فیسبوک د اسراییلو په ملاتړ تورن شو

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د فیسبوک ټولنیزه شبکه د یو شمېر منتقدینو له لورې یې د اسراییلو د نظام په ملاتړ تورنه شوه.
دا تور ترهغې وروسته پورې شوی، چې وېل کیږي فیسبوک په غزه کې د اسراییلي ځواکونو د وروستیو ظالمانه عملیاتو د عکسونو د خپریدو ممانعت کړی دی.
د ایران ادعا
د ایراني حکومت رسمي خبري اژانس ایرنا په یوه راپور کې ادعا کړې، چې فیسبوک کمپنۍ د دغو عکسونو د خپریدو ممانعت د اسراییلو د حکومت په غوښتنه کړې ده.
ویل شوي، چې اسراییلو د دغو عملیاتو د عکسونو د خپریدو غوښتنه د خپلو نظامي رازونو د نه خپریدو په پلمه کړې ده.

د فلسطینیانو غبرګون
د فلسطین حماس غورځنګ ته نیږدې مطبوعاتي بنسټونو ویلي، چې دوی د اسراییلي ځواکونو د هغو عملیاتو د عکسونو له خپریدو وروسته ویني چې دا عکسونه له نشریدو سره سم بیرته له فیسبوک څخه ایسته کیږي.
د حماس د سرچینو په وینا د دوی ګڼې هغه پاڼې هم تړل شوي، چې یاد شوي عکسونه یې بیاـ بیا خپرول او د فیسبوک د پریکړې برعکس عمل یې کاوه.
د ملکیانو ضد عملیات
د حماس سرچینې وایي اسراییلي ځواکونو څو ورځې مخکې په غزه کې د ملکیانو پرضد عملیات کړي، چې پکې ۱۱ فلسطیني وګړي شهیدان، ۹ ټپيان او دغه راز ۲ اسراییلي سرتېري وژل شوي او ۵۰ ټپیان دي.
د حماس په وینا د دغو عملیاتو پرمهال د دوی سرتېري سیمې ته رسیدلي او د اسراییلي ځواکونو د ځپلو لپاره یې ځوابي بریدونه کړي.
د اسراییلو غبرګون
اسراییلو ویلي، چې په غزه کې یې یاد شوي عملیات د سلګونه توغندیزونو بریدونو په ځواب کې د حماس ډلې د ځپلو لپاره کړي.
دوی په فیسبوک کې د خپلو سرتېرو د عکسونو د خپرولو او نه خپرولو په تړاو څه نه دي ویلي.

خپله د فیسبوک مشر زوکربرګ یا هم د فیسبوک ادارې له هیڅ لارې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي

د فیسبوک دریځ
د فیسبوک كمپنۍ د دغو راپورونو او تورونو په اړه څه نه دي ویلي.
څو میاشتې مخکې هم پرفیسوک تور پورې شوی و، چې په میانمار کې د مسلمانانو د وژنې پرضد یې د اعتراضیه حرکتونو د خبري پوښښ ممانعت کړی.
فیسبوک د دې ترڅنګ یو ځل د میلیونونه اروپایانو د شخصي معلوماتو په خپرولو تورن شو، چې له کبله یې څو میلیونه ډالره جریمې ته مجبوره شو.