ژباړه: محمد عزيز پردېس
ايا تر دې دمه داسې شوي چې د يو چا څخه د مننې کولو ډېر هڅه وکړئ خو په دې امر کې شاته پاتې شوي يئ؟ موږ ټول د داسې تجربې سره مخ شوي يو. دا کار بيا هغه وخت کې ډېر ستونزمن دی چې په سختو شرايطو کې بند واوسو. خو دا بايد هېر نه کړو چې د دې کار ګټې بيخي ډېرې دي. له ذهني سلامتيا څخه نيولې، فزيکي، د اړيکو ښه والي او داسې نورې ګټې.
موږ ټول غواړو چې غوره او ښه واوسو، راځئ چې په مننې کولو او يو او بل ته په احترام کولو خپلې دغې غوښتنې ته ورسېږو. په دې ليکنه کې به تاسو ته د مننې کولو ۱۴ ګټې د علم په رڼا کې دروښودل شي:
۱- د اسټرس او فشار پړ وړاندې مخنيوی
د هغو څېړنو په اساس چې د وارويک پوهنتون د څېړونکو لخوا ترسره شوي دي، مننه او قدرداني کول انسانانو سره مرسته کوي ترڅو د اسټرس، فشار او اضطراب پر وړاندې غښتلي واوسي.
۲- کمه غوسه
د بريتانيا د ارواه پوهنې يو استاد د خپلو څېړنو په اساس وايي چې: هغه کسان چې ډېره مننه کوي، د غوسې کچه يې ډېره کمه وي او ډېر حساس نه پاتې کېږي.
۳- خوښ پاتې کېدل
د کنټ سيټ پوهنتون د څېړونکو د څېړنو په اساس، مننه او قدرداني له خلکو سره کومک کوي چې خوښ او خوشحاله واوسي. مننه کېدای شي په مختلفو بڼو ترسره شي. د بېلګې په توګه، تاسو کولی شئ چې د ليک، آنلاين پيغام، په مستقيمه توګه او يا هم د يوې ډالۍ يا سوغات له لارې له هرچا څخه مننه وکړئ.
۴- رواني سلامتيا
څېړنو ښودلې ده چې مننه او قدرداني کول له رواني اړخه هم انسان ته ګټور ثابتېدی شي او د شخصيت په لوړوالي کې هم رغنده رول لوبوي.
۵- د نورو سره د کومک احساس
په ۲۰۰۶ کال کې د يوې څېړنې پايلې دا جوته کړه، هغه کسان چې مننه کوونکي دي، په ډېر احتمال سره انسان ته دا احساس ورکوي چې د نورو سره کومک او همکاري وکړي.
۶- د مهربانۍ او عطوفت حس
هغه کسان چې ډېر مننه کوونکي دي نه يوازې دا چې کمه غوسه کوي، بلکې د نورو پر وړاندې عطوفت او مهرباني يې هم ډېره وي.
۷- د ورزش سره مينه
که زړه مو غواړي چې ډېر ورزش وکړئ، نو په دې صورت کې مننه کوونکي واوسئ. د څېړنو په اساس هغه کسان چې مننه کوونکي دي، ډېر ورزش کوي.
۸- ژور او اوږد خوب
مننه او قدرداني کول تاسو سره مرسته کوي چې ژور او اوږد خوب ولرئ.
۹- په زړه پورې توب او جذابيت
که غواړئ خپله مينه ييز ژوند ته مو لا ښکلا وروبښئ، ډېرو مطالعو دا ښودلې ده چې مننه کول تاسو سره مرسته کوي چې مقابل لوري ته مو جذاب او په زړه پورې شئ.
۱۰- له ژوند څخه خوند اخېستل
قدرداني د دې لامل کېږي چې د ښه والي احساس ولرئ. دغه کار ستاسو د مغز د ډالۍ يا جایزې ورکولو برخه فعالوي او ستاسو ژوند خوندور کوي.
۱۱- برياليتوب ته رسېدل
څېړنې ښيي چې مننه او قدرداني کول مو کار او عمل ته هڅوي. که تاسو فرضا له خپل يو کارمند، همکار او يا هرچا څخه مننه او قدرداني وکړئ، نو هغه نور هم هڅول کېږي چې لا ښه او ډېر کار وکړي.
۱۲- د يوازيتوب د احساس څخه مخنيوی
که تاسو د يوازيتوب احساس کوئ، مننه کول او قدرداني کول کولی شي چې ستاسو دا احساس راکم کړي او تاسو دې ته اړ کړي چې له نورو سره په اړيکه کې شئ.
۱۳- د منفي افکارو څخه مخنيوی
مننه کول مو مغز ريفرېش کوي، ترڅو د حق پېژندنې او اميدوارۍ احساس ته مو دوام ورکړئ او له منفي فکر کولو څخه ډډه وکړئ.