حمید حسن د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې نه هېرېدونکې څېره ده، حمید حسن هغه لوبغاړی و، چې په خپلې چټکې توپ اچونې سره یې د نړۍ غوره توپ وهونکي ننګولي او د کرکټ نړیوال مبصرین یې په ستاینو خولې خلاصې کړې وې.
د حمید حسن غوره توپ اچوونه
کله چې په ۲۰۰۹ م کال کې افغان لوبډلې د سهیلي افریقا په مرکز کپټاون او جوهونزبورګ ښارونو کې له سکاټلېنډ، هایلېنډ، کاناډا، نمېبیا او نورو لوبډلو سره انټرکانټېنټل یا د لویو وچو ترمنځ لوبې کولې، حمید حسن په یو اورکې د درې وېکټو په غورځولوسره افغانان له خوښیو برخمن کړي، په ۲۰۰۹ م کال کې د نمیبیا خلاف لوبه کې، کله چې ۳ اورونو کې ۷ منډې پاتې وې او د نمېبیا درې توپ وهونکي پاتې وو، درې واړه حمید حسن په خپل اورکې وسوځول او افغانستان ته یې بایللې لوبه راواړوله.
له اسوشېټ یا دوهمه درجه لوبډلو سره تر خطرناکې توپ اچونې وروسته؛ نوموړي په نړیوالو لوبوکې هم بې سارې توپ اچونه نندارې ته وړاندې کړه.
هغه د ۲۰۱۰ م کال نړیوال شل اوریزجام کې، چې په ویسټ انډیز هېواد کې ترسره شو، هندوستان او سهیلي افریقا خلاف ښه توپ اچونه وکړه، چې د افریقا خلاف یې په لومړي توپ د افریقا نامتو ال راونډر جېکس کېلېس په کېچ سره له مېدانه بهر کړ.
له دې وروسته یې په ډیل سټین د توپ وهنې په برخه کې اوږده شپږیزه ووهله.
د عربي متحده اماراتو پر وړاندې په یوه لوبه کې په ۲ توپونو لس منډې پاتې وې، چې حمید حسن په یوه توپ څلوریزه او په بل توپ شپږیزه ووهله او عربي متحده اماراتو ته یې ماته ورکړه، په دې لوبه کې متحده عربي متحده اماراتو افغان لوبډلې ته چلېنج هم ورکړی و.
حمید حسن د ۲۰۱۵ م کال نړیوال پنځوس اوریز جام سیالیو کې د سریلانکا د تکړه توپ وهونکي سېنګا کارا وېکټ په بولډ اوټ سره واخېسته.
په ۲۰۱۶ م کال کې یې د ویسټ انډیزخلاف شل اوریزه جام سیالیو کې خطرناکه توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه.
د نوموړي خطرناکه توپ اچونه نه یواځې دا چې افغانانو ته معلومه ده، بلکې نړیوال هم د هغه له توپ اچونې باخبره دي او نوموړی د یو ښه توپ اچوونکي په توګه پېژني.
حمید ته د ډاکټرانو زیری !
اوس داسې ویل کېږي، چې حمید حسن ته ډاکټر ویلي، چې را راوانو ۴ میاشتو کې به هغه روغ شي او ښایي نړیوال پنځوس اوریزجام ته چمتوشي.
نړیوال پنځوس اوریزجام ته کابو ۶ میاشتې پاتې دي، چې افغان لوبډله هم له نهو نورو لوبډلو سره یوه، یوه لوبه کوي. ویل کېږي، چې حمید حسن ۲۰۱۹ م کال لوبوي او له هغې وروسته له لوبو سره مخه ښه کوي.
که حمید حسن روغ رمټ شي او نړیوال جام کې د افغانستان لپاره ولوبېږي؛ نو د افغان لوبډلې د فسټ بالېنګ برخه به ورسره خورا پیاوړې شي او د فسټ بالرانو د نه شتون ستونزه به هم تر یوې اندازې حل شي.
د حمید حسن ژوند او کرکټ ته راتګ
حمید حسن په ۱۹۸۷ م کال کې د جون په لومړۍ نېټه د ننګرهار ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې زېږېدلی.
حسن اوس مهال ۳۱ کاله او ۱۴۴ ورځې عمر لري.
نوموړی د افغانستان ملي لوبډلې ترڅنګ په میري لېبن کرکټ کلب، میري لېبن کرکټ ځوانانو کلب لوبډله او پاکستان کسټومز لوبډله کې لوبېدلی دی.
هغه په ښي لاس چټکه توپ اچونه کوي، چې د توپ اچونې سرعت یې له ۱۳۰ څخه نیولی تر ۱۵۰ کېلومټرو پورې په ساعت کې رسېږي.
حمید حسن د یو ورځنیولوبو پیل په ۲۰۰۹ م کال کې د اپرېل په ۱۹ مه نېټه د سکاټلېنډ پر وړاندې وکړ.
وروستۍ یو ورځنۍ لوبه یې بیا د ایرلېنډ خلاف په ۲۰۱۶ م کال کې د جولای په ۱۴ مه نېټه د بلفاسټ سیمه کې کړې ده.
حسن په ۳۲ یو ورځنیو لوبو کې ۵۶ وېکټې اخېستي، چې په یوه لوبه کې یې د ۴۵ منډو په ورکړې سره ۵ وېکټې اخېستل یې غوره توپ اچونه ده.
په ۲۲ شل اوریزه لوبو کې یې ۳۲ وېکټې اخېستي، چې په یوه لوبه کې یې د ۲۲ منډو په ورکولو سره د ۴ وېکټو اخېستل غوره بالېنګ دی.
نوموړي لومړۍ شل اوریزه لوبه د ایرلېنډ خلاف په ۲۰۱۰ م کال کې د فبروري په ۲ مه نېټه په سریلانکا کې کړې ده.
وروستۍ شل اوریزه لوبه یې په ۲۰۱۷ م کال کې د سپټمبر په ۲۰ مه نېټه په کابل کې شپږیزه لیګ کې د بُست لوبډلې پر وړانډې کړې ده.
د حمید حسن د لوبېدو په اړه تر اوسه افغان کرکټ بورډ څه نه دي ویلي؛ خو د ټولنیزو رسنیو یو شمېرکاروونکي بیا وایي، چې حمید حسن د ۲۰۱۹ م کال نړیوال پنځوس اوریزجام کې لوبېږي.
حسن د ۲۰۱۸ م کال افغانستان سوداګریزکرکټ لیګ کې ونه لوبېد؛ خو په لوبو یې تبصره وکړه او د ځېنو لوبغاړو او ننداره کوونکوسره یې د لیګ په اړه مرکې وکړې.
حمید حسن په یوه لوبه کې د ډګر ساتنې پرمهال په کټاره لګیدلی و او له هغې وروسته یې کیڼه یا چپه پښه ټپي شوه، چې بیا په سم ډول جوړه نه شوه او تر اوسه یې له لوبو کولو منع کړ.