د پاکستانۍ لوبډلې د ستایلو له امله، ډین جونز ته کنځلې وشوې

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د پاکستان او اسټرالیا ترمنځ د دوه ټېسټ او درې شل اوریزه لوبو لړۍ پاکستان وګټلې او اسټرالیا یې وایټ واش کړه.
کله چې پاکستانۍ لوبډلې لومړۍ، دوهمه او دریمه شل اوریزه لوبې وګټلې؛ نو اسټرالیایي پخواني لوبغاړي او د افغان شپږیزه لیګ تبصره کوونکي ډین جونز د پاکستان او اسټرالیا د لوبې پرمهال د پاکستان د لوبې صفتونه وکړل او د هغوی لوبه یې د توپ وهنې او توپ اچونې په برخه کې وستایله.

د مبصر ډین جونز له خوا د پاکستان صفت او توصیف د هندوستاني هارش سیدو په دماغو د مرمۍ لګېدل وو، ډین جونز ته یې په ټوېټ کې لیکلي ایا کولی شې یو څوک ماته ووایي، چې ته ولې پاکستانیو مېرمنو سره د شا له خوا جنسي اړیکې نیسې؟
بیا ډین جونز ورته ویلي، چې د پاکستان او هندوستان ترمنځ ډېرڅه ښه نه دي، په ځانګړي ډول هغه مهال چې پاکستان په قهرمانۍ جام سیالیو کې هند ته ماته ورکړه حالت لا خراب شول.

بیا له دې وروسته په ۲۰۱۸ م کال کې هندوستانۍ لوبډلې دوه ځلې پاکستانۍ لوبډله په اسیا جام سیالیو کې ماته کړه. له دې ور اخوا سیاسي اړیکې دي، چې ددې هېوادونو ترمنځ یې کړکېچ زېږولی.
د کرېک ټرېکر په نامه وېب پاڼې لیکلي، چې ډین جونز، هندوستاني ته ډېر معقول ځواب ورکړی.
جونز ویلي، چې پاکستان په شل اوریزه لوبوکې لومړی مقام لري او ماته څوک ویلي شي، چې اسټرالیایي لوبغاړي ولې ژر، ژر وسوځېدل.
ډین جونز اسټرالیایي کرکټ لوبغاړی دی، چې ۱۹۶۱ م کال کې په اسټرالیا کې زېږېدلی دی او اوسمهال په لوبو تبصره یا له لوبغالو کمېنټري کوي، کله چې نوموړي د پرېزېنټ پر مهال د پاکستانۍ لوبډلې صفت کړی، نو هندوستاني مینه وال ورته کنځلې کړي دي.
ډین جونز له ۲۰۰۰ م کال څخه وړاندې له کرکټ څخه تقاعد شوی دی.
نوموړي د شپږیزې لیګ پرمهال هم د افغانستان صفت کړی و او ویلي و، چې دی هر وخت افغانستان ته راځي او افغانستان سره مینه لري.