د افغان ګوګلي ماسټر او د نړۍ په کچه په یو ورځنیو لوبوکې د لومړي الراونډر راشدخان صفت کېږي.
دا ځل د مرتا عربینز لوبډلې په فېسبوک پاڼه د راشدخان یادونه شوې او د هغه صفت شوی.
راشدخان سږ کال د ۱۱ هغو افغان لوبغاړو په ډله کې دی، چې په ټي ټېن سوداګریز کرکټ لیګ کې د مرتا عربینز لوبډلې پېرلی.
د عربینز لوبډلې فېسبوک پاڼه کې لیکل شوي، چې راشدخان یو ځل بیا په توپ وهنه کې ځان وښوده.
بیا یې لیکلي چې راشدخان دا ځل په افغان پریمیر لیګ کې یو اور کې ۲۸ منډې واخېستې، چې څلور سترې شپږیزې او یوه څلوریزه پکې شامله وه.
نوموړي په چټکۍ سره په ۲۷ توپونو ۵۶ منډې وکړې؛ خو لوبډلې یې لوبه وبایلله او بلخ لوبډلې بیا ماته ورکړه.
بل پلو د اسټرالیا په بېګ بېش لیګ کې د اډیلایډ لوبډلې هم د راشدخان یادونه کړې، دې لوبډلې په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې هغه په یو ورځنیو لوبو کې لومړی نمبر الروانډر دی.
راشدخان په اسیا جام سیالیوکې د بنګله دېش خلاف په ۳۲ توپونو ۵۷ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې د یو ورځنیو لوبو په ال راونډرانو کې یې شکېب الحسن وروسته کړ او ځان یې تر لومړي مقامه ورساوه.
د سن رایزرز حېداباد لوبډلې په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې راشدخان د کابل ځوانانو لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې خپله زړورتیا وښودله، دوی لیکلي چې راشدخان په روان ای پی ایل کې چټکه نیمه سلیزه ووهله.
سن رایزرز حېدراباد لوبډلې د محمدنبي په اړه لیکلي، چې محمدنبي یواځېنی افغان لوبغاړی دی، چې شل اوریزه لوبو کې ۲۰۰ وېکټې پوره کوي.
دې لوبډلې د افغانستان سوداګریز کرکټ لیګ د پیل په شپه راشدخان او محمدنبي ته بریا غوښتې او ویلي یې دي، چې زمونږ نارینه لوبغاړي دې نېکمرغه وي.
راشدخان په روان ای پی ایل کې د کابل لوبډلې لوبډلمشر دی او محمدنبي بیا د بلخ لوبډلې لوبډلمشري مخته وړي.
د سپټمبر په میاشت کې یوې ورزشي وېبپاڼې پرلیکه یا انلاین سروې کړې وه، چې پکې راشدخان او محمدنبي د نړۍ په کچه د شل اوریزه لوبو تر ټولو بوخت لوبغاړي یاد شوي وو، چې د نړۍ لس هېوادونو ته یې په کال کې د لوبو لپاره سفرونه کړي دي.
محمدنبي او راشدخان په اې پي ایل کې د سن رایزرزحېدراباد لوبډلې سره، په بېګ باش لیګ کې راشدخان له اډیلایډ سټرایکرز سره او محمدنبي بیا مېلبورن رېنېګېډز لوبډلې سره لوبېږي، راشدخان د انګلستان په بلاسټ سیالیو کې له سسېکس لوبډلې سره او محمدنبي بیا له لېسېسټرشایرلوبډلې سره ولوبېد.
محمدنبي په ټي ټېن لیګ کې په پښتون لوبډله کې لوبېږي، په سي پي ایل کې په نیویس پېټرېئټس لوبډله کې او راشدخان بیا په امازون لوبډله کې لوبېږي.
همدارنګه راشدخان او محمدنبي د بنګله دېش په سوداګریزو سیالیو کې هم لوبېږي.