د خاوند او مېرمنې د ارامښت راز

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

ژباړه: محمد عزيز پردېس
مينه او محبت د خاوند او مېرمنې د ارامښت سبب او د الله تعالی له نعمتونو څخه ګڼل کېږي. ښايي د مينې طعم او خوند مو له ياده وتلی وي، خو دا بايد هېر نه کړئ چې د رښتينې مينې خوند د نړۍ ترټولو ښکلی طعم دی.
کله فکر کوئ چې مينې او محبت هېڅکله هم ستاسو د کور ور نه وي ټکولی؟ که داسې وي، نو سمدلاسه داسې اقدامات وکړئ چې د دې ارام بښوونکي څيز د راتګ لپاره لاره هواره شي.
مينه او محبت ځانته ځانګړې لارې او کړنلارې لري. مينه او محبت د خاوند او مېرمنې د ارامښت او خوښۍ سبب ګرځي.
الله تعالی په قرانکريم کې فرمايي: (اَن خلق لَکم مَن اَنفسکم ازوجا لِتسکنوا الیها و جَعل بَینکم مَوده و رحمة ) ( ژباړه: د هغو نښې دا دي چې ستاسو له خپل جنس څخه مې مېرمنې تاسو ته خلق کړي، ترڅو ارام شئ او ستاسو ترمنځ مې رحمت رامنځ ته کړی دی ).
هرڅومره چې کورنی چاپېريال د مينې او محبت څخه ډک وي، نو د ښځې او خاوند ترمنځ اړيکې او عاطفه ډېرېږي.
د مينې چارچوکاټ څه دی؟
د يو او بل ملاتړ
مينه يانې ملاتړ کول، کله چې ښځه او مېړه د ژوندانه په سختو پړاوونو کې د يو او بل ملاتړ وکړي، نه يوازې دا چې پر اولادونو يې مثبت اغېز کوي؛ بلکې د ژوندانه اړيکې يې لاپسې غښتلې او دوامداره کېږي.
ايا خپله مېرمن مو د زړه له تله منلې ده؟
يوه دقيقه فکر وکړئ، ایا خپله مېرمن مو سره د ټولو تېروتنو منلې او قبوله کړې ده؟ د مېرمنې سره رښتينې مينه دا ده چې هغه سره د ټولو خوبيانو او بديو ومنئ. منل او قبلول د زوجينو د اړيکې اساس ګڼل کېږي. که خاوند او مېرمن د يو او بل نيمګړتياوې ټولې ومني، نو دا د ژوند د لا ښه والي لپاره لار هواروي.
د مېرمنې سره د دوستۍ ترټولو غوره لاره
که تل د دې په فکر کې ياست ترڅو د خپلې مېرمنې خصوصي وسايل يا توکي وپلټئ، نو د خپل د اعتماد او باور ميزان ته مو بايد بياکتنه وکړئ. مينه يانې اعتماد، اعتماد يانې ژمنه او ژمنه يانې د زړه له تله د يو او بل منل. د خپلې مېرمنې د اعتماد د جلبولو لپاره ترټولو غوره لار دا ده چې وښيئ هغه د اعتماد وړ ده.
حرمتونه وساتئ
مينه يانې يو او بل ته احترام کول، دغه موضوع مو په خپل ژوندانه کې تر بل هرڅه ډېره مراعت کړئ. د يو او بل د احترام اړخونه پيدا او پر هغو تمرکز وکړئ. خپلې مېرمنې ته مو ووايئ: چې هغه تاسو ته يو محترم يا ښاغلی فرد دی. د رنګ او بوی احترام، ژوند ته بدلون ورکوي او حرمتونه حفظوي.
په خپلو منځو کې مو مذاکره او خبرې اترې وکړئ
د خپل ژوندانه د شريکې سره د ژورو خبرو اترو کولو څخه مه وېرېږئ، دا د ستونزو د لرې کولو تر ټولو ښه او مناسبه لار ده. مينه يانې، د توپيرونو او د يو او بل د مشترکو ټکو موندل او پيدا کول دي. په مذاکرې کې به له يو څخه تېرېږئ، ترڅو يو څه ته ورسېږئ او په ژوندانه کې مو تعادل او برابري رامنځ ته شي.
د مينې لوړې او ژورې
د زوجينو ترمنځ معمولا يوه لويه ستونزه دا وي چې خپل احساسات او عواطف يو او بل ته په سمه توګه نه بيانوي. کله ناکله داسې څرګندېږي چې ښځه او مېړه خپله مينه په نامناسبو عبارتونو کې بيانوي. ډېری زوجين دغه امر ته د ژوند په پيل کې پام کوي، خو وروسته ورته دومره ارزښت نه لري. پکار ده چې د ژوند په ټولو پړاوونو کې ورته توجه وشي.
د مينې په اظهار کې بايد کومو ټکو ته پاملرنه وکړئ؟
د مينې په بيانولو کې د ښځې او سړي ترمنځ توپيرونه د پاملرنې وړ دي. نارينه د مينه ناکو خبرو او ډالۍ اخېستلو په مرسته مېرمنې ته د مينې اظهار کوي او ښځينه بيا په ښه پخلي او يا ښه کور کولو خپل خاوند ته د مينې اظهار کوي.
مينه ناک اشخاص خپله مينه په دې ډول څرګندوي:
د کلامي او جسمي مينې ابرازول، يو او بل ته د خوښوونکو او د ښو چلندونو ابرازول، د ژوندانه په ټولو پړاونو کې د يو او بل څخه عاطفي او اخلاقي ملاتړ، د يو او بل د تېروتنو او نيمګړتياو په صورت کې صبور او متواضع پاتې کېدل…