پاکستاني لوبغاړي دا ځل د مجیب په عمر شکي دي.
کرېک ټرېکر وېب پاڼې خپاره کړي، د پاکستان ځېنې لوبغاړي وایي، مجیب ځدران په رښتیا هم اوولس کلن نه دی.
دوی وایي، چې مجیب ځدران ۲۰۰۰ م کال کې نه دی زېږېدلی بلکې عمر یې زیات دی.
د نړۍ په ټولو وېب سایټونو کې د مجیب ځدران د عمر په اړه ویل کېږي، چې هغه ۱۷ کلن دی او یواځېنی لوبغاړی دی، چې په ۲۱ مه پېړۍ کې زېږیدلی دی؛ خو پاکستانیان په دې برخه کې انتقاد کوي او وایي، چې د مجیب عمر له ۱۷ کلونو لوړ یا بره دی.
مخکې پاکستانیو رسنیو داسې راپورونه خپاره کړي وو، چې ګواکې راشدخان د پاکستان اوسېدونکی دی او هلته یې په پاکستانۍ پېژندپاڼه ژوند کاوه، سماء تلویزیون په یوه راپور کې راشدخان په اړه ویلي وو، چې هغه دوهم نمبر راووت.
دوی استدلال کاوه چې د هغه اصلي نوم راشدین دی او افغانستان ته په تګ سره یې نوم راشدخان ته اړولی دی.
دا مسئله هغه وخت راپورته شوه، کله چې د ۲۰۱۸ م کال اسیا جام سیالیو کې پاکستان او افغانستان په دوهم پړاو لوبو کې سره مخ شول.
په هغې لوبه کې افغانستان، پاکستان ته ۲۵۹ منډې هدف ورکړی و.
لوبه کې راشدخان هغه مهال د پاکستان توپ وهونکی محمدنواز کلین بولډ کړ، چې له دې وروسته راشدخان هغه ته د ګوتې په وسیله له مېدان څخه د وتلو اشاره وکړه؛ نو دا صحنه چې کله پاکستانیانو لیدلې وه په راشدخان په غوسه شوي وو او په هغه یې دعوه هم وکړه، چې دی د پاکستان دی او اوس افغانستان کې لوبېږي.
له دې وروسته ګڼو رسنیو له راشدخان سره په دې اړه مرکې وکړې، چې راشدخان وویل زه د افغانستان د ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالۍ اوسېدونکی یم.
له نوموړي څخه د یو ښځينه تلویزیوني شبکې خبریالې درې ځل دا پوښتنه وکړه، چې ایا ته د افغانستان یې؟
راشدخان ورته په ځواب کې درې ځلې وویل، چې هو زه د افغانستان یم.
د هېوادونو ترمنځ سیاسي کړکېچونه او ستونزې د دې لامل شوي، چې ځېنې وختونه دغه ستونزې کرکټ ته سرایت وکړي او سیاسي رنګ واخلي.
لکه افغانستان او پاکستان او یا هم پاکستان او هندوستان.
که څه هم مجیب ځدران باندې د پاکستانیانو له خوا دعوه نشته؛ خو په عمریې شکي دي او راشدخان یې راڅخه بیخي خپل کړی و.
د سما تلویزیون د راپور لېنک:
https://www.youtube.com/watch?v=v_bAUpBdtuo
او د افغاني تلویزیون لېنک بیا د رشدخان په اړه :