په ټولنیزو رسنیو کې خبر ورکړل شوی، چې مشهوره افغان سندرغاړې استاد مهوش په امریکا کې له یوه جومات څخه ویستل شوې ده.
جومات ستا ځای نه دی!
وېل کیږي، چې د استاد مهوش دغه سپکاوی څو ورځې مخکې د امریکا متحده ایالاتو د کلفورنیا ایالت په شمالي برخه کې شوی دی.
د راپورونو مطابق، استاد مهوش د ابوبکر صدیق(رض) په نوم یوه ښځینه جومات ته تللې وه، چې درېیو ښځو په توهین آمېزه بڼه له جوماته ویستې او ورته ویلي: ته سندرغاړې یې، جومات ستا ځای نه دی.
خپله د استاد مهوش نظر په دې اړه نه دی ترلاسه شوی.
غبرګونونه
د افغان حکومت د اجرایه ریاست یوې کارکوونکې او فرهنګي څېرې عطیه مهربان پرخپلې فیسبوک پاڼې له استاد مهوش سره چلند غندلی.
هغې لیکلي: د اسلام له نوم څخه ځینې ناوړه ګټه اخیستونکي له نورو سره داسې تبعیضانه چلند کوي، لکه دوی چې د خدای تعالی(ج) استازي وي. دوی حق نه لري چې د هیچا او بالخصوص د استاد مهوش په شان سترو شخصیتونو سپکاوی وکړي.
مشهور افغان لیکوال رزاق مامون بیا په یوه اوږده لیکنه کې پر مېرمن استاد مهوش نیوکې کړي.
مامون وایي: استاد مهوش د افغاني ټولنې د معمول له مخې په تېرعمر جومات ته له تګ سره یو ډول ریاکاري کوله، خو ناکامه او له بد چلند سره مخ شوه.
د استاد مهوش دغه منتقد دغه راز پر هغې تور لګوي، چې د لوړ هنري مقام باوجود له عام ټولنیز ذهنیت څخه زر متاثریږي.
د رزاق مامون په وینا کلونه مخکې یې په کابل کې استاد مهوش له پنجابي لباس سره لیدلې او زړه یې ترې بد شوی.
د استاد مهوش په اړه
استاد مهوش په ۱۳۲۶ کال په کابل کې زیږیدلې. هغه دري ژبې ده، خو ګڼې پښتو سندرې هم لري.
د مهوش اصلي نوم ګلالۍ ده. هغه د فریدې په نوم هم مشهوره ده.
استاد مهوش لومړنۍ او یوازینۍ افغان ښځینه سندرغاړې ده. دې د لومړنۍ سندرغاړې په توګه پر ملي ټلویزون سندرې ویلې.
استاد مهوش د سلګونه غوره سندرو د ویاړ لرلو ترڅنګ د افغانستان د هنرمندانو لومړنۍ هغه وه، چې په ۲۰۰۷ کې یې د ملګرو ملتونو په سازمان کې سندرې وویلې.
یاد شوی کال د ملګرو ملتونو لخوا د مشهور افغان شاعر او صوفي مولانا جلال الدین محمد بلخي په نامه نومول شوی و.