ژباړه: عطا محمد میاخېل
ـــ تر کله چې آرامه یم، نو پر ځان باندې کنټرول لرم.
ـــ اړتیا نه شته، چې په ځان باندې شک ولرم؛ هغه څه چې نور زما په اړه وایي، ارزښت نه لري.
ـــ زما غوسه یوه نښه ده، اوس زما د آرامه کولو وخت دی.
ـــ اړ نه یم، چې تل او په هر ډول شرایطو کې سیالي وکړم.
ـــ د نه خوندیتوب احساس به تېرېدونکی وي.
ـــ ناشونې ده، چې نور او شرایط کنټرول کړم.
ـــ یوازې هغه څیزونه، چې کولای شم کنټرول یې کړم، خپل ځان او احساس مې دي.
ـــ ستونزه نه شته، چې ځیني وخت د نا امنۍ او بې پناهۍ احساس ولرم.
ـــ اړتیا نه شته، چې د نورو او شرایطو تر کنټرول لاندې واوسم.
ـــ که چېرې نور نیوکه کوي، نو زه کولای شم، چې په آرامه توګه یې واورم.
ـــ اړتیا نه شته، چې بشپړ واوسم.
ـــ اړتیا نه شته، چې د نورو غوسو او اندېښنو ته ځواب ورکړم.
ـــ ښه ده، چې له جګړې لرې شم.
ـــ د نورو له خوا، له ماسره مینه لرل ښه احساس دی، خو پرته له دې هم زه ښه او مینه ناک یم.
ـــ ستونزه نه شته، چې تېروتنه وکړم.
ـــ نور په خپله تګلاره کړنې ترسره کوي، او شونې ده، چې کله وخت زما د غوښتنو پر خلاف کړنې ترسره کړي.