ژباړه: بشر دروېش
د اکتوبر ۲۰ مه د لیبیا د دیکتاتور واکمن معمر القذافي د وژل کیدو له تلین سره برابره وه.
د قذافي ژوند ګڼې مثبتې او منفي خواوې لرلې. یوه منفي خوا یې دا وه، چې هغه د جنسي هوس د سړولو لپاره یې ډېر داسې څه کړي، چې منتقدین یې د هغه نا انساني او وحشیانه چلند یادوي.
د حرامسرای کیسه
حرامسرای د پخوانیو پاچاهانو هغه ځای ته وېل کیده، چې دوی پکې ګڼې نجونې او ښځې ساتلې او خپل هوس یې پرې سړوه.
د حرامسرایو په اړه عجیب و غریبې کیسې شته. پاچاهانو به هلته د هوس بازۍ مختلف رومانټیک ځایونه جوړول، په مختلفو رڼاګانو یې رنګیناوه او له هر ډول امکاناتو یې د خپلو حرامسرایو د ښایست او رنګینۍ لپاره ګټه اخیسته.
معمرالقذافي، چې د ۱۹۷۷ له کودتا وروسته پرلیبیا واکمن شوی و، پر ښځو او خپل هوس تر دې حده مېن و، چې ان خپل شاهي ګارد یې ټول له دنګو او مټورو نجونو ډک کړی و.
د تورې جادو معتقد
د قذافي له وژل کیدو وروسته د هغه د وحشیانه کارونو د نورو کیسو ترڅنګ د حرامسرای ځینې کیسې هم رسنیزې شوې.
د هغه د حرامسرای په اړه یو کتاب هم لیکل شوی، چې په دې لیکنه کې ګټه ترې اخیستل شوې ده.
د حرامسرای یوه کیسه څرګندوي، چې قذافي د تورې جادو په نوم پریوه اعتقاد باور درلود. د تورې جادو باورمندانو د خپلې دغې جادو د سرته رسولو لپاره د باکره نجونو د بکارت وینې ته اړتیا لرله.
هغه د دغې اړتیا د پوره کولو لپاره هم په حرامسرای کې ګڼې باکره نجونې ساتلې او د بکارت له وینې یې د خپل جادو لپاره کار اخیسته.
د سهیلا صدیقي په نوم یوې ښځې، چې په زوره د قذافي حرامسرای ته وړل شوې وه، د کتاب لیکوال ته ویلي: ((دا شېبه مې په ژوند کې هیڅکله نه هېریږي. هغه مې یوازې پر وجود نه؛ بلکې پر روح هم تېری کړی. د تېري پروخت یې بې هوښه شوې او بې ساه جسد غوندې پرخپل ځای پرته وم او ژړل مې)).
د قذافي د حرامسرای یوې بلې قرباني ښځې ویلي:(( کله مې چې د قذافي جنازه په عام محضر کې ولیده، یوه شېبه مې ډېر خوند حس کړ. خو وروسته مې زړه بد شو، ماویل کاشکې هغه ژوندی نیول شوی او نړیوالې محکمې محاکمه کړی وای.))
پر هلکانو یې هم تېری کاوه!
قذافي یو نه، بلکې څو مختلف حرامسرایونه لرل. د هغه حرامسرایونو مختلفې ودانۍ لرلې.
د حرامسرای ښځې موظفې وې، چې ټول په نېمه لوڅ بدن کې وګرځي او ۲۴ ساعته د قذافي خدمت ته چمتو وي.
د قذافي په اړه ادعا شوې، چې هره ورځ یې څو مختلفو پېغلو نجونو ته اړتیا وه. وېل کیږي چې هغه ځينې وخت د نجونو په موجودیت کې پر هلکانو هم جنسي تېری کاوه.
د ثریا په نوم یوې نجلۍ ویلي، چې د قذافي کسانو په ۱۵ کلنۍ كې تښتولې او هغه ته بیولې وه، خو دې تر پایه د خپلې کورنۍ د عزت لپاره غږ ونکړ.
ثریا له قذافي سره د خپل لومړني ملاقات په اړه ویلي: په لومړي ځل مې چې ولیده، د خوب پر تخت لوڅ غځیدلی و. زه یې د حرامسرای مشر وروستم، له شرمه مې ورکتلای نه شول، خو هغه راته وویل: مه وېریږه، زه هم ستا پلار، هم ورور، هم مېن یم. ماسره په هرحالت کې راحته اوسه!
ثریا زیاته کړې: قذافي یو ماهر لوبغاړی و، هیڅکله مې پرلمانځه نه دی لیدلی له یو ځل پرته. یو ځل یې هم هغه وخت لمونځ وکړ، چې د افریقا یوې غونډې ته ورته او له سختو ستونزو سره مخ و.
قذافي د دې ترڅنګ یوه مېرمنه لرله. له هغې سره یې داسې چلند کاوه، چې ځان یې ورته ترټولو نارینه وو ډېر پاک او یوازې د خپلې ښځې مېن ښوده.