پاکستانی چټک توپ اچوونکی محمدعباس پاکستان لپاره د اسټرالیا په سل کلن کرکټ تاریخ کې خطرناک تمام شو.
د عباس د ښې توپ اچونې له کبله اسټرالیا، د پاکستان له خوا په ستر توپیرماته شوه. پاکستان اسټرالیا په عربي متحده اماراتوکې په دوهمه ټېسټ لوبه کې په ۳۷۳ منډو ماته ورکړه، چې د اسټرالیا لپاره په ۲۰۱۸ م کال کې دوهمه ستره ماته وه، له دې وړاندې اسټرالیاته، سهیلي افریقا په ټېست لوبه کې په افریقا کې په ۴۹۲ ماته ورکړې وه، چې هغه مهال بېن کرافټ، وارنر او سمېت له اسټرالیایي لوبډلې څخه د بال د حالت بدلولو له امله کېنول شوي وو.
له دې وړاندې په ۲۰۱۴ م کال کې اسټرالیا له پاکستان څخه په ۳۵۶ منډو ماته خوړولې وه.
په ۲۰۰۶ م کال کې پاکستاني محمداصف له سریلانکا څخه په ټېسټ لوبه کې لس وېکټې اخېستې وې، پنځه ځلې پاکستان په ټېست لوبوکې سترې بریاوې ترلاسه کړي، چې ډېر رول پکې د فسټ بالرانو و.
محمدعباس لومړنی چټک بالرشو، چې په دوبۍ کې په یوه ټسټ لوبه کې ۱۰ وېکټې اخلي، نوموړي په دوهمه ټېسټ لوبه کې په دوه پاڼیو توپ اچونه کې لس اسټرالیایي لوبغاړي وسوځول.
له دې وړاندې جُنېدخان د سریلانکا خلاف په ۱۵۱ منډو ورکولوسره ۸ وېکټې اخېستې وې، چې له محمدعباس څخه هغه ښه اورېج یا اوسط سره توپ اچونه کړې وه.
اسټرالیا په اسیا کې ډېرې ټېسټ لوبلړۍ بایللي دي، یواځې په ۲۰۱۱ م کال کې یې د سریلانکا خلاف لوبې ګټلې وې. په اسیا کې یې د ۱۷ ټېسټ لوبوڅخه ۱۳ لوبې بایللي دي.
د اسټرالیا خلاف د محمدعباس اورېج یا اوسط ۱۰ اعشاریه ۵۸ دی او په دوه ټېسټ لوبو کې یې ۱۷ وېکټې د پاکستان لپاره واخېستې.
محمدعباس د نړۍ په کچه په سلو کلونو کې لومړنی چټک بالر دی، چې د ښه بالېنګ اورېج یا اوسط ریکارډ جوړوي. هغه د نړۍ په کچه څلورم غوره فسټ بالرشو.
محمدعباس په ټېست لوبو کې د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې دریم مقام خپل کړ، په ټېست لوبوکې لومړی مقام د انګلستاني جېمزانډرسن دی، دوهم مقام د افریقایي کګېسو رباډا دی.
محمدعباس په ۱۹۹۰ م کال کې د پاکستان د پنجاب ایالت په سیالکوټ سیمه کې زېږېدلی، هغه اوس ۲۸ کاله او ۲۲۵ ورځې عمر لري.
نوموړي په ټېست لوبو کې پنځه ځلې، څلور، څلور وېکټې، څلور ځلې پنځه، پنځه وېکټې او یو ځل یې لس وېکټې اخېستي، چې هغه یې په ۲۰۱۸ م کال کې د اسټرالیا خلاف په دوهمه ټېست لوبه کې واخېستې.