هغه بد عادتونه چې تاسې بریالیتوب ته نه پریږدي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه: محمد عزيز پردېس
که نن په کوم ځای کې چې بايد تاسو وای، نه ياست؛ ترټولو کوچنی او مهم کار چې د دې پوښتنې د ځواب لپاره يې کولی شئ هغه دی چې د دې نه برياليتوب علت څه دی؟ مطلب دا چې علت يې بايد ومومئ.
په لومړيو کې کولی شئ چې څو واړه او معمولي علتونو باندې تمرکز وکړئ، ترڅو وشئ کولی برياليتوب د نه رسېدو لپاره علت ومومئ. په دې ترتیب سره کولی شئ چې د هغې په اړه فکر وکړئ او د حل لارې لپاره يې لاس په کار شئ.
په دې ليکنه کې به تاسو ته هغه ۱۳ مروج علتونه دروښودل شي چې تاسو برياليتوب ته نه پرېږدي:
۱- په خپل ځان باور نه لرئ
که په خپل برياليتوب باور نه لرئ، نو هېڅکله هم نشئ کولی چې مخته ولاړ شئ. ډېری وخت مخکې له دې چې يو کار پیل کړئ، بايد په خپل ځان دا ومنئ چې تاسو يې کولی شئ.
۲- په منفي بافۍ کې ډوب ياست
منفي بافه شخص هر وخت د ستونزو په لټه کې وي. د دې پر ځای هڅه وکړئ چې مثبت فکره واوسئ او د هرې ستونزې پر مهال، فرصت او چانس پسې وګرځئ.
۳- له خپل ځان څخه کافي مقاومت نه ښکاره کوئ
هر ډول لوی برياليتوب، زحمت او هڅو ته اړتيا لري. په ياد ولرئ، برياليتوب خپله ستاسو مخ ته نه راځي، دا تاسو ياست چې برياليتوب پسې ورځئ او خپل خوب مو رښتيا کوئ.
۴- خپلې موخې مو له ياده ويستلي دي
که د برياليتوب په فکر کې ياست او غواړئ چې بريالي شئ، نو بايد لوړې موخې د ځان لپاره په نظر کې ونيسئ او د خپل ځان سره ژمنه وکړئ، ترڅو چې ورته رسېدلي نه ياست؛ له هڅو څخه لاس مه اخلئ. د دې کار لپاره لومړنی ګام دا دی چې پرېکړه مو بايد غښتلې وي.
۵- بې اندازه وخت ضايع کوئ
معمولا د ډېری ماتو اصلي لامل ټنبلي او سستي ګڼل کېږي، که غواړئ له دې بلا څخه ځان وژغورئ؛ نو وخت مو منجمنټ کړئ.
۶- د مناسبې موقع په تمه ياست
د برياليتوب لپاره يوازې خيالي خوبونه بسنه نه کوي، بلکې د برياليتوب لپاره عمل اړين دی. له وخت څخه د خپل ځان په نفع ګټه پورته کړئ.
۷- حواس مو پرځای نه دي
د حواسو نه پرځای کېدل او نه تمرکز کول ډېر خطر لري. د دې ستونزې د رفع کولو په موخه هغه څه چې تاسو يې کولی شئ، هغه د خپلې لارې څخه د منحرف کوونکو عواملو لرې کول او په خپلو کارونو تمرکز کول دي.
۸- خپلو وېرو ته تسلېمېږئ
ډار او وېره له تاسو څخه دا غواړي چې هرڅه له ياده وباسئ او په تېښته شئ. خو که غواړئ چې بريالي شئ، نو پکار ده چې د لويو لويو وېرو سره ځان مخامخ کړئ. هر هغه څه چې تاسو يې د لاسته راوړلو په لټه کې ياست، هغه به وروسته د وېرې او ډار د دېوال د تېرېدو څخه ترلاسه کړئ.
۹- يوه مسئله چې بايد ترې تېر شئ، نه يې پرېږدئ
د مسائلو څخه تېرېدل، د هغو د هېرولو په مانا نه دي، بلکې دا مانا ورکوي چې لازم درس مو له هغو څخه زده کړی او اوس د دې وخت رارسېدلی چې د نويو ننګونو سره مخ شئ.
۱۰- د خپل دننه احساس ته مو پاملرنه نه کوئ
ښايي ستاسو د دننه غږ تاسو سره خبرې وکړي، ایا تاسو ورته پاملرنه کوئ؟ وګورئ چې ستاسو د دننه احساساتو ته د نه پاملرنه کولو علت څه دی؟ د دې لپاره چې پرې باور او اعتماد وکړئ څه بايد ترسره کړئ؟
۱۱- هرڅه له اندازې څخه ډېر پېچلي کوئ
کله چې په دې باور وکړئ چې قدرت او کنټرول ستاسو له لاس څخه وتلی، نو هېڅ څه به تاسو ته ساده او اسانه نه وي. د مسائلو څخه پېچلتيا لرې کړئ، ترڅو په اصلي ماهيت يې وپوهېږئ.
۱۲- د برياليتوب لپاره د نورو د اجازې په تمه مه پاتې کېږئ
خپل اجازه مو خپله صادره کړئ. د خپل ځان رئيس واوسئ. خپل ځان ته مو ووايئ چې، د برياليتوب وړتيا لرئ او برياليتوب ته د رسيدو لپاره له هېڅ چا څخه اجازه مه غواړئ.