د پښتون ژغورنې د غورځنګ مخکښه غړې ګلالۍ اسماعیل نیول شوې

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

په کوزه پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ مخکښه ښځینه مشره او د پښتنو او نورو د حقونو غوښتونکې ګلالۍ اسماعیل نن هغه مهال په اسلام اباد هوايي ډګر پاکستاني امنیتي مامورینو د پوښتنو ګرویږنو لپاره ونیوله کله چې نوموړې له لندن څخه پاکستان ته ستنیده.
راپورونه وايي چې د پاکستان د فیدرالي تحقیقاتو ادارې مامورینو د پښتون ژغورنې د غورځنګ له دې فعالې څخه د دوه نیم ساعتونو لپاره په خپل دفتر کې پوښتنې ګرویږنې کړي.
تر اوسه پورې دا څرګنده نه ده چې پاکستاني امنیتي مامورینو د پښتون ژغورنې د غورځنګ له دې فعالې څخه د څه په اړه پوښتنې ګرویږنې کولې.
بي بي سي اردو وايي د پاکستان وفاقي امنیتي ادارې ورته ویلي چې له دوه نیم ساعته پوښتنو ګرویږنو وروسته ګلالۍ ته د تلو اجازه ورکړل شوې ده.
خو د ګلالۍ پلار بي بي سي ته ویلي چې دا اوس هم له خپلې لور سره د پاکستان د فیدرالي پولیسو په مرکزي دفتر کې دی او ټاکل شوې چې له سوابۍ څخه پولیس د ګلالۍ په نیولو پسې ورشي، ځکه هلته ددې خلاف دوسیه درج ده.
د ګلالۍ په یو غږیز پیغام کې ویلي چې په اسلام اباد کې امنیتي مامورینو ترې د پي ټي ایم په غونډو کې د ګډون او همدارنګه د سوابۍ د غونډې په اړه پوښتنې ګرویږنې وکړې. نوموړې وايي چې اوس د سوابۍ د پولیسو په تمه ده.

ګلالۍ په خپل غږیز پیغام کې زیاته کړې چې( زما نیول یوازې پر ما برید نه دی بلکې په ټولو هغو خلکو برید چې د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کوي. )
د بي بي سي د معلوماتو له مخې په سوابۍ دا قضیه دغلته د پښتون ژغورنې د غورځنګ له لویې غونډې وروسته راجستر شوې چې په کې د پاکستان د ملي اسامبلۍ د غړي محسن داوړ او نورو کسانو نومه هم شامل دی. د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشران وايي چې د سوابۍ په تاڼه کې پر دوی شوې عریضه دوی لا دمخه د پېښور په محکمې کې چیلینج کړې ده.
له کابل څخه ولسي جرګې ته خپلواک نوماند الحاج عزت الله نیازی
ګلالۍ اسمعیل د پښتون ژغورنې د غورځنګ له ښځینه مشرانو او په پاکستان کې د بشري حقونو له مخکښو پلویانو او فعالانو څخه ده. نوموړې چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ د ملاتړ له کبله یې په ټولنیزو رسنیو کې په وروستي کال کې ډیر شهرت پیدا کړ له نیول کیدو سمدستي وروسته یې په ټولنیزو رسنیو کې پر نیول کیدو خلکو سخته غوسه ښودلې ده او د نوموړې د سمدستي خوشې کیدو غوښتنه یې کړې.
ګلالۍ اسمعیل له یوې نیمې لسیزې راهېسې پاکستان د نجونو د حقونو لپاره کار کوي. نوموړې ته په 2015 م کال کې ملګرو ملتونو ډ ځوانو فعالانو معتبره جایزه ورکړې او په 2014 م کال کې یې د نړیوال بشرپال جایزې هم اخیستې ده.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.