د ناکامۍ یو دېرش مهم سببونه

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

له ” فکر وکړئ او شتمن شئ “ اثر څخه
لېکوال: نيپولېین هېل
ژباړه: زمریالی اباسین
د هر نارینه او ښځې د ژوند تر ټولو ستره تراژيدي یا مصیبت دا دی، چې کله په شوق هڅه وکړي او بیا ناکام شي.
د ناکامۍ دغه تراژیدي له څو هغو کسانو پرته چې کامیابي ترلاسه کوي، نور د اکثریت وګړو د ژوند داستان تشکیلوي.
هغه زرګونه کسان چې ما پخپله تحلیل کړي، ۹۸ فیصده یې د ناکامیو ښکار شوي دي.
ما د خپلو څېړنو په پایله کې د ناکامیو ۳۱ مهم لاملونه او ۱۳ هغه لاملونه چې سړی شتمنولی شي، راسپړلي دي. پدې څپرکي کې به د ناکامۍ او شتمنۍ دغه عوامل تاسې ته روښانه کړو. کله چې تاسې د ناکامیو د عواملو په اړه چمتو شوی لست له نظره تېروئ، ګام په ګام پکې ځان مجسم کوئ او وګورئ چې ستاسې او بریالیتوب ترمنځ د ناکامۍ څو عوامل خنډ شوي دي.
۱. ناوړه ارثي مخینه: هغه کسان چې د زېږون له مهاله عصبي کمزورتیا لري، ورسره ډېره کمه مرسته کېدی شي. له دغو کسانو سره یوازې د یو شمېر متخصصینو پر مټ مرسته شونې ده او بس. پام مو وي چې دا د ناکامۍ هغه یوازینی لامل دی چې په انفرادي ډول یې حلول اسان کار ندی.
۲. په ژوند کې د یوه مشخص هدف نه موجودیت: هغه کسان دې د بریاليتوب ترلاسه کولو توقع نلري، چې په ژوند کې یو واضح او مشخص هدف نلري. هغه کسان چې ما پرې څېړنې کړې، ۹۸ فیصدو یې مشخص او روښانه هدف نه درلود. په حقیقت کې همدا د دوی د ناکامۍ اصلي لامل دی.
۳. د پرمختګ لپاره نه لېوالتیا: هغه کسان دې هم د بریالیتوب ترلاسه کولو هیلې ته په زړه کې ځای نه ورکوي، چې د خیر په غونډۍ ناست دي او په ژوند کې یا پرمختګ ته لېوالتیا نلري او نه هم غواړي چې د پرمختګ ترلاسه کولو قیمت ادا کړي.
۴. ناکافي زده کړې: دا د پرمختګ په لار کې یو ستر خنډ دی خو د له منځه وړلو لپاره یې نسبي اسانتیاوې شته دي. تجربو ښودلې چې تر ټولو د غوره زده کړو څښتنان هغه کسان دي، چې د شخصي زده کړو له لارې یې ځان یوه ځای ته رسولی وي. هغه کس د زده کړو څښتن بلل کېږي، چې د نورو د حقونو له ترپښو لاندې کولو پرته په ژوند کې هغه زده کړې کوي چې غواړي یې. زده کړې له پوهې سره سروکار نلري، ترڅو چې عملاً اغېز ونلري او ګټه ترې پورته نشي مانا نلري. خلک ددې لپاره معاش نه ترلاسه کوي چې زده کړې یې تر کومې کچې دي، بلکې ددې لپاره په بېلابېلو ادارو کې جذب شوي چې د خپلې پوهې په وسیله نورو ته څه ډول ګټه رسولی شي.
۵. د شخصي نظم یا انضباط نه مراعاتول: یو څوک هغه وخت په ځان کې انضبات رامنځته کولی شي، چې د ځان د کنټرول وړتیا ولري. دا په دې مانا چې یو سړی باید په ځان کې موجود ټول منفي کیفیتونه کنټرول کړي. د ځان اداره کول تر ټولو سخت کار دی. که تاسې ځان ته ماتې ورنکړئ، د خپل ځان لخوا به له ناکامۍ سره مخ شئ. که هېندارې ته لږ په ځیر وګورئ، په ځان کې خپل تر ټولو ښه ملګری یا تر ټولو غټ دښمن موندلی شئ.
۶. ناوړه روغتیايي وضعیت: هېڅوک نشي کولی له بشپړ روغتیایي وضعیت پرته د سترو بریاوو خوند وڅکي. که سړی ځان کنټرول نکړي، له دغې ناخوالې سره مخ کېږي. په لاندې کرښو کې د ناوړه روغتیایي وضعیت عواملو ته اشاره کوو:
الف. له حده ډېر خواړه روغتیا ته زیان رسوي. (لکه چې وایي کم خوره هوسا به اوسې.)
