اسټرالیا کې د جنوبي اسیا ټولنو ترمنځ د کرکټ سیالۍ: افغان ټولنه هم پکې ده

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

د اسټرالیا د ویکټوریا په نامه سیمه کې د کرکټ سیالۍ کېږي، چې افغانستان ته پکې هم وخت ورکړل شوی دی.
دا لوبې د پوهنتونونو ترمنځ مخکې د اپریل په ۲۸ مه نېټه هم د ۳۰۰ لوبغاړو له خوا ترسره شوې وې.
هغه مهال دا لوبې په فاکنر پارک لوبغالي کې وې.
د نیوز په نامه یوې وېب پاڼې لیکلي، چې د مېلبورن رېنېګېډز سیمه کې د اتلولۍ جام سیالۍ ترسره کېږي، چې د جنوبي اسیا ټولنې به پکې برخه واخلي.
د کرکټ وېکټوریا په نامه یوه ټولنه له وېک هیلت، مېلبورن رېنېګېډز ټولنو سره د څلورم ځل لپاره دا شل اوریزه سیالۍ چمتو کوي، دا سیالۍ د اسټرالیا د فصلونو مطابق د اوړي په موسم کې کېږي.

وېب پاڼه وایي، چې په دغو سیالیو کې به د سهیلي اسیا ځوانې وړتیاوې په نښه شي.
د لومړي ځل لپاره له جنوبي اسیا څخه افغانستان، پاکستان، هندوستان، نېپال، بنګله دېش او سریلانکا شامل دي.
د ټورنمنټ څخه موخه د سهیلي اسیا د هغو لوبغاړو د لوړتیاوو لوړول او پرمختګ کول دي، چې کرکټ کوي او له کرکټ وروسته بیا مسلکي کرکټ زده کوي، دا لوبغاړي په ویکټوریا سیمه کې اوسېږي، چې د سهیلي اسیا اوسېدونکي دي.
دا لوبې هلته د مختلفو ټولنو ترمنځ پېلېږي، چې لویه موخه یې د ټولنو ترمنځ همغږي، مرستې، دوستي او اړیکي جوړول دي.
تر دې دمه ۸۰۰ تنه د دغو لوبو لپاره ثبت شوي دي.
د هرې ټولنې له پنځوس لوبغاړو څخه ټرېل اخېستل کېږي. چې بیا د هرې لوبډلې لپاره ۱۵ کسیز نوملړ جوړېږي.

د ۲۰۱۷ کال په جنوري میاشت کې هم داسې ټورنمنټ شوی و، چې افغان ټولنې لوبډلې ته پکې د هندۍ ټولنې لوبډلې په ۵۳ منډو ماته ورکړې وه.
کله چې لوبډلې بریالۍ کېږي، نو دوه لوبډلو کې چې یوه اتله کېږي، بیا به هغه لوبډله له سېډني تندر لوبډلې سره چې د سېډني سیمې نماینده کوي، مخ کېږي.
دا سیالۍ به د ۲۰۱۹ م کال کې د فبروري په ۲۰ مه او ۲۱ مه نېټه وشي.