د کرکټ د نړیوالې شورا لخوا د شل اوریزو لوبو په تازه اعلان شوې درجه بندۍ د توپ اچوونې په برخه کې افغان سلو توپ اچوونکی راشد خان په خپل ځای پاتي او لومړی مقام لري.
تازه اعلان شوې درجه بندي ښیي چې پاکستانی شاداب خان د توپ اچوونکو په نوم لړ کې دویېم او نیوزلینډی ایس سوډهی دریېم ځای لري، تر دوې وروسته په ترتیب سره هندوستانی یزوندرا چاهل څلورم، د انګلینډ عادل رشید پنځم، د نیوزلینډ سانټنر شپږم، ویسټ انډیزی سمیول بدري اووم، د سوت افریقي عمران طاهر اتم، د اسټرلیا سټینلېک نهم او پاکستانی عماد وسیم لسم ځای لري.
تر دې وروسته بل افغان لوبغاړی محمدنبي په ۱۳م نمبر او ځوان سلو توپ اچوونکی مجیب ځدراڼ په ۳۹ مقام کې لري.
خو بل لورته د آي سي سي لخوا د شل اوریزو لوبو په اعلان شوې درجه بندۍ کې په لس غوره توپ وهونکو کې هېڅ افغان لوبغاړی نه دی شامل.
د توپ وهونکو په نوملړ کې پاکستانی بابر اعظم مخکښ دی او لومړی ځای لري، تر ده وړاندې اسټرالیاوي ایرون فینچ لوموړی ځای درلود خو اوس پاکستاني بابر اعظم یې پر ځای قبضه کړې او فینچ اوس په دویم نمبر کې ځای لري.
په دغه درجه بندۍ کې ، هندي لوکیش راهول دریم، د نیوزلینډ کولن منرو څلورم، د پاکستان فخر زمان پنځم، نیوزلینډی مارټين ګوپټیل شپږم، اسټرلیاوی ګلین مکسویل اوم، د انګلینډ الیکس هیلز اتم، بل انګلینډی جیسن رائ نهم او د هندوستان روهیت شرما لسم نمبر ځای لري.
په دغه اعلان شوې درجه بندۍ کې سل غوره توپ وهوونکو کې د افغان لوبډلې له لوري ویکټ ساتوونکی محمد شهزاد په ۱۴م، ځوان حضرت الله ځاځي په ۳۸م، نجیب ځدران په ۴۸، لوبډلمشر اصغر افغان په ۵۳، سمیع الله شینواری په ۵۵، عثمان غني په ۹۳، ګلبدین نایب په ۹۷ او شفیق الله شفق په ۹۸ مقام کې ځای لري.
یو شمېر افغان کرکټ پوهان وایې دا چې افغان کرکټ لوبډلې په روان کال کې کمې شل اوریزې سیالۍ تر سره کړي نو ښایې لامل یې همدا وي چې هیڅ افغان لوبغاړو په لس بهترینه توپ وهوونکو کې نه دي راغلي.
د شل اوریزو لوبو د لوبډلو په نوملړ افغان کرکټ لوبډله تر سریلانکا او بنګله دېش وړاندې په اتم نمبر کې ځای لري.
په دغه رینکینګ کې ايرلینډ لوبډله تر ټولو په وروستي ځای ۱۷ نمبر کې او د هنګانګ، عمان او اماراتو لوبډلې تر په جدول کې مخکې دي.
د شل اوریزو لوبو په ال رونډرانو کې افغان لوبغاړی محمد نبي عیسی خېل تر اسټرالیاوي مکسویل وروسته او بنګله دېشي شکیب الله حسن وړاندې دويېم ځای لري.
له لسو غوره لوبغاړو ورهاخوا بل افغان لوبغاړي سمیع الله شینواری په ۱۱ نمبر کې ځای لري، په داسې مهال چې د یو ورځینو لوبو لومړی نمبر ال رونډر راشد خان ارمان د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې د جدول په ۳۰ نمبر کې دی.