د کرېس ګېل نه شتون، افریدي ته په شپږیزو کې د مخکې کیدو موقعه ورکړه

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د ویسټ انډیز بې رحمه کیڼ لاسی توپ وهونکی، کرېس ګېل چې په لومړي پړاو ای پي ایل یا افغانستان ګلبهار سوداګریز کرکټ لیګ کې د بلخ لوبډلې اخېستی، په دوو لومړنیو لوبو کې شتون نه درلود.
د کرېس ګېل نه شتون د پاکستان الراونډر شاهد افریدي ته موقع ورکړه، چې له کرېس ګېل سره د شپږیزو له مساوات څخه ځان وباسي او یو ځل بیا د زیاتو شپږیزو وهونکي لوبغاړي په توګه ځان لومړی کړي.
شاهد افریدي د اکټوبر په ۷ مه نېټه د یکشنبې ورځې په لوبه کې د ننګرهار خلاف یوه شپږیزه ووهله او په دې ډول یې له کرېس ګېل څخه یوه شپږیزه زیاته شوه او لومړی مقام یې خپل کړ.
تر دې وړاندې د کرېس ګېل او شاهد افریدي شپږیزې مساوي شوې وې، چې بیا افریدي په دې برخه کې کرېس ګېل ته چلېنج هم ورکړی و او ورته ویلي وو، چې زه او ته یو په یو لوبه کوو، چې اور کې څوک ډېرې شپږیزې وهي؛ خو کرېس ګېل ورته په ځواب کې ویلي وو، چې زه بله شپږیزه نه وهم او ستا ریکارډ نه خرابوم.
افریدی په ای پي ایل لوبو کې له پکتیا پېنتر لوبډلې سره لوبېږي نوموړي د ننګرهار خلاف د ای پي ایل په ۴ مه لوبه کې دوه څلوریزې او یوه شپږیزه ووهله او په ۱۸ توپونو یې ۱۹ منډې وکړې.
کرېس ګېل په ۴۴۳ نړیوالو لوبو کې ۴۷۶ شپږیزې وهلي او شاهد افریدي بیا په ۵۲۶ لوبو کې ۴۷۷ شپږیزې پوره کړې.
افریدي په یو ورځنیو لوبو کې ۳۵۱ شپږیزې جوړې کړي، ۷۳ شپږیزې یې په شل اوریزه لوبو کې وهلي، چې یوه یې د ننګرهار خلاف ووهله، دې سره یې د شل اوریزه لوبو د شپږیزو تعداد ۷۴ ته بره شو او په ټېسټ لوبو کې یې ۵۲ شپږیزې وهلي دي.
بل پلو بیا کرېس ګېل په یو ورځنیو لوبو کې ۲۷۵ شپږیزې وهلي، ۱۰۳ شپږیزې یې شل اوریزو لوبو کې وهلي او ۹۸ شپږیزې یې په ټېسټ لوبو کې وهلي دي.
د زیاتو شپږیزو په ریکارډ کې دریم لوبغاړی نیوزیلېنډی برېنډن مکالم دی، نوموړی په ای پي ایل کې په کندهار لوبډله کې لوبېږي، هغه په ټولو نړیوالو لوبو کې ۳۹۸ شپږیزې وهلي، څلورم لوبغاړی بیا سریلانکايي پخوانی لوبډلمشر سېنت جایاسوریا دی، چې نوموړي ۳۵۲ شپږیزې وهلي او پنځم نمبر بیا د مهیندرا سېنګ ډوني دی هغه بیا ۳۴۲ شپږیزې وهلي دي.
دا چې کرېس ګېل ولې بلخ لوبډله کې تېره شپه هم سکواډ کې نه و، لا یې هم علت نه دی معلوم.

پکتیا لوبډله د اکټوبر په لسمه نېټه راروانه چهارشنبه له بلخ لوبډلې سره مخ ده، چې شاهد افریدي په پکتیا لوبډله کې شامل دی او کرېس ګېل چې په بلخ لوبډله کې په بولۍ کې په یو لک امریکایي ډالرو اخېستل شوی و د لوبېدو په اړه یې لا هم ډاډمنه خبره نه شي کېدای.
په دې برخه کې د کرېس ګېل او محمد نبي عیسی خېل په ټوېټر اکاونټونو هیڅ نه دي لیکل شوي او کرکټ بورډ هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، چې کرېس ګیل ولې په نوملړ کې نشته.