ژباړه: غازي عابد
که هغه حالات چې اوس په کې یاست خفه او غمجن کړي یۍ، او واقعاً غواړئ چې بدل او نوي یې کړئ، نو مخکې له دې چې دا حالت بدل کړئ، باید له ځانه سره د بدلون لپاره یوه منظمه تګلاره او قوي هوډ ولرئ.
دا هم یاد لرئ؛ هیڅ انسان نه شي کولی په بشپړ ډول هر څه، هر وخت کنټرول کړي، اما دومره کولی شي چې خپل مسوولیتونه تنظیم او کنټرول کړي.
په هر حال؛ دا پنځه ټکي تعقیب کړئ، څو یوه له اهدافو ډکې ورځې په لرلو کې درسره مرسته وکړي:
۱- ریسک یا خطر ومنئ
هر څومره غټ تصمیم چې نیسئ، پر ځای ددې چې دا لوی خطر وبولئ، یو چانس یې وبولئ، په خپل درک او اخذ باور وکړئ او نن دا ټوپ ووهئ. ځکه ډیر کله موږ له دې امله چې خطر یا ستونزې سره مخ نه شو، د ډیرو مهمو کارونو او پرمختګونو پاتې کیږو.
۲- ویې بخښئ او هېر یې کړئ
هغه د ګیلو مانو غټه ګنډه یا پنډ چې مو په شا کړی، ختمه یې کړئ، ځکه دا مو اړیکې او شخصي خوښي له منځه وړي.
همداراز هغه چاته چې مناسب وي بخښنه وکړئ، همدا نن ورته زنګ ووهئ او روغه جوړه ورسره وکړئ.
ځکه که موږ بخښنه او هیرول ونه کړو، نو د نن ورځې په شمول به زموږ ټول فکر او ژوند په همدې ضد، کینې او بل کنده ویستلو کې تیر شي.
۳- ښه وکړه
مخکې له دې چې یو بد سبا یا خرابه راتلونکې ورځ ولرې، نن ورځ یو مثبت او غوره هدف وټاکه. همداراز نور هر څومره ښه چې همدا نن یې کولی شې له نورو او ځان سره یې وکړه.
ځکه هغه خبره ده چې ښه اوبه هم نه وړي، نو که نن ښه وکړې سبا به درسره بل څوک هم ښه وکړي او وجداناً به ځان ارام او بریالی احساسوې.
۴- ملګری پیدا کړه
تل په یوازې ځان ټول کارونه نه شې کولی، نو مخکې له دې چې کوم بد کار یا د یوازېوالي له امله تیروتنه درځنې وشي، ښه دی چې د هغو خلکو یو لیست له ځانه سره جوړ کړې څوک چې درسره ستا د راتلونکې غټ هدف په ترلاسه کولو کې مرسته کولی شي او په ضمن کې همدا کس ستاسې منیټور وکړي، یعنې لارښوونه درته وکړي او سلا مشوره هم درکړي.
۵- په دقت یې ترسره کړه
په خپل هغه کار او فعالیت چې ترسره کړی دې دی یوه کتنه بیا هم وکړه. اصل کې دا یو عادت جوړ کړه چې کارونو کې دې ګډوډي نه وي او تل خپل مسوولیتونه په ښې کوالیټۍ او ډول سره ترسره کړې.
دا عادت هغه وخت جوړیږي چې موږ تل خپل کارونه پاک ترسره کړو، ډوګ بوګ ونه کړو او له منظم او صادقانه کارکولو سره ځان اشنا کړو.