د غوږونو پاکول- که غوږ ته مو حشره ننوزي څنګه یې پاک کړئ

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ډاکټر نورالحق امين

احتیاط: غوږ په عادي حالت کې پاکولو ته ضرورت نه لري!

غوږ درې برخې لري: باندنۍ برخه، منځنۍ برخه او داخلي برخه.
د غوږ د منځنۍ او باندنۍ برخي ترمینځ د غوږ پرده موجوده ده چې د اواز د اوریدلو مهمه برخه بلل کیږي.
د غوږ د باندنۍ برخې په کانال کې په عادي او نارمل ډول واکس جوړیږي ترڅو غوږ نرم وساتي،د بکټریاوو څخه حفاظت ورکړي او داسې نور وظیفې لري.
دا واکس پاکولو ته ضرورت نه لري ځکه دا خپله له غوږ څخه خارجیږي ، او که چیري د یو علت په سبب واکس زیات تولید سي،یا د غوږ پاکونکي
cotton swabs or cotton buds) ) په سبب واکس د غوږ د پردی وطرفته پورې وهل سي نو په داسی حالاتو کي غوږ باید د ډاکټر په لاس پاک او پریولل سي.

د غوږ پاکونې دا ډول خلي ( cotton swabs or cotton buds) هیڅکله مه کاروئ

هيڅکله د غوږ پاکونکي خاشه cotton swabs or cotton buds) ) مه استعمالوی ځکه په دي سره واکس د غوږ داخل ته پورې وهل کیږي او حتی د غوږ د پردې د پریکیدو سبب ګرځي.
که چيري غوږ ته کومه حشره لکه ميږی، ملخ، کاکروچ، زنځه ننوزي نو بهتره داده چي نږدي کلينيک ته ځان ورسول شي. خو که ډاکټر يا کلينيک ليري وي نو د را ايستلو لپاره يي بايد له هيڅ داسي شئ استفاده ونه شي چي هغه غوږ ته ضرر رسوي او که په يوه آله لکه نوسی يا فورسيپ باندي د حشري د را ايستلو کوښښ وکړو نو حشره وزر او پښې ښوروي او د غوږ پردي ته نور هم نقصان رسيږي.
بهتره لار داده چي يو څه اوبه چي نه ګرمي وي او نه يخي و غوږ ته واچول سي نو پدي سره حشره د غوږ څخه خپله راوځي او يا هلته مړه کيږي، او د غوږ درد کميږي، البته که اوبه ګرمي يا يخي وي نو د سر د ګردش او استفراق سبب ګرځي.
ددي څخه وروسته غوږ بايد په ډاکټر معاينه او د لا ښه تداوي لپاره يي د ډاکټر په هداياتو عمل وسي.
 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.