسه شوي او د تګ نه ده.
هغه ۷۳ کاله عمر لري. خالده دوه ځله د بنګله دېش صدراعظمه پاتې شوې او دمګړۍ هم د بنګله دېش د ناسیونالیست ګوند مشره ده.
هغه له محاکمه کیدو سره په راتلونکو ټاکنو کې له ګډون څخه محرومه شوه.