راشدخان چې د توپ اچونې په برخه کې بې جوړې دی او د نړۍ په کچه مشهور دی اوس یې توپ وهنې ته ملا تړلې او خطرناکه توپ وهنه هم کوي.
نوموړي د ای پي ایل سیالیو څخه وړاندې هم دوه ځله نړيوال د خطرناکې توپ وهنې له امله حیران کړي وو.
نوموړي یو ځل په اې پي ایل یا د هندوستان سوداګریز کرکټ لیګ کې په خپلې ښې توپ وهنې سن رایزرز حېدراباد لوبډله تر سیمې فاینله یا نیمه پایلوبې رسولې وه، چې د لوبې غوره لوبغاړی هم اعلان شوی و.
هغه مهال د نړۍ ګوټ، ګوټ څخه د کرکټ مبصرینو راشدخان نه یوازې د یو ښه توپ اچوونکي بلکې د یو ښه توپ وهونکي په صفت پېژندلی و.
له دې وروسته یې په اسیا جام سیالیوکې ۵۷ چټکې منډې د بنګله دېش خلاف افغانان او نړیوال ګوته په غاښ کړل.
له دې وروسته د بلخ پر وړاندې د ای پي ایل په دریمه لوبه کې د راشدخان بلې چټکې نیمه سلیزې هېوادوال او نړيوال ګوته په غاښ کړل.
نوموړي د بلخ لوبډلې پر وړاندې په ۲۳ توپونو نیمه سلیزه جوړه کړه.
اوس د سن رایزرز حېدراباد لوبډلې فېسبوک پاڼې د راشدخان له قوله لیکلي، چې په تېر کې د دوو شاندارو نیمله سلیزو سره، راشدخان ځان د یو توپ وهونکي په توګه ثابت کړ.
راشدخان تصویرسره په سن رایزرز حېدراباد فېسبوک پاڼه کې لیکل شوي، چې ما د توپ وهونکي په توګه خپله دنده پیل کړه، وورسته به زه په توپ اچونه ټینګار کوم.
او اوس توپ وهنه ده، چې زه پرې د یو کال راهیسې کار کوم.
راشدخان د خپلې توپ وهنې له وړتیا سره د انځور په پای کې دا کلمه هم زیاته شوې، چې نظر جذبوي.