نوی مذهبي ټکر؛ هند د ښارونو اسلامي نومونه بدلوي

رنګین تجريدي ډیزاین

سره له دې چې هند د نړۍ په کچه د دیموکراسۍ تر ټولو لوی هېواد ګڼل کیږي، خو په وروستیو کې له دغه هېواد څخه د مذهبي ټکرونو؛ په ځانګړي ډول د مسلمانانو پر وړاندې د یو شمېر پارونکو ګامونو خبرونه خپریږي.
نوې ناندرۍ
په تازه ګام کې یو شمېر مسلمانان او حتا غیر مسلمان مدني فعالان د واکمن ګوند هغې پریکړې قهرولي، چې له مخې یې د یو شمېر اسلامي ښارونو نومونه په غیر اسلامي نومونو بدلیږي.
دوی د واکمن بهاراتیا جاناتا ګوند دغه پریکړه مذهبي تبعیض او د مسلمانانو احساساتو ته نه درناوی ګڼي.
منتقدین باور لري، چې د لومړي وزیر نریندرا مودي د ګوند هغه اقدامات، چې په وروستیو کې یې د مسلمانانو پر وړاندې کړي، د ۹۰ لسیزې هغه مذهبي کشمکش ته ورته والی لري، چې بابري مسجد پکې تخریب شو.
منتقدین وېره څرګندوي، چې ورته ګامونه به سخت دریځو مسلمانانو او هندوانو ته د ټکرونو زمینه مساعده کړي.
عملي ګامونه
د هند حکومت د ښارونو د اسلامي نومونو د بدلولو په اړه د واکمن ګوند د پریکړو تطبیق پیل کړی.
په دې لړ کې تېره اونۍ د اوترا پردیش ایالت لومړي وزیر یوګي ادیتیاتات د شهرالله په نوم د یوه ښار نوم په پریګراج او د فیض اباد په نوم د یوه بل ښار نوم په آیودهیا بدل کړی دی.
د نوم بدلونې ګامونه یوازې تر اوترا پړدیش پورې محدود نه دي. د واکمن بهاراتیا جاناتا ګوند تر واک لاندې نورې سیمې به هم د نوم بدلونې ورته عمل تجربه کوي.
د ګوندي پریکړې له مخې د ټولو هغو ښارونو، سړکونو، هوایي ډګرونو او نورو عامه ځایونو نومونه به بدلیږي، چې شته نومونه یې اسلامي ریښې لري.
د بېلګې په ډول: دغه ګوند او تر کنټرول لاندې یې د ګجرات ایالت فیډرالي حکومت غواړي څو د احمد اباد سیمې نوم په کارناواتي بدل کړي.
پردې سربېره په بیهار(بهار) ایالت کې هم واکمنو ملت پالو ګوندونو د دغه ښار د نوم بدلولو هڅې پیل کړي دي. دوی دغه ښار ته د بختیارپور نوم د غوره کولو وړاندیز کړی دی.
د واکمن ګوند دفاع
د لومړي وزیر نریندا مودي واکمن ګوند بهاراتیا جاتا د خپلې دغې پریکړې دفاع کړې ده.
دا ګوند، چې د سخت دریځو هندوانو استازیتوب کوي، وایي د ښارونو او سیمو نومونه له پیله اسلامي نه وو.

د ګوند اړوند هندو سیاستوال او راهب آدیتیاتات وایي: کوم نوي نومونه چې پر ښارونو ایښودل کیږي، لرغوني دي.
د هغه په باور پر ښارونو ایښودل شوي اسلامي نومونه هند ته د مسلمانانو د تېرو څو پېړیو له ورتګ سره ایښودل شوي او تر ډېره تپل شوې بڼه لري.
پر طلاق بندیز
د مودي واکمن حکومت څه موده مخکې یو فرمان ورکړ، چې له مسلمانانو یې د درې کاڼو په ورکولو سره د مېرمنو د طلاق صلاحیت واخیست.
حکومت په دې ډول طلاق ورکوونکو ته سزا وټاکله او ټینګار یې وکړ، چې د طلاق ورکولو پروسه باید له محکمې سره په همغږۍ او قانوني ډول سمبال شي.
هغې پریکړې هم یو شمېر مسلمانان سخت پارولي وو.
هند او مسلمانان
هند د ۱۸۰ میلیونه مسلمانانو هېواد هم دی، هلته دومره میلیونه مسلمانان د ټول یو میلیاردي نفوس ۱۵ سلنه برخه جوړوي.
هندوستان د نړۍ په لویې دیموکراسۍ مشهور هېواد دی. هلته د هندو مذهبو، سکانو، بودایانو، مسلمانانو ترڅنګ د ګڼو مذهبونو، ژبو، قومونو او توکمونو اړوند خلک اوسیږي.
هندوستان د ډېرې تنوع باوجود له دې كبله د نړۍ لویه دیموکراسي ګڼل کیږي، چې ټول قومونه او مذهبونه پکې یو بل زغمي او د اختلاف ټکي په قانوني لارو حل و فصل کوي.
له دې سره د هرمذهب او قوم په منځ کې سخت دریځه او اورپکي هم شته، چې وخت په وخت د خپلو غوښتنو د پوره کولو لپاره د تشدد لاره نیسي.
د هندوستان دیموکراتان اندیښمن دي، چې ممکن سخت دریځه مسلمانان د حکومت د وروستۍ پریکړې پرضد متشدد ګامونه واخلي.