ژباړه او زیاتونه: نوراحمد فضلي
پر ځان باور؛ هغه څه چي نن سبا یوه له خورا رایجو او مطرحو موضوعاتو څخه شمېرل کېږي په ځانګړي ډول چي بیا کله یاده موضوع ماشومانو ته راجع کېږي. په نوره نړۍ کښي د ماشوم روزني، د هغه شخصیت جوړوني او پر ځان د باور زیاتولو له پاره هغه وخت چي لا نوموړی/نوموړې د مور په نس کښي وي؛ خاصه توجه او پاملرنه کېږي. چي هغه عبارت د ماشوم د مور خیال ساتلو، پر هغې د فشار نه راوستلو، د هغې نه ستړي کولو، هغه خپګان ته نه ورکولو او… دي. ولي متاسفانه چي زموږ په هیواد افغانستان په ځانګړي ډول پښتني سیمو کښي تر ډېره دې موضوع ته اهمیت نه ورکول کېږي؛ د لومړۍ ورځي څخه د ماشوم روزنه په داسي توګه را پیلېږي چي سبا خپله ئې کورنۍ ورڅخه سرټکوي.
نو که غواړئ چي اولادونه مو ځانونه مهم احساس کړي؛ د لاندي کارونو ترسره کول او دلاندینیو جملو ورته کارول ستاسي سره د یوه ښه او صالح اولاد په روزلو او یاد هدف ته ستاسي سره په رسولو کښي مرسته کوي.
۱.په کورنۍ کښي د هغه/هغې شتون مهم وګڼئ. مثلاً ووایاست:” کله چي خدای ج ته موږ ته راکړې، هغه ذات پوهېده چي موږ په ژوند کښي د څه شي محتاج یوو. “
۲. وبخښه ګرانه/ګراني. آیا ته کولای سې د کوم کار له وجي چي ما وکړ؛ ما وبخښې؟
۳. زه تاته بخښه کوم. او بیا دا بحث نه را اخلم. سمه ده؟
۴. نن شپه غواړمه چي یوازي ستا سره و اوسم. غواړې چي څه شي وکړو؟
۵. هو، ماښام ته هغه څه درپخوم چي ستا خوښېږي.
۶. زه پر تا باور لرمه.
۷. ستا څخه خوښه/خوښ یا منندوی یم.
۸. د مثبتو صفتو کارول؛ هیڅ باور مي نه کېږي چي ته څومره…. یې.
۹. پر تا ویاړم.
۱۰. ستا پیسې مي د مېز پر سر کښېښودلې.
۱۱. ستا خبره مي زړه ته لوېږي؛ باور ورباندي کوم.
۱۲. پر تا ویاړم. حتا سره له دې چي ته ډېر ښه نه وې، بیا هم ته زموږ ویاړ یې.
۱۳. پوهېږم چي له ډېر وخته مو مخامخ خبري نه دي کړي. خو غواړم پوه سې چي ستا خبره منم. سره له دې چي درسره موافق هم ونه اوسم. او تلاش کوم چي زموږ ترمنځ د اړیکي د بهتره کېدو له پاره دواړه وکولای سو چي یو وبل ښه درک کړو.
۱۴. ستا له پاره مي دا شی رانیولی دئ.
۱۵. په یوه ځانګړې عرصه کښي د هغه/هغې له وړتیاوو صفت او تعریف وکړئ. مثلاً وینم چي په فلانکي شي کښي دي خورا پرمختګ کړی دئ. سم لکه هغه فلانکی کار چي دي کاوه.
۱۶. په دې برخه کښي دي زه تحسینوم. په دې برخه کښي کولای سم ډېر څه له تا زده کړم.
۱۷. ډېر پر ځای او عاقلانه انتخاب وو.
۱۸. ته به په رښتیا یو ډېر ښه نارینه/ښځه جوړه سې. نه پوهېږم چي ووایم څومره په زړه پوري ده!
