د نړۍ ترټولو پخوانۍ ډوبه شوې کشتۍ وموندل شوه

سپینه تجريدي ډیزاین

لرغون پېژندوکو د تورې بهېرې په تل کې څو ورځې وړاندې يوه ډوبه شوې کشتۍ په داسې حال کې وموندله چې تمه کېږي د نړۍ ترټولو پخوانۍ کشتۍ وي. ترټولو جالبه بيا دا ده چې ياده کشتۍ تر دې دمه په خپل حالت پاتې ده، يانې لاس نا وهل شوې ده.
اټکل کېږي چې د نوموړې کشتۍ عمر به له ۲۴۰۰ کلونو څخه هم ډېر وي او د څېړونکو لپاره ترټولو جالبه بيا ده ده چې ياده کشتۍ لا تر دې مه په خپل لومړني حالت ده.
د څېړونکو په وينا ياده کشتۍ د سمندر د تل په ۲ کيلومترۍ کې وموندل شوه، چې د سمندر په تل کې د اکسيجن نشتوالی د دې لامل ګرځېدلی چې د دې کشتۍ وسايل په ښه توګه روغ او سالم پاتې شي.
د دې کشتۍ اوږدوالی ۲۳ متره دی چې د لرغوني يونان پورې اړه لري او د کشتۍ په دننه برخه کې اړوند ټول وسايل سالم دي، حتی دا چې نقاشيانې يې هم په خپل ځای دي.
د نقاشۍ انځور:

د تورې بهيرې د لرغون پېژندنې د پروژې لوړپوړی څېړونکی پرروفيسور جان ادمزاد وايي: ( دا يوه لاس ناوهل شوې کشتۍ ده چې د لرغونۍ نړۍ څخه موږ ته په ميراث پاتې ده. هېڅلکه مو دا باور نه دی کړی چې داسې څه دې ومومو. د دې کشتۍ کشف موږ ته د لرغوني دريانوردۍ او کشتۍ جوړونې په هکله لا ډېر مالومات راکوي ).
د کشتۍ انځور:

ګمان کېږي چې ياده کشتۍ به يوه سوداګريزه او له هماغه ډول څخه وي چې د هومر په اديسه نومي اثر کې ورته اشاره شوې ده او د دې د داستان اتل د دې کشتۍ په مرسته خپل سفر پای ته رسولی.
د څېړنې ګروپ اعلان وکړ چې هوډ لري ياده کشتۍ د هغې د کشفولو پرځای په هماغه حالت پرېږدي او يوازې يوه ټوټه يې د لا ډېرو څېړنو لپاره د بريتانيا د ساوت همپتون پوهنتون ته ولېږدوي.

تمه ده چې د دې کشتۍ د لاجزياتو لپاره نږدې ورځو کې په لندن کې يو کنفرانس هم ترتيب شي.