ب. د منفي او ناوړه افکارو عادت،
ج. د جنسي اړیکو په ساتلو کې افراط یا ناوړه جنسي اړیکې،
د. د سپورټي فعالیتونو کمښت،
هه. سا لنډي یا د تنفس کولو لپاره د تازه هوا نه موجودیت،
۷. د ماشومتوب په دوران کې د ناوړه چاپیریال اغېزې: مشرانو ښه ویلي چې:« ماشوم لکه د تنګۍ لښتې په څېر وي، که کوږ شو، کوږ لویېږي او که نېغ یې وساتئ، نیغ لوییږي.» یا په بله مانا ʺله کږې لښتې، کوږ ښاخ جوړیږي.ʺ هغه کسان چې جرمونو ته مخه کوي، لامل یې د ماشومتوب په دوره کې ناوړه چاپیریال او د ناوړه ملګرو ناسته ولاړه ده.
۸. لټي او کسالت: دا د ناکامۍ یو تر ټولو پېژندل شوی لامل دی. لټي او ټنبلي هغه ناورین دی، چې د انسان د بریالیتوب ټول فرصتونه لوټي. زموږ په منځ کې ډېرکسان د ناکامۍ ښکار کېږي، ځکه چې موږ د خپلې لټۍ له امله لاس تر زنې د مناسب فرصت په تمه کېنو. هر وخت مناسب وخت دی. له هماغه ځایه هلې ځلې پیل کړئ، چې حاضر دی او د هماغو ناڅیزو سهولتونو پر مټ کار پیل کړئ، چې په لاس کې مو دي. که تاسې مخکې ولاړ شئ او حرکت وکړئ، پخپله به ټول کارونه اسان شي. لکه چې وایي، ʺبرکت په حرکت کې دی.ʺ
۹. کمزوری هوډ: ډېر کسان خپل کارونه ډېر ښه پیلوي، خو پای رسولو ته یې ملا ماته شي. له دې سره هم مهاله، یو شمېر خلک ډېر ژر ماتې منلو ته غاړه ږدي. ددې لامل د هوډ کمزورتیا ده. هغه کس چې پر خپل هوډ ټینګ ولاړ وي، له ځانه سره یې دا پتېیلې وي چې د ناکامۍ ناورین بالاخره پای ته رسیږي او نور نو د بریالیتوب په وړاندې نشي خنډ کېدلی. ناکامي ټینګ هوډ او پیاوړی دریځ نشي ماتولی.
۱۰. ناوړه شخصیت: هغه کس نشي کولی بریالیتوب ترلاسه کړي چې د خلکو په منځ کې په ناوړه خویونو او عادتونو مشهور وي. بریالیتوب د قدرت په وسیله ترلاسه کېږي او قدرت د نورو کسانو په همکارۍ ترلاسه کېدی شي. له شک پرته چې یو منفي شخصیت د خلکو همکاري نشي جلبولی.
۱۱. له حد وتلی شهوت: شهوت او جنسي میل د انسان په وجود کې تر ټولو پیاوړې غریضه ده او سړی عمل کولو ته هڅوي. جنسي میل تر ټولو پیاوړی احساس دی، چې باید تر کنټرول لاندې راوستل شي او سمې لارې ته را وګرځول شي.
۱۲. پر بې ګټو کارونو د پیسو لګولو لېوالتیا: قیمار یا جوارګري د میلیونونو وګړو د ناکامۍ سبب شوې. د وال سټریټ د ۲۹مې اقتصادي مطالعې پایله، چې په صرافيو کې یې د میلیونونو کسانو د پیسو ګټلو لپاره د قیمار له وجې درانه مالي زیانونه ښودل، یوه ښه بېلګه ده.
۱۳. پڅې پرېکړې: ټول هغه کسان چې ژر یا په ځنډ بریالي شوي، په هر ډول شرایطو کې پر خپلو پرېکړو ټینګ ولاړ وو او قاطع تصمیمونه یې درلودل. خو هغه کسان چې د ناکامۍ کندو ته لویدلي، له یوې مودې وروسته یې ناڅاپي خپلې پرېکړې بدلې کړي دي. پڅې پرېکړې او لټي د یو بل سکني دي. یو چې چېرته وي، بل یې هرومرو هلته مونده شي. له دې مخکې چې دا دواړه مو د ناکامۍ ګړنګونو ته ورټیل وهل، ویې وژنۍ او پرمخ ولاړ شئ.