۱۹. پوهېږم چي څومره په هغه فلانکي کار کښي زهیر سوې. زه په رښتیا متاسفه یم. نه پوهېږم چي څومره به د دې کار ګالل درته ستونزمن وي خو پوهېږم چي ډېري سختي لحظې دي درلودلي دي.
۲۰. ته همېشه زما اولاد یې او زه همېشه تا بخښم او مینه درسره لرم.
۲۱. ولاړ سه تر سبا سهاره بیده سه او استراحت وکړه. د شي فکر مه کوه.
۲۲. ما هیڅ فکر نه کاوه چي فلانکی کار به وکړلای سې. زه دي په رښتیا متاثره کړم.
۲۳. د فلانکي شي په اړه څه نظر لرې؟
۲۴. زه پوهېدلم چي کار لرې او په یاد دي نه دي نو ما وختي لا ستا د غاښونو د ډاکټر سره ملاقات لغوه کړ.
۲۵. د هغه د پلار په اړه د ښو صفتونو کارول. زه ستا له پلار سره ډېره مینه لرم. هغه په رښتیا یو فوق العاده انسان دئ.
۲۶. خوښېږي مي چي وخت مي ستا سره تېر کړم.
۲۷. ډېر خوشحاله یم چي همدا ګړی په کور کښي یې.
۲۸. زما خوښېږي چي هغه فلانکی کار په ګډه ترسره کړو.
۲۹. ته د خدای له نعمتونو او هدیو څخه یوه بهتره هغه یې. زه په رښتیا ډېره خوشحاله یمه چي خدای ج ته ما ته راکړی/راکړې یې.
۳۰. کله چي ستا سره یم د یو خاص غرور احساس کوم.
۳۱. هغه فلانکی کار دي ډېر ښه ترسره کړ.
۳۲. ستا د خوښي غذا مي پخه کړې ده.
۳۳. ته چي څنګه یې همداسي راباندي ګران/ګرانه یې. پوهېږم چي خپله به له ځانه ډېر خوښ او راضي نه یې مګر خدای ج ډېر ښه پوهېدی چي تا څنګه پیداکړي. او زه هم چي څنګه هغه ذات پیداکړی/پیداکړې یې مینه درسره لرم او زما بچیه زه نه غواړم چي ته بل ډول وای.
۳۴. ډاډه یمه چي خدای ج زموږ دواړو څخه ساتنه کوي. هغه همېشه همداسي کړي دي. راځه چي دواړه هغه ته لاس په دعا سو.
۳۵. د خدای ج په فضل او کرم سره، زه او پلار به دي هیڅکله له یو و بله سره جلا نه سو.
۳۶. هغه فلانکۍ جوړه کالي څومره ستا سره ښه ایسي.
۳۷. که ستا پر ځای وای، همدا حس به مي درلود.
۳۸. کولای سې چي کومه موسیقې ته اورې اواز ئې لږ لوړ کړې؟
۳۹. په هغه فلانکي کار کښي ډېر مرتب او بانظمه یې.
۴۰. هغه کار دي ډېر په مېړانه ترسره کړ.
۴۱. ته ئې احساسوې چي زه دي درک کوم؟
۴۲. که غواړې چي د یوې مور په حیث دي په ما کښي تغییر راولې، هغه به څه شي وي؟
۴۳. په رښتیا چي په دې برخه کښي ښه وړتیا لرې.
۴۴. راځه چي دواړه د نیکه جان او انا جاني سره ووینو.
۴۵. کله چي وینم راته غټېږې په رښتیا راته په زړه پوري دي.
۴۶. فقط غوښتل مي پوه سې چي زه درته دعا کوم.
۴۷. زړه مي درپسي خپه سوی دئ خو خوشحاله یم چي ته خوشحاله یې.
۴۸. رښتیا چي کله ته یې ما ډېره خوشحالوې.
۴۹. ډېره مینه درسره لرمه.
۵۰. ته د مورکۍ د زړه ټوټه یې.