په یوه تازه نړیواله څېړنه کې راغلي، چې اسپانویان له جاپانیانو څخه زیات عمر کوي.
له دې څېړنې څخه مخکې کلونه- کلونه د ورته څېړنو پایله دا وه، چې جاپانیان د نورو هېوادونو له خلکو څخه اوږده عمرونه او آسوده ژوند لري.
سږ کال د اوږد عمره او خوشاله خلکو په څېړنه کې له جاپان څخه اسپانیې لومړی مقام ګټلی او جاپان یې دویم مقام ته ښکته کړی.
نوې موندنې
د یادې څېړنې نوې موندنې ښیي، چې تر۲۰۴۰ پورې د اسپانیې خلک په منځني ډول تر ۸۵ کلني پورې اوږد عمر لرلای شي.
د څېړنې پربنسټ د اسپانویانو ښه غذایي رژیم د دوی د عمر اوږدیدو سبب کیږي.
د موندنو له مخې اسپانویان پخپل غذایي رژیم کې سبزیجاتو، مېوو او د کب غوښې ته ډېر ځای ورکوي.
د دې ترڅنګ غوښه او د چرګ هګۍ بیا هغه څه دي، چې دوی یې زیات نه کاروي.
نور هېوادونه
په یاده څېړنه کې راغلي، چې له اسپانویانو څخه وروسته په دویم مقام کې د جاپانیانو د اوږده عمر او خوشاله ژوند وړاندوینه شوې ده.
په جاپان پسې سینګاپور او سویس له دې اړخه درېیم او څلورم مقامونه خپل کړي.
همدا شان ایټالیا، اسراییل، فرانسه، لوګزامبورګ او اسټرالیا هغه هېوادونه دي، چې یو په بل پسې د اوږده عمر او آسوده ژوند لرونکو هېوادونه ګڼل شوي.
د روسیې په اړه
په ورته وخت کې د روسیې عامې روغتیا وزارت د خپلو خلکو د ژوند د دوام په اړه د څېړنو پایلې خپرې کړي.
په دغو پایلو کې راغلي، چې تر راتلونکو ۶ کلونو به د روسان په منځني ډول تر۷۶ کلونو پورې عمر ولري.
د دوی د وړاندوینې له مخې، تر۲۰۳۰ پورې به د روسانو د اټکل شوي عمر کچه تر ۸۰ کلونو پورې ورسیږي.
د افغانانو ژوند
د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې چې 2018 م کال کې خپاره شوي، په افغانستان کې دا مهال د نارینه وو متوسط عمر 61 کلونه او د ښځو 64 کلونه دی. په دې هیواد کې په عمومي توګه د عمر اوسط 62 دی، او په دې حساب ترې په نړۍ کې 157 هیوادونه مخکې دي.
جګړه، اقتصادي ستونزې، ککړ چاپېریال، کمزوری غذایي رژیم او رواني ستونزې د دوی د عمر د لنډوالي عمده سببونه ګڼل شوي.