د مور د شیدو هغه غوره والی چې له مصنوعي شیدو سره یې لري

سپینه تجريدي ډیزاین

ژباړه: مریم محمدي
د مور شيدو کې په کافي اندازه ټول هغه مواد وجود لري کوم چې د ماشوم لپاره ضروري دي. همدارنګه په قران کریم کې هم راغلي دي چې میندې باید خپل ماشوم ته پوره دوه کاله شېدې ورکړي.
بلخوا ساینسي او طبي تحقیقات هم دې نتیجې رسیدلي، چې د ماشوم لپاره د مور شیدې بهترینه غذا ده، همدا شیدې ماشوم له ناروغیو ژغوري او د ماشوم د عمر اوسن اړوند مواد پکې موجود دي، د مور شیدي د ماشوم د بدن ټولې اعضاوې په متناسب ډول پیاوړي کوي او غټوي خو د ماشوم د عصبي سیستم لپاره یې ګټه لا زیاته ده.
د مور شيدې د اوسپنې، ويټامينونو او منرالونو تر څنګ داسې انتي باډي ګاني لري چې د مکروبونو په مقابل کې د ماشوم د مقاومت سره کومک کوي.
دا چې د ماشوم لپاره د مور شیدې له وچو یا پوډري شیدو سره څه توپیر لري دلته یې په اړه به پوه شئ:
۱- ماشوم د مور په شیدو شته پروټئین اوغوړ ښه هضم کولای شي، نسب له وچو شیدو.
۲- د یوشمېر پوډرې شیدو ترکیب د مور له شیدو سره یو ډول وي خو هغه د ټولو ماشومانو لپاره یو رقم جوړې شوي وي، د مور شیدی بیا خپل ماشوم لپاره مناسب وي.
۲- هغه ماشومان چې د مور له شېدو سره تغذیه کیږي،هاضمه یې ښه وي او په دوی کې اسهال ناروغۍ هم کمه لیدل کیږي. خو بل خوا هغه ماشومان چې پودري شیدې خوري هر وخت په یاده ناروغۍ اخته وي.
۳- څیړنو ښودلې چې کوم ماشومان چې د مور شیدې، څښي، وزن یې مناسب وي، خو هغه ماشون چې بیا وچې شیدې څښي، یا یې وزن کم وي یاهم له خپل اندازې ډېر وزن لري چې دا په خپل د ناروغيو لامل کیږي.
۴- ډاکتران وايي هغه ماشومان چې لږ تر لږ یې درې ماشتې هم د مور شېدې یې څښلي وي د هغه ماشومانو په پرتله چې پودري شیدې څښلي، ۳۴ سنله کم په شکرې ناروغۍ اخته کیږي.
۵- هغه کسان چې په ماشومتوب کې د مور په شیدو تغذیه شوي دي، هغوی د عمر په اوږدو کې د وینې فشار او د زړه په ناروغیو کم اخته کیږي.
۶- که چیرې ماشوم د شیدو څښلو په وخت کې ستړی شي نو کولای شي د مور له بلې سینې د شیدو څښلو ته دوام ورکړي، خو د وچو شېدو څښلو په وخت کې ماشوم دمه نشي وهلي، چې دا کار هم د ماشوم تغذې ته زیان رسوي.