په افغان لیګ کې د کریس ګیل او افریدي مقابله؛ دا ځل کریس ګیل مخکې شو

سپینه تجريدي ډیزاین

که څه هم کرېس ګېل شاهد افریدي ته په ګپ کې ویلي، چې زه له تا څخه په شپږیزو کې نه مخکې کېږم؛ خو پرون یې په پرله پسې دوه شپږیزو په ای پي ایل کې د شاهد افریدي ریکارډ مات کړ او په شپږیزوکې ترې کرېس یوه مخکې شو.
د افغانستان سوداګریز کرکټ لیګ څخه وړاندې د دواړو شپږیزې برابرې وې؛ خو افریدي د یکشنبې په ورځ د کندهار خلاف یوه شپږیزه ووهله او له کرېس ګېل څخه وړاندې شوی و.
د کرېس ګېل لاسونو کې بېټ بیا له شپږیزو پرته ښه نه برېښي او همدا علت دی، کله چې کرېس ګېل لوبې ته راځي د ټولو ننداره کوونکو تقاضا همدا وي، چې د لوړو شپږیزو ننداره وکړي او ډېر کله کرېس ګېل دا ننداره په پر له پسې شپږیزو ګرمه او له جوشه ډکه ساتي.

افغانستان پریمیرلیګ کې کرېس ګېل همداسې وکړل، په سریلانکایي ایسورو اوډانا یې سر په سر دوه شپږیزې ووهلې او ننداره کوونکي یې خوښ کړل.
په ورپسې توپ یې څلوریزه ووهله او په بل توپ بیا کلين بولډ شو؛ کرېس ګېل د دوو شپږیزو او یوې څلوریزې په وسیله په لس توپونو ۲۰ منډې وکړې.
افریدي ۴۷۷ شپږیزې وهلي او اوس ترې کرېس ګېل مخکې شو، ده ۴۷۸ شپږیزې پوره کړې او له افریدي څخه یوه شپږیزه مخکې شو.

پخوا افریدي کرېس ګېل ته د شپږیزو چلینج هم ورکړی و او هغه یې د ټوېټر په یو ټوېټ کې ننګولی و.
دا چې د پښتون الراونډر شاهد افریدي او بې رحمه کیڼ لاسي ویسټ انډیزي توپ وهونکي کرېس ګېل؛ د شپږیزو دا مسابقه به تر کومه روانه وي، روان ای پی ایل کې یې څرک څرګندېدای شي.
په روان افغان پریمیر لیګ کې بلخ لوبډله د نومرو په جدول کې لومړۍ ده، کابل دوهم، پکتیا دریم، ننګرهار څلورم او کندهار پنځم ځای لري.