۱۴. شپږګونې وېرې: دغه وېرې یا د ډاریدو اسباب په راتلونکي څپرکي کې څېړل شوي دي. لومړی باید د دغو وېرو حساب تصفیه کړئ، ترڅو غوره خدمات وړاندې کړای شئ. ( لېکوال ددې ویرو په اړه د خپل اثر په یو بل ځای کې په تفصیل خبرې کوې.)
۱۵. د واده لپاره د نامناسب کس ټاکل: نامناسب واده هم د ناکامۍ یو پېژندل شوی عامل دی. د واده مزی دوه جلا جنسونه او کسان سره کوشیروي. که چېرې په دغه اړیکه کې همغږي نه وي موجوده، ناکامي حتمي ده. په ورته وخت کې، دا ډول اړیکه سړی غمجنوي او د یوه ناورین په څېر د سړي لېوالتیا له منځه وړي.
۱۶. له حده ډېر احتیاط: هغه کس چې په عمل کولو کې له بې حده ډېر احتیاط څخه کار اخلي، ډېری وخت د نورو پاتې شونو ته کیني. په احتیاط کولو کې افراط کټ مټ په هغه کې د تفریط په څېر پایله لري. ژوند د فرصتونو او چانسونو ډګر دی او په احتیاط کې افراط او تفریط، له سړي دغه فرصتونه اخلي.
۱۷. په کاروبار کې له ناوړه کس سره شراکت: دا د هغو کسانو د ناکامۍ تر ټولو عمده لامل دی چې کاروباري بیړۍ یې دوبه شوې وي. یو سړی چې د شخصي خدماتو د وړاندې کولو له لارې عاید ترلاسه کول غواړي، په لومړي ګام کې باید پخپله ډېر ځیرک او هوښیار وي او په دويم ګام کې د دغو خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې د یوه هوښیار او وړ کارکوونکي او شریک په انتخاب کې له پوره دقت څخه کار واخلي. موږ له هغه چا سره سیالي کوو چې ورسره نږدې اړیکې لرو. نو د همدې لپاره لازمه ده چې له هغه کس سره کاروبار ته دوام ورکړو چې سیال مو وي.
۱۸. تعصب او خرافات: تعصب د ډار او وېرې یو شکل دی، په ورته وخت کې د ناپوهۍ نښه ده. هغه کسان چې د بریالیتوبونو په لټه کې وي، روښانه فکر لري او له ډار پرته پرمخ ځي.
۱۹. د ناوړه مسلک انتخاب: په هغه مسلک کې بریالي کېدل ناشوني دي، چې یو سړی ورسره علاقه ونلري. د شخصي خدماتو په وړاندې کولو کې د هغه مسلک انتخاب بنسټیز ارزښت لري چې یو سړی د زړه له کومي ورسره علاقه ولري.
۲۰. پر فعالیتونو نه تمرکز: هوښیارانو ښه ویلي:« په یوه لاس کې دوه هندوانې نه نیول کېږي.» تل په یوه مشخص او د ژوند په تر ټولو غوره هدف تمرکز کول د بریالیو کسانو د بریالیتوب ستر راز دی.
۲۱. بې ځایه لګښتونه: هغه کس چې بې ځایه لګښتونه کوي، هره ګړۍ د بېوزله کېدو له ګواښ سره مخ دی. هڅه وکړئ چې د خپل عاید یوه برخه سپما کړئ او په سیستماتیک ډول خپل لګښتونه تنظیم کړئ. که مو په پیسو کې سپما کړې وي، هېڅکله به د شخصي خدماتو د وړاندې کولو پر مهال له وېرې سره مخ نشئ او په ډاډه زړه به خپل کاروبار ته دوام ورکړی شئ. خو که چېرې سپما ونلرئ، د شخصي خدماتو د نویو وړاندیزونو له ترلاسه کولو محروم پاتې کېږئ او د کمو پیسو په بدل کې هم کار کولو ته نه خوشحالېږئ.
۲۲. بې میلي. کله چې شوق نه وي، یو سړی نشي کولی د خپلو خدماتو لپاره د نورو علاقه مندي جلب کړي. یا په بله معنا، د لېوالتیا درلودل، د نورو په منځ کې ستاسې د نفوذ لامل کېږي او هر څوک یې هر کلی کوي.
