د پښتو استاد او نوموتی سندرغاړی شاه ولي افغان، چې ممکن ډېر مینه وال یې د نویو سندرو د نه راوتو له کبله ترې خوابدي وي.
خو استاد شاه ولي وایي دا دومره موده کرار نه دی ناست، تر زرو پورې د سندرو کمپوزونه یې جوړ کړي، خو له بې وسۍ او تش لاسۍ یې نه شي ویلی.
موسیقۍ ته مخه
استاد شاه ولي، چې د کاپېسا د تګاب ولسوالۍ اوسیدونکی دی له نیږدې ۵۰ کلونو راهیسې یې پښتوموسیقي د زړه په وینو پاللې او پکې استاد شوی دی.
شاه ولي په یوه هنري کورنۍ کې زيږیدلی، وایي پلار یې هم سندرغاړی او د ده لومړنی استاد و .
هغه د سندرو پيل له فولکلوره کړی، بیا کابل ته راغلی او په وینا یې ۱۷ کاله د مشهور کمپوز جوړونکي استاد زاخېل شاګرد و .
تردې وروسته یې د مهاجرت پروخت د پاکستان په ګرانیه پټیالیه کې هم له مختلفو موزیک پوهانو سره ۱۷ کاله شاګردي کړې ده .
استاد شاه ولي وایي، په پاکستان کې چې له کوم ځای څخه ده موسیقي زده کړې، د افغانستان مشهور سندرغاړی استاد سرآهنګ هم په هماغه ځای کې د موسیقۍ زده کړې کړې وې.
د پاکستان پولیس استاد هنرمن
استاد شاه ولي په یوه مرکه کې وایي، چې په پاکستان کې د پولیسو یو لوړپوړی افسر یې د موسیقۍ شاګرد و.
د ده په وینا په یوه مجلس کې د سعد ملک په نوم دغه پولیس افسر له استاد خیال محمد سره مخ شوی او د هغه ارمونیه یې غږولې وه، چې خیال محمد ته د تعجب وړ وه.
وایي وروسته پولیس افسر استاد خیال ته ویلي، چې ده موسیقۍ له استاد شاه ولي څخه زده کړې ده.
شاه ولي افغان وایي د موسیقۍ د استادانو استاد ماسټرعلي حیدر هم د ده شاګرد و، چې دی ورباندې ویاړي.
د استادۍ ۳ لقبونه
استاد شاه ولي وایي درې ځلې ورته د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د استادۍ لقب د رسمي مراسمو پرمهال ورکړی.
دی د ټوکې په بڼه وایي، چې اوس خو خلک ریکشه چلوونکو ته هم استاد وایي، مګر دی هسې په نوم استاد نه دی.
د شاه ولي په خبره دا استادي یې د زړه په وینو ګټلې او د موسیقۍ په زده کولو پسې لکه ملنګ داسې ګرځيدلی دی.
هنر او تجارت فرق کوي
استاد شاه ولي د پښتو موسیقۍ له اوسني حالته ناراضه دی. هغه وایي ډېری سندرغاړي موسیقۍ ته د تجارت د یوې وسیلې په سترګه ګوري، چې دا غلط فکر دی.
هغه وایي هنر لېونۍ مینې او د زړه وینه غواړي. د ده په خبره ده د موسیقۍ په زده کړه او استادۍ پسې د میلیاردونو روپیو تاوان منلی او د پیسو ترلاسه کولو پرځای یې د هنر ګټلو لاره انتخاب کړې ده.
له موره جلا شوی شاه ولي
استاد شاه ولي لسیزې کیږي، چې په کاناډا کې مساپر دی. وایي له کابل او پېښوره لیرې والی داسې احساسوي لکه یو ماشوم چې د مورله غېږې څخه جلا شوی وي.
هغه مساپري خپل مجبوریت ګڼي او وایي خوشاله دی چې اولادونو ته یې پکې د زده کړې ښه زمینه مساعده ده.
د شاه ولي کورنۍ
د استاد شاه ولي په وینا ۷ اولادونه او ۷ لوڼې لري، چې له زامنو څخه یې د زرولي افغان په ګډون ۳ زامن له موسیقۍ سره سروکار لري.
دی د خپل کشري زوی شمالي افغان خاصه یادونه کوي او وایي، چې ده ورته کلونه ـ کلونه د موسیقۍ زده کړې ورکړي.
د لوڼو په اړه یې وایي، چې هغوی خپله د موسیقۍ هنر ته مخه نه ده کړې، کنه ده به یې هیڅکله ممانعت نه وای کړی.
د شرارې جوړه
د استاد شاه ولي د ځوانۍ سندرې، په خاص ډول له مېرمن شرارې سره ویل شوې سندرې یې اوس هم د ځوانانو د ډېر پام وړ دي.
( چرګ بانګ دی پاڅیږه لالیه خوب به بیا وکړې مینه)
( په مخ شانه شه تورپیکیه)
او ګڼې نورې جوړه یي سندرې یې لا هم د رسنیو په سندریزو خپرونو کې د مختلفو عمرونو د خلکو لخوا غوښتل کیږي.
څو بعدي سندرغاړی
استاد شاه ولي د مختلفو ذوقونو د خاوندانو هنرمن دی. هغه هم فولکلوریکې سندرې ویلې، هم یې عشقي او رومانټیکې سندرې شته او تر ټولو غوره دا چې د لوړ ذوق خاوندانو ته یې بهترین کلاسیک او معاصر شعرونه زمزمه کړي دي .
د استاد شاه ولي او شرارې فارسي سندره
د حمزه بابا حافظ
استاد شاه ولي د خوشال بابا، حمید بابا، رحمان بابا شعرونه هم ویلي، خو وایي د حمزه بابا حافظ سندر غاړی دی.
د ده په وینا له حمزه بابا سره د ۱۷ کلنې شاګردۍ ویاړ هم لري.
پر دوی سربېره شاه ولي افغان د ملنګ جان، سعد الله جان برق، رحمت شاه سائل، ډاکټر اعظم او نورو مشهورو شاعرانو ګڼ شعرونه ویلي.
نادرکه سندرغاړی
د استاد شاه ولي ډېرې لږې سندرې په وروستیو کلونو کې بازار ته راوتي.
دی یې دلیل په اوسني وخت کې کلیپ لرونکو سندرو ته د سندرغاړو او مینه والو د پام اوښتل ګڼي.
هغه وایي: پخوا چې د کسټو دور و، موزیک سنټرونو ده او استاد خیال محمد ته د یوه کسیټ د سندرو پر سر تر ۱۶ زرو کلدارو ورکولې.
خو اوس داسې وخت راغلی، چې ګڼ سندرغاړي د یوې سندرې د كلیپ جوړیدو لپاره ۳ زره ډالره ورکوي.
شاه ولي افغان وایي د ده تر زرو پورې ناویل شوي کمپوزونه شته، خو د کلیپ جوړولو وسه نه لري، ځکه خو یې سندرې بازار ته ډېر نه راوځي.