ژباړه: محمد عزيز پردېس
ټول اشخاص په شمول د ښځينه و او نارينه و د رښتيني عشق يا مينې په لټه کې دي، تاسو پوهېږئ چې رښتينې مينه څه ځانګړنې لري او څنګه کولی شو چې رښتينې مينه پيدا کړو؟
رښتينې مينه څه ته وايي؟
د يوې سالمې اړيکې رامنځ ته کېدل، ساتل او په پايله کې په بريالي توګه د دواړو لورو يوځای کېدل يا هم واده کولو ته واقعي مينه ويلی شو. په دې ليکنه کې به تاسو ته د رښتينې مينې ځينې ځانګړنې وړاندې شي.
که ښه دقت وکړئ، نو هر چېرته بريالي زوجونه ( جوړې ) ليدلی او موندلی شئ. رښتينې مينه د دې لامل کېږي چې دواړه ( ښځه او خاوند ) اوږد، پياوړی، هوسا او ارامه ژوند ولري. کله چې يو هلک او نجلۍ د خپل ګډ ژوند لپاره خپلو منځو کې تړون کوي، نو ترټولو اړينه دا ده چې داوړه بايد په رښتيني او واقعي توګه يو او بل ومني او له يو بل څخه راضي واوسي.
رښتينې مينه مو پيدا کړئ!
ډېری خلک مخکې له دې چې د عاطفي اړيکو او احساساتو په هکله پوه شي، نو د نورو سره اړيکه ټينګوي. هغوی معمولا مينتوب، واده کولو او يا هم اولاد درلودو ته په رومانتيکه بڼه ګوري.
خو هغه مسوليت چې په دې برخه کې د دوی پر غاړه لوېږي، پاملرنه نه کوي. په حقيقت کې بايد د يوې رښتينې مينې او رابطې د ټينګولو لپاره ډېره هڅه او څېړنه وشي او ټول ضروريات په پام کې ونيول شي.
د يو مناسب کس د پيدا کولو لپاره، بايد خپله مناسب شخص واوسئ!
د يوې رښتينې مينې لپاره بايد لومړی خپل ژوند جوړ او ناتمامه کارونه مو پای ته ورسوئ. مخکې له دې چې يوه اړيکه يا رابطه رامنځ ته کړئ، بايد د نورو هغو کسانو څخه تجربه ترلاسه کړئ چې په خپله رابطه کې د ماتې سره مخ شوي دي.
د دې لپاره چې مناسب کس واوسئ، بايد د ځان لپاره ټاکلي حدود ولرئ!
خپلې سرې کرښې مخکې له مخکې نه وټاکئ. د بېلګې په توګه: د صداقت نشتون، خراب مالي وضعيت، د شغلي ثبات نشتون… د ياد شويو ستونزو په رامنځ ته کېدو به مو اړيکه وي او که نه؟!. مطلب دا چې د دغو مسايلو په اړه مخکې له مخکې ژور بحث وکړئ او يو بل ته قناعت ورکړئ.
معمولا رښتينې مينه، سالمه اړيکه ځان سره لري!
په يوې رښتينې مينه کې عاشق او معشوق د نيوکو، تهمت کولو او توندو خبرو پرځای داسې جملې يو او بل ته کاروي: زه احساس کوم، زه فکر کوم او يا هم زما په نظر… .
رښتينې مئينان هېڅکله هم د ژوندانه په اوږدو کې د ستونزو پر مهال يو او بل ته بد او رد نه وايي او له نيوکو او تهمتونو څخه ډډه کوي.
رښتينې مئينان خپلو شخصي موخو او يو او بل ته احترام لري!
دوه کسان چې په يو او بل عاشقان وي، له يو او بل سره کمک کوي ترڅو خپلو موخو ته ورسېږي او د خپلې راتلونکې لپاره په ګډه سره کار کوي. کله چې خاوند د ستنونزو سره لاس او ګرېوان کېږي، نو مېرمن يې د مرستې او همکارۍ لاس ورکوي او همدارنه په برعکس ډول.
په دې باور ولرئ چې رښتينې مينه تاوان نه لري!
په هرې اړيکې يا هم د هرې جوړې ترمنځ تشويش او ناهيلۍ وي، خو د يوې سالمې جوړې ترمنځ بيا دا ډول خبرې دايما نه وي. رښتينې مينه ييزې اړيکې ثبات لري. رښتينې مينه ستونزې له منځه وړي.