۲۳. بې حوصلې کېدل یا له زغم څخه کار نه اخیستل: هغه کس چې تړلی ذهن لري، ډېر کم بریالی کېږي. بې حوصلې کېدل د پوهې ترلاسه کولو د بهیر د درولو په معنا ده. بې حوصیلېتوب د مخالفو دیني، توکمیزو او سیاسي نظریو پر وړاندې د تند غبرګون ښکارولو له امله تر ټولو خطرناک تمامیږي.
۲۴. نا انډولي: په خوړو، الکولي مشروباتو او جنسي تمایلاتو کې نا انډولي او نه تعادل د ناکامۍ لوی لامل دی. هر هغه څوک چې انډول په پام کې نه نیسي د ناکامۍ په لومو کې را ایساریږي.
۲۵. له نورو سره د همکارۍ د روحیې نه موجودیت: ډېرو کسانو خپلې دندې او د ژوند ستر فرصتونه ددې لپاره له لاسه ورکړي چې په کاري ساحه کې یې له خپلو همکارانو سره د همکارۍ او ګډ کار روحیه نه درلوده. یو هوښیار سوداګر او رهبر تل د خپلو همکارانو مرستې ته وردانګي.
۲۶. بې زحمته واک او صلاحیت: (د شتمنو کسانو لوڼې او زامن چې له کوم زحمت پرته د خپلو پلرونو لخوا د واک پر ګدۍ کښېنول شوي وي.) هغه واک چې یوه کس له هڅو او زحمتونو پرته ترلاسه کړی وي، هر وخت د نابودۍ له ګواښ سره مخ کېدونکی دی. ناببره شتمني تر بېوزلۍ ډېره خطرناکه وي.
۲۷. قصدي خیانت: صداقت او رښتینولي یو بې ساري ارزښت دی. ښايي کله کله سړی له خپلې خوښې پرته په زور خیانت کولو ته مجبور کړی شي، چې دا دایمي خرابي نه رامنځته کوي. خو که یو سړی په قصدي ډول خیانت کوي، له هغه څخه نور نو امید نشته. ژر یا په ځنډ، خو خاین به د خپلو اعمالو په سزا رسیږي او مجبور دی چې په هغه صورت کې نه یوازې خپل اعتبار له لاسه ورکړي، بلکې ښایي له خپلې دندې هم لاس ومینځي.
۲۸. کبر او ځان غوښتنه: په هر چا کې چې دغه اوصاف وي، نور نشي کولی ورسره نږدیوالی غوره کړي. دغه خواص د بریالیتوب ترلاسه کولو په برخه کې د وژونکو زهرو په مانا دي.
۲۹. هوايي اټکلونه (له فکر پرته عمل): ډېر خلک د عادت له مخې له فکر کولو پرته په یوه عمل لاس پورې کوي. دوی د حقیقت له پلټلو پرته د نا معقولو نظریاتو پر بنسټ چې د نورو لخوا ورته ویل شوې وي، په پټو سترګو عمل کوي.
۳۰. د پانګې نه شتون: ډېرخلک چې د لومړي ځل لپاره سوداګرۍ ته مخه کوي، پرته له دې چې د نورو په منځ کې اعتبار پیدا کړي، د ځانګړې پانګې د نشتوالي په صورت کې له ننګونو ډک ډګر ته، ننوځي. دوی ګمان کوي، چې ګټه به وکړي خو ډېر وخت له سختو ناکامیو سره مخ کېږي.
۳۱. پدې شمېره کې هر هغه ټکی چې د ناکامۍ لامل کېږي، تاسې پخپله ور زیات کړئ. یا د ناکامۍ هغه تجربه چې تاسې د خپل کاروبار په برخه کې ورسره مخ شوي یاست، ولیکئ.
د ناکامیو دغه دېرش مهم عوامل د ژوند د تراژیدیو داستان تشکیلوي او په عمومي ډول ټول خلک یې په یو نه یو ډول حتماً خوند څکي.
ښه به وي چې له داسې یوه کس سره چې تاسې ښه پېژني، په ګډه پدې لست کې هغه عوامل په نښه کړئ، چې د داسې ناکامۍ لامل ګرځېدلی دی.
خو ښايي دا ډېرګټور وي چې تاسې یې پخپله پیدا کړئ. ډېرکسان خپل ځان هغه ډول چې نور یې ویني نشي لیدلی نو له همدې امله وړاندیز کېږي، چې د نورو په مرسته د خپلې ناکامۍ لاملونه وپېژنئ.
یادونه: که فکر کوئ چې ستاسو دوستان له دې لیکنې څه زده کولی شي، نو له هغوی سره یې په شریکولو کې سختي مه کوئ.