د افغانستان ۳۲ ولایتونو نن د پارلماني ټاکنو یو مهم پړاو(رایه اچونه) ترسره کړه.
دا ټاکنې د ټولو هغو اندیښنو او بې باوریو خلاف ترسره شوې، چې د دغو ټاکنو د پرخپل وخت نه ترسره کیدو په اړه موجود وو.
پر دغو ټاکنو دقیق بحث به سرله اوسه ممکن نه وي، خو دلته یې په عمومي ډول مثبتو او منفي ټکو ته کتنه کوو.
لوی مثبت ټکي
د افغانستان نننۍ پارلماني ټاکنې په داسې حساس او پېچلې سیاسي – امنیتي او اقتصادي وضعیت کې ترسره شوې، چې د مخکینیو ټاکنیزو بهیرونو په پرتله له هره پلوه وضعیت پاشلی او د اندیښنې وړ دی.
په داسې فضا کې د توقع خلاف د رایه اچونې په مرکزونو کې د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځینه وو، عمر خوړلو او ناروغ یا معیوبو هېوادوالو ګډون یوه لویه لاسته راوړنه وه.
په داسې ترینګلي او له ګواښونو ډک وضعیت کې د سر په بیه د رایه اچونو مرکزونو ته په دومره لوړه کچه د خلکو ورتګ څرګنده کړه، چې افغانان له هر ډول خطرونو سره بیا هم د ولسواکۍ خوا نیسي او د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره خپلو قانوني او مدني مسولیتونو ته ژمن دي.
د خلکو ترڅنګ د امنیتي ځواکونو قوي تدابیر او د توقع خلاف د امنیتي پېښو کموالی د نننیو ټاکنو بل لوی مثبت ټکی و.
زموږ امنیتي ځواکونو د نننیو ټاکنو له ښه امنیت ساتلو سره یو ځل بیا خپل ملت او دښمنانو ته یې خپل قوت او مېړانه په ډاګه کړه.
دغو ځواکونو له نننۍ کارنامې سره څرګنده کړه، چې دوی د پیاوړې او سمې رهبرۍ د نشتوالي له تورونو سره بیا هم د وضعیت د مهارولو تعهد او ظرفیت لري.
له دې وراخوا د ضمني ستونزو او ناسم استعمال باوجود د بایومیټریک سیستم یا نوې ټېکنالوژۍ څخه په لومړي ځل په نننۍ رایه اچونه کې ګټل واخیستل شوه.
منفي ټکي
د نننیو ټاکنو منفي ټکي تر ډېره دا ګڼلای شوو:
– په ډېرو سیمو کې د رایه اچونې مرکزونه د ژمنه شوي وخت(سهار۷ بجو) پرځای ناوخته او په ځینو سیمو کې ان غرمه مهال پرانیستل شول.
– د بایو میټریک سیستم په ډېرو مرکزونو کې یا خراب و او یا یې ټاکنیز مامورین په سم استعمال نه پوهیدل. دا ستونزه د رایه ورکونې د ځنډ او زیات وخت نیولو سبب شوه.
– د رایه ورکونې په یو شمېر مرکزونو کې د ثبت شویو رایه ورکونکو د نوم لیکنې کتابچې ورکې وې. دا ستونزه ان د کابل ښار په زړه او د نادریې لېسې د رایه اچونې په مرکز کې موجوده وه.
د حکومت اجرایه ریس ډاکټر عبدالله، چې رسنیو یې په دغه مرکز کې د رایه ورکونې حالت په ژوندۍ بڼه خپروه، له همدې ستونزې( د نوم لیکنې د کتاب له نادرکۍ) سره مخ و.
وروستۍ خبره
د ټاکنو بحث ممکن له پخوانیو ټاکنو څخه هم څه په حقه او څه ناحقه ډېر ناندریز او بحراني شي. دا چې سبا ورځ هم د رایه اچونې لړۍ غځیدلې، کیدای شي دغه لړۍ نورې خواوې هم پیدا کړي.
د ټاکنو په اړه له همدې کبله غوڅ قضاوتونه لا وار د مخه ښکاري.