ژباړه: عطا محمد میاخېل
پرته له شکه تاسو داسې کسان پېژنئ، چې تل خپلې روغتیا ته پام کوي. زموږ ټولو په شاوخوا کې دا ډول کسان پیدا کېږي. آیا تر اوسه مو دې ته لېوالتیا نه ده پیدا کړې، چې د هغوی د روغتیا په راز باندې پوه شئ او له دې راز څخه د خپلې روغتیا لپاره ګټه واخلئ؟ په دې لیکنه کې، د دې افرادو په ۸ رازونو باندې رڼا واچوو:
له ویټامین سي ( c ) څخه ګټه اخیستنه
که څه هم علمي شواهد دا څرګندوي، چې ویټامین سي، د بدن د خوندیتوب سیستم پیاوړی کوي، خو ډېری کسان، د دې ویټامین مصرف نا لیدلی نیسي. هر کله مو چې داسې احساس وکړ، چې حالت مو ښه نه دی، نو له ویټامین سي څخه ګټه واخلئ او له ښو اغېزو څخه یې خوند واخلئ.
کافي خوب لرل
هر څوک باید په شپه او ورځ کې له ۸ څخه تر ۱۰ ساعتونو پورې ګټور او ښه خوب ولري، ترڅو وکولای شي روغ پاتې شي. پوهان په دې باور دي، چې کافي او مناسب خوب د بدن د خوندیتوب د پیاوړي سیسټم د لرلو لپاره ډېر ګټور دی، په حقیقت کې ترسره شویو علمي څېړنو ښودلې، هغه افراد، چې په شپه کې ۵ تر ۶ ساعتونو پورې ویده شوي، کله چې د زکام له ویروس سره مخامخ کېږي، نو ۳۰ سلنه د دې امکان لیدل کېږي، چې په زکام باندې اخته شي، دا په داسې حال کې ده، هغه کسان چې کافي خوب لري، نو امکان لري، چې ۱۷ سلنه په زکام باندې اخته شي.
د ذهني او اروایي ځواک پیاوړتیا
کله چې زموږ د شاوخوا ټول خلک د بېلابېلو ناروغیو په اړه غږېږي، نو داسې افراد شتون لري، چې هغوی په دې باور دي، چې هېڅکله نه ناروغه کېږي، دا کسان د پیاوړو باورونو لرونکي دي، په دې اساس که غواړئ، چې روغ پاتې شئ، نو باید خپل ذهني او اروایي ځواک پیاوړی کړئ او مثبت فکر وکړئ.
د سټرس ( اروایي فشار ) کنټرول او مدیریت
سټرس یو له هغو مواردو څخه دی، چې د بدن د خوندیتوب سیسټم د کمزورتیا لامل ګرځي، خو ترې ډډه نه شو کولای، نو له دې امله خپلې موخې داسې تنظیم کړئ، چې وکولای شئ خپل سټرس کنټرول کړئ. تاسو کولای شئ، سټرس زېږونکي شرایط په ورزش او دغه راز د ګټورو کارونو په ترسره کولو سره کنټرول کړئ.
پاک او منظم اوسېدل
کله چې له بهر څخه خپل کور ته راځئ، باید خپل لاسونه په اوبو او صابون پاک ووینځئ. لکه څنګه چې پوهېږئ، بهرنی چاپېریال په ډول ډول میکروبونو ککړ دی، نو له دې امله خپله پاکي تل وساتئ.
ورزش کول
د منظمو ورزشي تمرینونو ترسره کول، کولای شي، د خوندیتوب سیسټم پیاوړی کړي، د دې ډول تمرینونو ترسره کول، کولای شي، د تنفسي سیسټم له میکروبي کېدو څخه مخنیوی وکړي. هڅه وکړئ، چې په اوونۍ کې لږ تر لږه، درې ( ۳ ) ځله ورزش وکړئ.
له لرې لارې څخه ځان ساتل
کله چې اړ کېږئ، دندې ته د تګ لپاره، د لېږد را لېږد له عمومي وسایلو څخه ګټه واخلئ، د دې احتمال لیدل کېږي، چې بېلابېل میکروبونه مو بدن داخل شي، له دې موضوع څخه د مخنیوي لپاره، داسې یوه دنده پیدا کړئ، چې کور ته مو نږدې وي، دغه راز که شونې وي، په لرې ځای کې دنده مه ترسره کوئ.
د کافي استراحت ( آرامتیا ) لرل
کله چې داسې احساس کوئ، چې حالت مو ښه نه دی، نو غوره ده، چې ډېر کار ونه کړئ او د خپل استراحت لپاره وخت په پام کې ونیسئ او په دې باندې ډاډ ترلاسه کړئ، چې کافي خوب لرئ.