د نړۍ ۱۰ غوره اقتصادي هېوادونه دا دي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

بشر دروېش
د اقتصاد نړیوالې ټولنې وړاندوینه کړې، چې د نړۍ د ناخالصو تولیداتو کچه تېرکال نیږدې ۸۰ زره میلیارده ډالره وه.
د دې ټولنې د ارزونې له مخې امریکا متحده ایالات، چین او جاپان تېرکال د نړۍ غوره اقتصاد لرونکي هېوادونه وو.
دغو هېوادونو په ټوله کې د نړۍ د اقتصاد نیږدې ۴۶ سلنه برخه په واک کې لرله.
د اقتصادي درجه بندۍ معیارونه
د اقتصادي درجه بندۍ په برخه کې یادې ټولنې تر ډېره د ناخالصو کورنیو تولیداتو له مخې هېوادونه ارزولي دي.
د هېوادونو مقامونه
په یاده ارزونه کې امریکا متحده ایالات د نړۍ د ناخالصو کورنیو تولیداتو له اړخه تر ټولو لومړنی هېواد دی.
امریکا متحده ایالات په یوه کال کې د ۱۹.۴ زره میلیارده ډالرو ناخالص تولیدات لري. له دې تولیداتو سره دغه هېواد د نړۍ لوی شتمن هېواد ګڼل شوی.
چین او جاپان هر یو د نا خالصو کورنیو تولیداتو په تولید کې له یو بل سره د ډېر توپیر باوجود تر امریکا وروسته دویم او درېیم مقامونه لري.
چین په کال کې د ۱۲.۲۴ زره میلیارده ډالرو ناخالصو کورنیو تولیداتو په لرلو سره تر امریکا وروسته د نړۍ دویم لوی اقتصاد دی.
د جاپان د یادو تولیداتو کچه په کال کې ۴.۸۷ زره میلیارده ډالرو ته رسیږي.
آلمان، بریتانیا، هند، فرانسه، برازیل، ایټالیا او کاناډا په ترتیب سره په نړیوال اقتصاد کې له څلورم نه تر لسمه پورې مقامونه نیولي.
د دغو ۷ هېوادونو ټول ناخالص تولیدات د نړیوالو دغو تولیداتو ۲۲ سلنه جوړوي.
دوی د تولیداتو له دغې فیصدۍ سره د کال ۱۸ میلیارده ډالره په واک کې لري.
د سیمو په لحاظ نړیوال اقتصادي وېش
د نړۍ د ۴۲ هېوادونه تر نورو د ناخالصو تولیداتو په برخه کې زیات مخکې دي.
د سیمو په لحاظ د نړۍ اقتصادي وېش په دې ډول شوی دی:
مرکزي او سویل ختیزه اسیا (۳۴٪)
شمالي امریکا (۲۶.۵٪)
اروپا (۲۱.۱٪)
جنوبي امریکا (۵.۶٪)
منځنی ختیځ (۲.۳٪)
اسټرالیا (۱.۷٪)
آفریقا (۱.۲٪)