بشر دروېش
د ترکیې “صباح” ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د ستراتیژیکو څېړنو اسلامي مرکز د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ۲۰۱۸ کال تر ټولو بانفوذه اسلامي مشر اعلان کړی.
د نظرپوښتنې جزیات
سرچینه وایي، چې دا ټاکنه د نظرپوښتنې او یو لړ معیارونو پر بنسټ شوې ده.
د اردوغان د دغې ټاکنې دلیل د سوریې او افریقا په اړه د ده د اقداماتو ښه ارزول کیدل ښودل شوي.
په یاده نظرپوښتنه او څېړنه کې اردوغان د بانفوذه مسلمانانو د ۵۰۰ کسیزې ډلې له منځه د ټولو په سرکې ځای نیولی.
نور بانفوذه مشران
په یاده څېړنه کې د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز دویم، د اردن پاچا ملک عبدالله درېیم او د ایران مذهبي رهبر آیت الله خامنه یي څلورم مقام ګټلی.
اردوغان ولې په سرکې دی؟
د اردوغان د محبوببت لوی دلیل دا یاد شوی، چې په نړیواله کچه د مسلمانانو د حقونو په دفاع کې تر ټولو رهبرانو زیات مخکې و.
ده هم د سوریې د مسلمانانو په لاسنیوي کې ونډه لرله، هم یې د فلسطین په قضیه کې د هغه مظلوم ملت خوا ونیوله او هم یې په افریقا کې د مسلمانانو بده ورځ هېره نه کړه.
د هغه ستراتيژیک مرکز مسولینو، چې اردوغان د بانفوذه مسلمانو مشرانو په سرکې یاد کړی، د خپل دغه انتخاب یو بل دلیل له هغه څخه تر ۳ دورې صدراعظمۍ وروسته په ولسمشریزو ټاکنو کې د ترکي ملت غوڅ ملاتړ ښودلی.
نیوکې
پر اردوغان جدي نیوکې هم شته، منتقدین یې هغه په استبدادي خواصو، د واک په انحصار او ډېرې ځان ښودنې تورنوي.
دوی باور لري، چې اردوغان د خپل واک د ټینګښت لپاره خپل اکثره منتقدین په مختلفو بڼو خاموشه کړي.
پر اردوغان تور دی، چې زیات مخالف خبریالان او روښانفکران یې زنداني کړي او د بیان ازادي یې محدوده کړې ده.
هغه د واک په انحصار هم تورن دی او ویل شوي، چې د ترکیې ټولې واګې یې په لاس کې نیولي.